هیڅ دې له لاسه نه دي ورکړي!

نور عمر
[pukhto]
له ستونزو څخه تېښته مکړه!
که ته غواړې پرمختګ وکړې نو دا باید له ذهن نه اوباسې چې له ستونزو نه په تېښته له ستونزو خلاصېدل نه شته، ځکه که ته له ستونزو وتښتېدې دا به نه یوازې تا تر شاه ستونزې پرېښې وي، بلکې یو داسې څه ته به دې د ځان پسې لار ورکړي وي چې هغه به تر مرګه یا ستا ترمنزله تا پسې وي او ته به ترې مخکې منډې وهې، خو که ته له ستونزو نه د تېښتې پرځای د هغې حل لاره وګورې او حل یې کړې نو ته به تر منزله ډېر په هوسا او ارام شکل ورسې.
ژوند ته دې ښه بې درېغه وګوره!
په دې مانا: زمونږ تېر زمونږ ماضي او د نن ورځې تاریخ دی، نن ورځ یوه ډالۍ ده او سبا نامعلومه ده.
که مونږ په دې وپوهېدو چې تېر پسې سرخوږي باندې هیڅ لاسته نه راځي نو یوه ښه پرېکړه به مو کړې وي. یوازې یوه پرېکړه به مو نه وي کړي بلکې د نن ورځ سوغات یا ډالۍ چې راسره ده ښه به یې استعمال کړو او د سبا ورځ لپاره به د نن ورځې یو شهکار تاریخ پرېږدو.
که لږ څه هم لرې نو د بل غریب برخه پکې کوه!
دا ډېره ښه خبره ده چې یو څوک دې د خپلې غریبۍ سره د بل غریبي هم په نظر کې ونیسي، که له یوې خوا په ورکړه د انسان جیب تش شي نو له بل اړخه یې زړه له خوښۍ ډک شي او د زړه خوښي په ذهني خوښۍ دلالت کوي، کله چې مو زړه ته خوښي ورسېږي؛ نو په دې وپوهېږه چې هر څه به په ښه شکل ترسره کوې.
سوچ وکړه!
سوچ وکړه او په دې وپوهېږه هغه څه چې په خپل ځای ولاړ وي او د پرمختګ هیله ورسره نه وي هغه په مړو حساب دي. که مونږ او تاسو وګورو چې یو ناروغ ډېر شدید مریض دی او په همدې شدیدتوب کې ولاړ دی، نه یې د ښه کېدو لاره شته او نه مخکې ځي، نو وپوهېږه چې هغه به په لنډو ورځو کې ومري. دلته له دې خبرې زما موخه زمونږ خپل ذهن دی، کله چې مونږ په خپل ځای همداسې ولاړ یو او یو ورځ مو له بلې ښه نه شي نو باید وپوهېږو چې په راتلونکي ورځ مونږ مرو، دا مرګ یوازې جسماني نه دی چې له بدنه مو ساه ووځي او ومرو، بلکې دا زمونږ ذهنیتي مرګ دی، هغه مرګ چې مونږ ته زمونږ دغې نه پرمختګ راکړی، مونږ به هره ورځ د یو نوي څه سره مخ کېږو، هغه به مو زړه غوښتل غواړي، خو مونږ به یې د ترلاسه کولو وس نه لرو. همدغه به د دې لامل شي چې مونږ به هره ورځ مرو، ځکه هره ورځ به مو په یو نوي څه سترګې لګي خو ترلاسه کول به یې راته ناشوني وي، خو که مونږ پرمختګ ته قدم مخکې کړ نو هره ورځ به داسې یو، لکه ټوله دنیا چې مونږ ته جوړه شوي وي.
هر څه ته لاس مه اچوه!
جک ما په خپل کتاب هېڅکه مه تسلیمېږه کې وايي که چرته فیل ګڼ میګیان چې یو خوا او بل خوا وي، په خپلې یوه پښه مړه کول وغواړي؛ نو ښايي پښه یې ماته شي. زمونږ سوژه هم همدې ته ورته ده، که مونږ هم د یو څه په ترلاسه کولو کې بل څه ته لاس واچوو، نو دواړه به له لاسه ورکړو.
نن نه نو کله!؟
زه خپله هم ډېر وختونه له داسې حالاتو سره مخ شوی یم چې یو کار راته پروت وي خو زه وایم چې ځه لږ وروسته به یې وکړم، کله چې وروسته راشي نو بیا وایم چې ځه بل وخت به یې وکړم، همداسې راته پاتې شي، کله چې مونږ په دې پوهېدو چې مونږ د دې کار ترڅنګ نور کارونه هم لرو؛ نو سمدستي د همدغه کار د ترسره کولو لپاره بډې رابډوهو، مونږ باید له ځانه دا پوښتنه وکړو چې نن نه نو کله؟ دا مونږ په دې پوهوي چې د کوم کار وخت تا تعین کړی نو په هماغه وخت یې سرته ورسوه، چې د بل راتلونکي کار وخت په دې کار ونه نیسې.
زړه غټ کړه!
کله چې ته د یو څه د ترسره کولو لپاره هوډ لرې، نو ته باید د هغې لپاره منظم پلان ولرې او په دغه پلان کې د کار ګټه، تاوان، وخت، د ځان توان او وسایل په نظر کې ونیسې، دا به ډېره د مایوسۍ خبره وي چې زه وروسته د پلان نه مخ اړوم او د خپل پلان د ترسره کولو نه ډډه کوم، دغه کار یوازې هغه څوک کوي چې هغوی دوه زړي دي، هغوی وېره احساسوي او دا وايي که چیرې زه دا کار ترسره کړم؛ نو ما ته به دغه تاوان ورسېږي او یا به دا وېره ورسره وي چې زه به دغه کار ترسره نکړم او خپل وسایل،وخت،مالي برخه به هسې ځایه شي. هغه کسان چې دوه زړي وي هغوی به هیڅ وخت خپل ټاکلي مرام ته ونه رسي.
هیڅ دې له لاسه نه دي ورکړي!
که ته په ژؤند کې د ډېرو ماتو سره مخ شې، هغه که مال، وخت، وسایل، فزیک او دې ورته نو مسایل وي، نو دا به ماته نه وي خو که ته دا هرڅه لرې او خپل ذهني پیاوړتیا او پر ځان باور له لاسه ورکړې؛ نو دا به تر ټولو ستره ماته وي، د بېلګې په توګه: که یو هېواد خپل هر څه له لاسه ورکړي او بودیجه یې خوندي وي، نو ته څه فکر کړې په دې بودیجه به هغه خپل له لاسه ورکړي شیان بېرته لاسته رانه وړي؟ زمونږ ذهن هم همداسې وبوله، زمونږ ذهن زمونږ د ځان بودیجه ده، کله چې مونږ خپل ذهن له لاسه ورنکړ؛ نو په دې وپوهېږه چې هیڅ دې له لاسه نه دي ورکړي.
نورو سره له مینې کار واخله
باوري اوسه چې انسان د مینې محبت نوم دی، کله چې ته د نورو په بد وخت کې هم له هغوی سره مینه وکړې؛ نو لیرې به نه وي چې هغوی به هم ستا په بد وخت کې تاسره مینه کوونکي اوسي. د انسان فطرت داسې دی، هغه سره که څوک ښه وکړي نو دا هم ورسره ښه کوي، خو که چا ورسره بد وکړل نو بیا یې هیڅ وخت له ذهن نه نه ووځي. یوه خبره یاد ساته چې ته باید د داسې انسانانو له طبقه بندۍ نه ونه اوسې، ته باید هر وخت د نورو سره مینه کوونکی اوسې.
باوري اوسه چې شتمني پیدا کېدل هم د ذهن انشقاق دی!
زمونږ او ستاسو اصلي شتمني زمونږ ذهنیت دی، کله چې زمونږ ذهنیت د نورو پر وړاندې قوي او دقیق ؤ، نو ته وپوهېږه چې اصلي شتمن هم ته یې! هر څه د ذهن زېږنده ده، هغه که پیسې ګټل وي او که عزت، کله چې زمونږ ذهن پاک او مثبت ؤ، نو مونږ شتمن هم یو او عزت لروونکي هم.
شکست وپېژنه!
ته باید پوه اوسې چې شکست هم په دوه ډوله دی، لومړی هغه چې فکر یې کړی او عمل یې نه دی کړی، دوهم هغه چې عمل یې کړی فکر یې نه دی کړی، کله چې مونږ په دې وپوهېدو، نو په مستقیم ډول دا هم راته څرګندېږي چې مونږ باید له فکر مخکې څه وکړو؟ او له عمل مخکې څه وکړو؟
دا یاد ساته ستا هره کړنه الله ج ګوري!
دا خبره به نه یو مسلمان بلکې هر مخلوق ته د منلو وړ وي چې الله ج ما ګوري، زمونږ زیاتره کړنې د اشخاصو نه په پټې وي؛ خو له الله ج مو هیڅ پټ نه دي. مونږ او تاسو که په دې وپوهېدو چې زمونږ کړنې یوازې الله لره ښکاره دي، نو ډېر ژر به هغه کارونو ته دوام ورکړو چې ښه وي، ځکه الله ج مونږ نه یوازې د ښه کارونو د کولو تمه او توقع لري.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي