هسې یوه خبره مې کوله….

خوشال خليل
[pukhto]
دا د پورن فلمونو د بندولو یو ساینسي دلیل دا دی چې اعتیاد لري او بل د کتوونکو توقعات لوړوي چې بیا اصلي ژوند کې هغه څه چې لیدلي دي نشي کولی نو بالاخره ورسره کورنۍ زوال شروع او ګډ ژوند کاواکه او خراب شي.
خو د دې تر څنګ زموږ ټولنه کې نور هم زیات شیان شته چې دغه شان بداموزي او بېتربیهګي پیدا کوي. یو څو مثالونه راوړم. یو په کې ترکي سریالونه او هندي او اروپايي فلمونه دي چې اکثریت یې د هماغو ټولنو د ممتاز او سرمایه داره قشر د ژوند نمایندګي کوي، لوکسې موټرې، بنګلې، جامې او بزنسونه موږ ته راښيي او زموږ ځوانان چې دا وګوري نو توقعات یې لوړ شي او بیا ورته د کراچۍ په سر د مالټو خرڅول او چیرته کوم سوداګر سره منشي توب خوند نه ورکوي، بس ژوند یې کاواکه او په هوا شي.
بله خوا زموږ ټولنه کې خلک دومره غریب دي چې حتا د شتمن سړي کور کې هم ایله یوه شوروا پخه شي او نوش جان کوي یې، خو زموږ د تلویزونونو د اشپزۍ پروګرامونه راته پیزه، رنګارنګ سانډویچونه، سلادونه او د کیک او کلچو د پخولو چلونه را ښيي، هغه هم د یوې لوکسې جلۍ او د اشپزۍ له لوکسو سامانونو سره چې دا خپرونه زموږ ځوانې نجونې او هلکان وګوري بیا به د خپلې مور په لاس پاخه کړي ګلپیان او شوتله ښه له ستونې تیر کړي، بس اشتها یې خراب او په هاضمي بحران اخته شي.
یو بل مثال درته په افغاني سوشیال میډیا کې د خپلو سلیبرټیانو راوړم، له بده مرغه د افغانستان په سوشیال میډیا کې هغه کس سلیبرټي او کامیاب انسان ګڼل کېږي چې لوکسه دریشي او نکټايي یې اچولي وي او کوم دولتي دفتر کې د میز شاته له میکنټاژ کمپوټر سره ناست وي او فیس بوک ته یې عکسونه ور ایله کړي وي، نو دا هم زموږ د ځوانانو توقعات او ارزوګانې لوړوي او فکر کوي چې ټولنیز منزلت په دولتي چوکۍ کې دی او د ترلاسه کولو لپاره یې باید هر سپیتوب وکړي، چې ترلاسه یې نشي کړای د محرومیت احساس یې غښتلی او د حکومت په سم منتقد بدل شي.
ورک کړه تر دې به هم تېر شو بل مثال به د پښتو سایټونو او مشهورو پاڼو راوړم لکه بي بي سي دوی معمولان د نړیوالو میلیونرانو، هنرمندانو، فلمي ستورو د ژوند معمولې کېسې، خوشالۍ او خفګانونو په اړه خبرونه خپروي یا د هغوی د کامیابۍ رازونه راسپړي چې څنګه یې د شخصي کوشش له لارې وکولای شوای دغه مقام ته ورسېږي، خو هغه شخصي کوششونه په میلیاردري لویو اقتصادونو کې یو فیصد نتیجه ورکوي، زما د کابل د کوټه سنګي او د جلال اباد د ډنډ بازار کې به شخصي کوشش ایله دومره نتیجه ورکړي چې بیګاه ته یوه ګوله حلال ډوډۍ کور ته راوړي، میلیاردر کېدای خو نشي. کله چې زموږ ځوانان لولي یو څه او عملا فضا بدله او مساعده نه وي یا د یونان په اوبو ورخوشي شي یا هم دلته مایوسه او ترهګرو سره یو ځای شي.
هغه ورځ مې فیس بوک کې د یو لایف کوچ اعلان لوسته، ویل، هغه ځوانان چې بیکاره دي، افسردګي او خفګان لري، ژوند یې ګډوډ وي، نو راشی زموږ پروګرامونو کې ګډون وکړئ ژوند به مو بدل شي، ما ځان سره ویل چې دغه بیچاره بیکاره ځوانانو سره پنځه سوه افغانۍ دي هغه هم ته ورنه واخلې دا خو سم د څرمنې د ویستو کار دی.
ټولنیز اخلاق هغه دي چې د ټولنې له ارزښتونو، توقعاتو، ارمانونو او عیني شرایطو سره برابر وي، د داسې اخلاقو رواجول د ملا او دیني عالم کار هم نه دی، هغه دې بیا بله خواته سموي او لار درنه ورکوي، زموږ وضعیت او اخلاقیات دا ایجابوي چې موږ یو داسې معلول سلیبریټي او رول ماډل وګرځوو چې د جسمي کمزورۍ او نیمګړتیا سره سره یې خپل ژوند روان کړی دی، یا هغه کونډه میرمن چې د حق او حلالې لارې خپلو بچیانو ته ډوډۍ پیدا کوي او اوس یې بچیان د تعلیم له نعمته برخمن دي، یا هم دې ته ورته نور ټولنیز فعال ځوانان چې هم د ټولنې او هم د کورنۍ په درد خوړل شوي. زه په دې هم پوهېږم چې دا د ګلوبلایزیشن وخت دی او ددې شیانو مخه نه نیول کېږي، خو زه وایم په همدې وخت کې چې خپل ټولنیز اخلاق او توقعات مدیریت او ښه نشو کړای بیا خو لاړه بیړه مو غرقه شوه، په هره ټولنه کې د جرمونو او جنایتونو یو علت هم دا دی چې د ځوانانو تواقعات یې په کاذب شکل لوړ او ناراضه شي، نو غواړي ژر شتمن او ټولنیز منزلت پیدا کړي کله چې مشروع لار پیدا نشي بیا نو جنایت ته لاس اچوي. دا چل هم موږ ور ښودلی دی ، ځکه همدا موږ او تاسې هغه جنایت کارانو او مفسدینو ته ډېر لایکونه ورکوو چې له دغې لارې یې ټولنیز منزلت پیدا کړی دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي