هسې یوه خبره مې کوله

خوشال خليل
[pukhto]
په فراه کې د ماشوم تښتولو ویډیو زموږ ټولنیز وجدان ته ټکان ورکړ، خو له نیکه مرغه تښتونکي ونیول شول او ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
دغه ډول جنایت چې زموږ په ټولنه کې د اخلاقو او دیني لارښوونو د سقوط یوه ډېره بده بېلګه وړاندې کوي، که هر څومره وغندل شي لږه ده، خو دې ته مو هم باید پام وي د مجرمانو اعدام او د هغو پر وړاندې دغه ډول شدید غبرګون ښودل او احساسات ښایي د لنډ وخت لپاره زموږ وجدانونه تسکین کړي، خو په دایمي توګه د دغه ډول جرایمو د بیا تکرار مخه ورسره نه نیول کېږي.
دا چې ولې زموږ خلک د اعدام او سختې سزا پلویان دي ډېر عوامل لري، یو علت یې دا دی چې په درېیمې نړۍ هېوادونو کې چې موږ یې هم برخه یوو معمولا جرم او مجازاتو ته د هغه له ارتکاب وروسته پاملرنه کېږي، یعنې اول جرم رامنځته کېږي بیا د هغې د کنترول فکر ور لویږي، تجربو ښودلې ده چې دا ډول لیدولوری د جرمونو په کمښت کې مثبته اغیز نشي لرلی، له همدې امله د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې د سختو مجازاتو د اعمالولو سره سره چې زندانونه یې له مجرمانو ډک دي او هره ورځ پهکې سخت مجازات عملي کېږي بیا هم د جرایمو ګراف نه دی راټیټ شوی، ځکه چې دوی د جرم له وقوع نه وروسته یوازې په مجازاتو اکتفا کوي، دوی فکر کوي چې د درندو سزاګانو په ورکولو سره به ټولنه کې ویره خپره شي او بیا به څوک هغه جرم ته زړه ښه نه کړي، خو تجربو ښودلې ده چې د جرم له ارتکاب وروسته هغې ته رسیدګی ګټوره نه تمامېږي.
جرم او جنایت سره مقابله باید دوامداره او د هغې له ارتکاب نه مخکې وشی، هغه عوامل باید په ګوته شي چې څنګه او ولې یو شمېر افراد له اخلاقی پلوه دومره راټیټېږي چې د فراه د پېښې په څېر جنایتونو باندې لاس پورې کوي.
که په اعدامولو جرمونه کمېدای، موږ ولیدل چې د پغمان د جنسي تیریو مرتکبین اعدام شول، خو له هغه وروسته جنسي تیري کم څه چې لا زیات شوي دي.
ددې لپاره په کار ده چې د جرم او جنایت لپاره رامنځته شوی ټولنیز چاپیریال باندې غور وشي، څو له اخلاقی پلوه هیڅ فرد ناوړه کار ته زړه ښه نهکړي.
مجرم ته د اعدام سزا غوښتلو سرچینه زموږ په احساساتو کې ده، دا لیدلوری د مسئلې او قضیې په ظاهري پاکولو راڅرخي، خو د هغې مسئلې د حل څرک په کې نه لیدل کېږي، همدا علت دی چې په درېیمه نړۍ کې جرایمو ته په ډېره ساده او سرسري سترګه کتل کېږی چې ګنې د اعدام او نورو شدیدو سزاګانو له اعمالولو وروسته به هر څه سم شي.
دلته معمولا ټولنیزې پدیدې ساده کېږي او د هغو نورو پېچلو ابعادو ته توجه نه کېږي.
د جرم د مخنیوی لپاره ټولو علمي او تجربي اقدماتو ته چې په مستقیمه او نامستقیمه توګه د دغسې جرمونو او انحرافاتو مخه په کې نیول کېږی پاملرنه په کار ده، دا کار هغه وخت شونی دی چې تر هر څه لومړی د جرم او مجازاتو په اړه زموږ موجوده لیدلور بدل شي.
یوازې د جرم مادي اړخ ته ونه ګورو، بلکې د هغه، معنوي، ټولنیز، رواني او حتا سیاسي ابعادو باندې هم تمرکز وکړو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي