هسې یوه خبره مې کوله

خوشال خليل
[pukhto]
د افغانانو په منځ کې پاکستانی فرهنګ هم خپل داستان لري، چې زموږ د ډېرو خلکو په ژوند، کړه وړو، دود او دستور یې اغیزه کړې ده. د دغه واقعیت تریخ اړخ دا دی چې له پاکستاني فرهنګ نه اغیزمن کسان په دې نه پوهېږي چې څومره له خپلو ارزښتونو بیګانه او پاکستاني شوي دي.
د پاکستاني فرهنګ د اغیزې یوه بېلګه پرون ننګرهار ولایت کې د ملک نذیر په خبرو کې په ارادي یا غیر ارادي بڼه راڅرګنده شوه او هغه داسې چې د پاکستان په ضد جوړه شوې غونډه کې يې د پاکستان پخواني ولسمشر او د افغانستان درجه یک دښمن ته د شهید لفظ وکارولو.
کټ مټ دغسې لفظ پخواني ولسمشر کرزي هم په یوې غونډه کې کارولی و، چې زه دا کار د دغو مشرانو ارادي کړنه نه بلکې دا د پاکستاني فرهنګ اغیزه او هژموني بولم چې زموږ په ټولنه کې يې له مهاجرته واخله تر ننه ژورې جرړې ځغلولې دي.
فرهنګي هژموني( Cultural hegemony) داسې یو مفهوم دی چې د یو هېواد یا یوې ډلې د مسلط فرهنګ نفوذ پر بلې ډلې توصیفولی شي.
دلته مسلط یا پياوړی هېواد غواړي چې تر خپل واک لاندې خلک فرهنګي تاثیر لاندې راولي او رضایت یې ترلاسه کړي نو دا کار د زور له لارې نه کوي بلکې د نرم قدرت یا خپل فرهنګ په زور یې کوي. خپل کړه وړه، ادبیات او دودونه په نرمه لار پياوړي کوي او پر ټولنې یې مني او مقابل لوری ورو ورو دا نوي عادتونه خپلوي او حتا داسې وخت راځي چې پرې افتخار کوي، ښه بېلګه یې پاکستان کې ځیني پاکستاني پښتانه دي چې د پاکستان او پنجاب فرهنګ نه دومره اغیزمن شوي چې اوس ورته ځیني د “ګل خان” نوم اخلي.
ګل خان ته پاکستانی پولیس د نړۍ زیرک او چالاک انسان ښکاري، پاکستاني پوځي ورته سم ریمبو ښکاري، پاکستاني سیاستوال ورته عقل کل ښکاري، د پاکستان استخبارات ورته دومره لوی ښکاري چې خپل کور کې یې هم نوم په بسم الله اخلي، دغسې د پاکستان ملا، هنرمند، اتل او ساینس دان ورته په نړۍ کې بې ساری ښکاري او په مقابل کې یې ځان ورته کمزوری، ذلیل او له ارزښتونو تش ښکاري او په خپله ټولنه او فرهنګ کې ورته د مزې کوم شی په مخ نه ورځي.
دغه رنګ ګل خانان موږ هم ډېر لرو او علت یې هم زموږ په خاوره او ولس د پاکستاني اقتصاد نه نیولې تر سندرو، ډرامو، لوبو او سیاست پورې په هر ډګر کې دغه هېواد ته زموږ څلويښت کلن احتیاج و، اوس چې افغانستان خپل نظام او سیستم بیا رغولی دی او په سیمه کې د مستقل هویت په لرلو سره غواړي د پام وړ لوبغاړی اوسي، تر هر څه لومړی ورته په کار دي چې خپل ملي فرهنګ بډایه او د ګاونډیو په ځانګړي ډول د پاکستاني هژموني فرهنګ څخه یې وساتي.
په یو هېواد باندې د بل هېواد فرهنګي لاسبری یا هژموني هڅه کوي د خلکو مذهبي او ملي باورونه اغیزمن کړي او په دې توګه پر ټولنې خپله سلطه وساتي چې دا ډول تېری تر پوځي او سیاسي تېري خطرناک دی، ځکه ښکاري نه خو اوږد اغېز یې پاتې کېږي.
په ملي باورونو کې زموږ خپل اتلان، نښې او څلي راته بد معرفي کوي او په ځای یې راته خپل اتلان د اتلانو په توګه را پیژني او په مذهبي ډګر کې بیا زموږ دودیزتاریخي مذهبي باورونه راته په کلکو دلایلو باطلوي او خپل مذهبي مشران او ډلې راته د اسلامي نړۍ ناجي معرفي کوي، چې که دقیق ورته متوجه شو همدا اوس په خپل چم ګاونډ کې د پاکستاني فرهنګ دغه نښې موندلی او دغه برلاسی احساسولی شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي