67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

هلک او سپی

عمر عباس

[pukhto]
هلک: ستړی مه شی، پخير راغلې ګرانه سپيه!
سپی: نه پوهيږم چې څه ووايم، بيا هم مننه
هلک : تاسې او ستاسې ملګري ولې لاريون کوئ ؟
سپی: ښاروالۍ زمونږ نسل کوشي کوي وژني مو، موږ ځکه لاريون کوو!
هلک : ښه نو هغوی خو وايي چې دوی کې ډېر زيات ليوني شوي ځکه يې وژنو.
سپی: هه هه دادې لا بله، راځئ چې سروې وکړو چې مونږ ډېر ليوني لرو که تاسې!
هلک: ښه نودا خو به منې چې ستاسو سپي انسانان خوري او ماتوي يې!
سپی: نه پوهيږم دلته هر څه سرچپه روان دي، مګر دومره ويلای شم، د نړۍ له پيله تر اوسه به مونږ دومره انسانان نه وي خوړلي لکه تاسې چې په دې څلويښت کالو کې وخوړل!
هلک: خلک وايي چې شيطان ووينۍ، نو غاپۍ!
سپی: نه نه دا چا هسې و يلي، مونږ چې رشوت خور او دروغجن ووينو غاپو!
هلک: په دې کې داسې څه راز دی چې تاسو يې په ليدو غاپۍ!
سپی: دا قسم خلک مونږ ته هر وخت په څلور بولي ښکاري!
هلک: زه په دې خبره پوه نه شوم چې تاسې دومره جنګونه کوئ، مګر نه مو څوک زندان ته وړي او نه درنه ناغه اخلي!
سپی: افسوس دې ستا په حال وي چې نه پوهيږې، پوليس صاحبان چې له تاسو نه اوزګار شي، نو مونږ به ونيسي!
هلک: ولې مو ډېر خلک په خپل کاله کې څوکيدار ساتي؟
سپی: دا ځکه چې مونږ په سودا نه پوهيږو او وفادار هم يو!
هلک: خلک وايي چې د کوم کور نه غلا کوې سپي ته يې غوښه واچوه هغه به خوري تا به نه ويني، ته څه وايې؟
سپی: هو داسې بېکاره سپي هم شته، خو زه بيا هم کنجوس سړی ملا متوم، ځکه چې کنجوس يې نه پخپله خوري او نه په بل، نو نهر سپي همداسې کوي ګيله ترې مه کوئ!
هلک: څومره ډېر پيدا کيږئ خو رمه نه لرۍ نه پاده، پسونه يو يو وي خو رمه وي؟
سپی: ګوره کنه هلکه! د هغوی نه خو ساتنه کيږي، مونږ خو خلک جنګوي، واړه مو په کاڼو ولي او ډريوران هم راسره احتياط نه کوي، لکه مونږ چې د ژوند حق نه لرو !
هلک: تاسو د خپل ژوند د بقا لپاره ولې اتحاديه نه جوړوئ!
سپی: هه هه ساده هلکه! هغه چې په بنګلو کې پراته دي او هغه چې د نجونو او هلکانو سره په مستۍ بوخت دي مونږ سره يوالی نه کوي، هغوې خپل ځانونه عالي النصب ګڼي او خپلو بادارانو ته وفادار دي، شپه او ورځ هغوی لپاره غاپي، هغوی په قام او اتحاد څه کوي!
هلک: ډيره مننه
سپی: بس ځه نو!

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

د ملګرو مکالمه
د شیخ متي (بابا ) د شعر عرفاني څېړنه
دوه راډیوي ډرامې
يتيم
د مازيګر بنډار څلورمه ناسته وکړه
د مازيګر بنډار يويشتمه ناسته وکړه
منډه
د ښار پاکوالی زموږ ګډ مسؤليت دی

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مې 2017
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Apr   Jun »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /