هسې یوه خبره مې کوله…

خوشال خليل
[pukhto]
غرب سره زموږ مینه او کرکه مساوي ده. موږ چې کله له غربي نړۍ سره اشنا شو نو هغوی د رنسانس، روشنګرۍ، نشنلیزم، صنعتي انقلاب او ماډرنیزم دورې تېرې کړي وي او هره دوره یې لسګونه کاله اوږده وه. داسې غرب چې هیڅ شی زموږ په څیر نه و، علم، فرهنګ او صنعت یې بیخي بدل و، نو له داسې غرب سره زموږ پخوانیو پاچاهانو هغه شان مقابله چې له هندیانو او ایرانیانو سره یې کوله نشوای کولی نو یوازې انګریزانو زموږ په سیمه کې لسګونه کاله په زور او جبر حکومت وکړ او حتا اخر کې یې سره وویشلو. زموږ سیاسي نخبه ګان له هغه پيله دغه پرمختګ ته متوجه شول، لکه سید جمال الدین افغان او امیر شیرعلي خان او نور پاچاهان په دې فکر کې شول چې تر څو غربي تخنیک او علم زده نه کړو له غرب سره سیالي نشو کولی، بس له هغه وخته په یو او بل شکل غربي تخنیک ته تمایل زیات شو او کله چې غربي تخنیک راغی نو ورسره غربي فکر او بیوروکراسي او د مشروطیت غوښتنې فکر هم راغی او قوانینو کې هم تغییرات راغلل او د امان الله خان وخت کې غرب او مډرنیزم ته تمایل بیخي اوج ته ورسید، ځکه له وسلو نیولې تر مخابرې او تخنیک پورې هر څه غربي نه راتلل او مسلمانو او شرقي هېوادونو هیڅ ماشینري نه لرله، نو اکثره اسلامي او شرقي هېوادونو د پرمختګ یوازینۍ لار هغه ګڼله چې غرب یا اروپا پرې روانه وه، خو موږ چیرته او هغوی چیرته. بیخي سره د مقایسې نه و. خو دلته غربي کلچر او پرمختګ ته په ښه سترګه کتل کېدل او حتا زموږ ملایانو به کابل کې لاندې پتلون اغوستو او پاس به یې پګړۍ په سروله ورځپاڼې، ګوندونه، موټرې او کتابونه له غرب را روان و.
بیا داسې وخت راغی چې دلته مارکسیستي ګوندونه پیدا شول او هغوی موږ ته د غرب بله څیره یعنې استثمار او انسان سره د هغوی ظلمونه راوښودل او دغسې ورو ورو غرب سره زموږ کرکه زیاته شوه، ځکه هغه وخت د شوروي تر تاثیر لاندې په ټوله نړۍ کې د غربي ضد یو حرکت شروع شو او د درېیمې نړۍ د وروسته پاتې والي اصلي لامل غرب ګڼل کېده، خو کله چې اسلامي او تنظیمي حکومت راغی دا کرکه بیخي اوج ته ورسیده ځکه د اخوان المسلمین فکري مکتب سره له دې چې د غرب په مټو دلته واک ته ورسید خو له فکري پلوه غرب سره جوړ نه و او دلته هغه غرب چې پخوا د پرمختګ او تخنیک او علم مرکز ګڼل کېده دوی راته د فحشا، ظلم، وحشت او کفر د مرکز په توګه معرفي کاوه او دا ادبیات اوس هم ښه په کش کې روان دي.
اوس زموږ کرکه او مینه غرب سره مساوي روانه ده، موږ غرب کې ژوند غواړو، د غرب وسلې، تخنیک او علم مهم ګڼو او هر یو هیله لري چې زامن یې هلته تعلیم وکړي، د غربیانو په څېر تشنابونه او حمامونه مو کورونو کې جوړ کړي دي، بازار کې غربي پيزه او برګر خورو حتا د غرب پیپسي او فانتا په خوند څکو، موبایل او فیس بوک کې یې استعمالوو، په غربي موسساتو کې کار کوو او ډالرې معاشونه یې اخلو، خو تر څنګ یې بیا هم غرب بد ګڼو او دلته چې ښځه او میړه هم جنګ وکړي پړه یې په امریکا، انګریز او اسرائیل اچوو.
موږ بیخي کنفویز یوو، زموږ هر سیاستوال او ملا او عامي کوشش کوي د غرب منفي اړخونه خلکو ته ښکاره کړي، هر یو کوشش کوو چې دلته د هوا د ککړتیا، د ناروغیو، حتا د طبیعي پيښو او زلزلو پړه په غرب اچوو او فکر کوو چې دوی دلته ازموینې کوي ځکه زلزله وشوه، موږ بیخي ګنګس یوو، غرب ته بیخي د یو ګناهکار انسان په سترګه ګورو چې ټول خویونه یې د شیطان دي او هیڅ مثبت ټکی نه لري، مثلا موږ د غرب په اړه دا نه وایو چې هلته انسان څومره ازادي لري، انسان ته څومره اسانتیاوې برابرې دي، تبعیض نشته، قانونیت په کې دی او داسې فرصتونه په کې شته چې د چا قوم، ژبې او جنس ته له کتو پرته په کې هر تکړه سړی پرمختګ کولی شي، خو دا موږ نه وینو او چې هلته څوک په چکر هم لاړ شي هلته د تعلیمي ادارو او کارخانو باره کې خبره راته نه کوي، د مذهبي زغم په اړه راته څه نه وايي، بلکې دوی هلته نه ځي، دوی هلته ډیسکوګانو ته ځي بیا دلته راته وايي هلته داسې فحاشي ده، دوی هلته د ریډ لیټ بازار ته ځي بیا وايي هلته انسان او ښځه خرڅیږي، دوی هلته په سړکونو کوم نیم پوډري وینې وایي هلته خلک په نشو تماشو کې غرق دي.
دا ډول ادبیات او دلته غرب سره داسې کرکه ایجادول چې په واقعیت نه وي ولاړه او یا یې یوازې منفي اړخونه خلکو ته ښکاروو زه نه پوهېږم دې سره زموږ ټولنې ته څه ګټه رسېږي. نن اسلامي هېوادونه له سعودي نیولې د خلیج تر هېوادونو پورې هر یو کوشش کوي غربي علم او تخنیک نه ګټه واخلي او خپلو هېوادونو کې یې د غرب د راکشولو لپاره لوکس هوټلونه جوړ کړي چې د هغوی خلک او پیسې ورته راماتې شي، لوی لوی سټیډیمونه یې جوړ کړي چې هلته د فټبال او کرکټ لوبې وشي، خو موږ برعکس ټوله ورځ لګیا یوو د غربي نړۍ بدي راسپړو. دغه کرکه د ګټې په ځای ځکه تاوان راته کوي چې موږ نه خپل کارونه پاتې دي ټول وخت د نورو د بدویو په شمېرلو تیروو او دا کرکه او نفرت حتا خپلو ماشومانو ته هم ور انتقالوو. هغه انرژي چې د غرب سره په کرکې لګوو، هغه که خپلو کې د په اتحاد او اتفاق ولګوو، یا یې په هغو رازونو په پوهېدو ولګوو چې غرب ولي غرب شو او موږ ولي داسې شاته پاتې یوو ممکن دغه ډول انتقادي فکر زموږ ځوانانو ته نوي پوښتنې پیدا کړي او د کرکې او تعصب په ځای داسې علمی لارې انتخاب کړي چې د ځان او وطن په ګټه یې تمامې شي. موږ ولي دا منفي راویتونو پورې ځان محدودو او هر څه ته د خپلو ایډیالوژیکو او غرب ستیزه عینکو ګورو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي