67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

هغه بوټان چې کرامت لري!

میوند درځار

[pukhto]
دا زه چې اوس تاسو ته د کومو بوټونو کیسه کوم دا یو وخت د یوې ژوندۍ غوا څرمنه وه، چې خاوند به یې ورته درې وخته تازه واښه وانچول نو لوشلو ته به نه درېده.
د همدې لپاره یې خاوند پرې ډېر پام کاوه، نو ته ویلی شې چې په چاپلوسۍ او دلاسا به یې ترې شیدې غوښتلې.
بیا د خدای کړه و چې غوا د ناروغۍ په وجه حلاله شوه، خاوند یې څرمنه په مالګه ولړله او سهار او ماښام به یې، پرې د لاس راکش لپاره یو ځل په انګړ کې غوړوله چې تر مرګ وروسته هم ورسره د خپلې مینې ثبوت وړاندې کړي.
خو سړی و کمزوری او د مالش کار و سخت، نو د همدې لپاره یې ورته یو غټ او پوست بُرس واخست چې کار یې اسانه شي.
اصل خبره داده چې د سړي ښې ورځې خو ټول عمر نه وي، نو څرمنه یې اخر هم د چای ګوړې لپاره خرڅه کړه او د یو داسې بوټ ګنډونکي لاس ته ورسېده چې د غوا تر خاوند یې هم د لاس صفایي ډېره وه.
بوټ ګنډونکي چې ولیدل دومره غوړه، صافه او سوتره څرمن يې پیداکړې نو یوازې یوه جوړه بوټونه یې ترې جوړ کړل او پاتې برخه یې ورته خوندي کړه، ویل یې که خیر و نو له دې نه به یوازې چارواکو او سرمایه دارو خلکو ته څپلۍ بوټان ګنډم چې ښه پیسې پرې راکړي.
د بوټانو جوړول نه و د قسمت خزانه وه چې د بوټ ګنډونکي غرفه یې په لویه مغازه بدله کړه.
دا ځکه چې ده هغه بوټونه په داسې یو چارواکي په ښه بیه وپلورل چې د باچا لاندې سړی و.
ښه!!
خبره داده که زه او ته هم یوو نو خپل بوټونه هر سهار یو ځل تازه رنګوو پاتې لا چارواکي، خو فرق دادی چې مونږ یې د کور په ماشومانو برُس کوو او د چارواکو پالیشیان بیا تر هغو لږ واړه او تر وړو لږ راواړه چارواکي وي او لږ ډېر هم وي.
خبره دا نده چې پالیشیان یې د عزت خلک او یا ډېر وي، خبره مې د هغې څرمنې او د بوټانو د کرامت کوله.
یوه ورځ د همدې چارواکي یو کشر زوی د پلار دا بوټان رنګ کړل او هلک بله ورځ تر وکالت ورسېد.
خلک د بوټانو په کرامت خبر شول او چې بیا به د تورې څرمنې دا دولس نمبره وطني ساخت بوټان چا هم بُرس کړل، نو په سبا به بیا چرته ښه ځای کې مقرر و.
تر ریاست وړه خبره خو نه وه، څوک ولسوال، څوک د ولسوالۍ امنیه قومندان، څوک د حوزې امر او څوک چرته سلاکار ملاکار!
شناخته خلک چې به خبرېدل نو سهار او ماښام ته یې نه کتل، د خپل غټ بُرس سره به حاضر او چې تر څو به (ښه یې جوړ یې ، نور څنګه یې؟ ) ته ستړی مشې رسېده؛ نو سړي به یو بوټ لا وختي پالش کړی و.
حتمي خبره وه چې له حوېلۍ نه تر وتو مخکې به په راغلي مېلمه د نوې او غوړې دندې الهام شوی و، داسې هم شوي چې پر یو وخت یو بوټ ته یو مېلمه او بل بوټ ته بل مېلمه نښتی وي او د تېز بُرس وهلو له امله یې د چارواکي پایڅې رنګ کړې وي خو دوی ته د بوټانو د خاوند پټکه هم تر شفقت کمه نه وه.

[/pukhto]

6 خوښونې

اړوند مطالب

لغته
ملګرتيا مسووليت دی!
صدقه
نور ولولئ
د کابل پوهنتون استاد ‘فیض الله جلال د طالبانو له بنده خوشی شوی’
خدايي خدمتګار سره مرکه
شخصیت جوړونه
ځواب د ښار له شوره لرې تلل غواړي
ته به د زړه په رنځ اخته پاتې شې

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2018
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Jul   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /