67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

هوښيار نوکر

ژباړن: نجیب الله خان

[pukhto]
د یوه زاړه کیسه ده، چې کلونه کلونه پخوا به ویل کیده، چې یو شتمن یو ښار ته سفر کول غوښتل، هغه تجار و.
هغه غوښتل، چې مالونه ښار ته یوسي. هغه سره زر او نور شیان د خرڅولو لپاره ښار ته وړل، شتمن تجار فيصله وکړه، چې دا مالونه به دده لس نوکران وړي.
دا مالونه مختلف د خرڅولو شیان او یو غټ پیټی د سفر خوراک وو.
شتمن سړی ډیر مهربان او زړه سواند و.
هغه خپل یو نوکر ته وویل، چې ته زما په نوکرانو کې تر ټولو ضعیف او کوچنۍ نوکر یې، نو تاسو به دروند پیټی یو نیسئ؛ تاسو په خپله خوښه د ځان لپاره یو پيټی انتخاب کړئ.
نوکر د بادار په خبره فکر وکړو، هغه یو دروند پيټي ته اشاره وکړه، چې هغه د سفر خوراک او ډوډۍ وه.
شتمن تجار په نه خوښۍ سره وویل، چې دا خو تر ټولو دروند پیټی دی، ته ولې دومره ناپوه یې؟
خو نوکر په ډېرې خوشالۍ سره پیټی راواخیستو؛ او له شتمن تجار سره په سفر روان شو.
شتمن تجار او نوکران په سفر روان شول.
د ډېرو مزلو وروسته په یو ځای کې دمې ته ودريدل، او ټولو په ګډه لږه ډوډۍ وخوړه، چې پدې سره د نوکر پیټی لږ سپک شو.
په همدې ترتیب به شتمن تجار او نوکرانو هره ورځ ډوډۍ خوړله او د نوکر پیټی به کمیدو، خو له ډېرو مزلو وروسته ښار ته ورسیدل، ډوډۍ او خوراک یې هم خلاص شواو هوښيار نوکر له پيټي وړلو څخه خلاص شو.
د شتمن تجار نورو نوکرانو به په ښار کې د مالونو پېټي ګرځول خو هوښيار نوکر به یوازې سيلونه کول.
هدف: که تاسو هم په ځوانۍ کې لږ زحمت وباسئ او په ځان لږ بوج تېر کړئ، نو راتلونکی به مو روښانه وي.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول کيږي
په څاه کې دننه سړی
ځمکه
ځان کامياب کړئ
وطن – ملت – بيرغ او د ټولو سره مينه
کتاب او فس بک
په ځان باور څومره مهم دی؟
نديم

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /