هسې یوه خبره مې کوله
خوشال خلیل
[pukhto]
زموږ ټولنه هم لکه هره بله ټولنه، د ګڼو مشترکاتو تر څنګ بېلابېل ګروپي، فرهنګي، قومي، مذهبي، سیمه ییز او ژبني تمایزات لري، یعنې دا باید ومنو چې د ګڼو اشتراکاتو تر څنګ موږ ګڼ شمېر درزونه او د بېلوالې کرښې لرو، او یوه متکثره ټولنه یوو، چې تېرو څو کلونو کې دغه درزونه د قومي، مذهبي سیاستوالو له لاسه لاپسې لوی شول، دلته زموږ اقتصاد، سیاست او فرهنګ هر څه ته له همدغه ګروپي عینکو کتل کېږي او بیا قضاوت کېږي. د ټولنپوهنې د محاسبې په اساس کومه ټولنه کې چې دومره تمایزات موجود وي او په هغه کار او ټینګار هم کېږي چې لا پراخ او لوی شي دا ټولنه په لویه کې ګډ ټکي نشي موندلی او وحدت ته نشي رسېدلی، دا چې قومي مذهبي سیاستونه دلته سیاسي قشر ته ګټه لري، نو هغوی هم لیوني نه دي چې خپله ګټه په لغته وهي، ملي یا هم فکري سیاستونو ته مخه کړي، چې هم وحدت راولي او هم دغه درزونه کمرنګه کړي.
زه چې د خپلې ټولنې اوسنی حالت ګورم، داسې نښې نښانې شته چې نور دغه پریمانه درزونه او چاودنه په دوه لویو درزونو یا جهتونو د بدلېدو لور ته روان دي، که زموږ ټولنه له لسګونو درزونو څخه په دوو لویو درزونو یا چاودنو بدله شي، دې سره به دا واړه واړه درزونه خپل اهمیت له لاسه ورکړي او ټول به په دغو دوو جهتونو کې واقع شي. دا دوه جهتونه به فکري او ایډیالوژیک جهتونه وي، چې یو یې دودپال، محافظه کار او د پرمختګ او نویو پدیدو سره مخالف جهت دی او بل یې مترقي، معاصرو ارزښتونو سره پخلا او اصلاح طلب جهت دی.
دغو دواړو جهتونو کې افراد د قوم، مذهب، سیمې او نورو وړو تمایلاتو په اساس نه راټولېږي بلکې د هر پاړکي خلک په کې د پاس ارزښتونو د ساتلو او پاللو په مقصد راټولېږي همدغه ځای دی چې قومي، سیمه ییز او حتا مذهبي سیاستونه کمرنګه کېږي، د اصلاح طلبو او مترقو اشخاصو په کتار کې د هر قوم کسان ګډ دریدلی او ګډ سیاست کولی شي او همدارنګه د محافظه کارو او د پرمختګ مخالف اشخاصو کتار کې هم د هر قوم خلک یو صف کې دریدلی شي. زما په فکر زموږ ټولنه دغه لور ته روانه ده.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي