واده د خوښې ګناه نه ده

عزت الله منصف
[pukhto]
يو چېرته مې لوستي وو چې کوم خارجي له يو پښتون پوښتنه کړې وه چې پښتو راته په لنډو کې معرفي کړه، پښتون په ځواب کې ورته ويلي وو چې پښتو يوه ژبه ده چې د يوې جغرافيې لسګونه ميليونه وګړي پرې خبرې کوي او مهمه دا چې پښتو يوازې ژبه نه بلکې د همدې پښتو تر نامه لاندې د قوانينو شفاهي ټولګه ده، چې د ډېرو کارونو د ترسره کولو لپاره اړتيا ده چې پښتو ته وکتل شي او چارې دې له دې اصولو سره برابرې شي.
مثلآ که واده کوو بايد په پښتو برابر وي، له لور نه خو پوښتنه نشته او د کوم زوى هم که چېرته تندى ډېر کار وکړي چې ويې پوښتي بيا هم د چا په خوله پياز وخوړل شي او له چا صرف د دې لپاره پوښتنه وشي چې د دوى په اصطلاح څومره بې شرمه دى يعني که زوى يې وويل، څه چې ستاسو خوښه وي زما خوښه ده نو کاکه سړى دى کنه تر ده بل نافرمانه نشته.
د څو لسيزو جګړو موږ ذهنآ تشدد پسند کړي يو، د مينې احساسات يې را وژلي دي او ځينې يې خو يې حتى مينه کول سور کفر ګڼي، زه مينه زړه نه زړه ته د لارې په نوم پېژنم په شرعي نکاح سره د يوې جوړې د خوښې ژوند په نوم يې پېژنم ، چې زما دې تعريفونو مينه او يارانه راته جدا کړې ده، نو اوس که څوک وغواړي يو سنت عمل د طرفينو په کامل رضايت ترسره شي ښه ده که د پښتو، مور و پلار او کورنۍ په خوښه د طرفينو په نا رضايت سره ؟
مالومه ده چې کوږ ورى تر منزله نه رسېږي، او دا پيوستون چې د زړونو پر ځاى د وجودونو دى، ښه نتيجه به ور نه کړي، کورنى تاوتريخوالى به موجود وي، جوړې به يو بل ته ناخوښې وي له همدې امله به يو بل ته تېرېدل او ناز وړل نه وي، مينه به نه وي او دا هر څه د دې لامل ګرځي چې ګډ ژوند د مينې په خلاف د کرکې رنګ غوره کړي.
د دوى ترمنځ شخړې په کورنۍ او په راتلونکي ماشوم منفي اغېز کوي چې دا ډېره دردوونکې خبره ده، بنجامين فرانکلين وايي چېرته چې بې مينې ودونه کېږي هلته بې واده مينې هم پالل کېږي، چې همدې دليل ته په کتو د يوې کورنۍ د خپلسرې پرېکړې له وجې ټولنه او ځوانان بې لارې کېږي چې يوه لويه اخلاقي ستونزه پيدا کېږي د پښتو تر نامه لاندې د اصولو ډېرې داسې بېلګې هم شته چې سړى پرې ووياړي مثلآ مېلمه پالنه د پښتو يو منل شوى اصل او دود دى، پښتون مېلمه ته خوشالېږي او تر وسه وسه يې احترام کوي حتى د خداى دوست يې ګڼي، پښتانه او پښتو موږ نبايد په داسې ليکنو خلکو ته متنفر او تشدد پسند ورمعرفي کړو خو غضنفر صيب د مفکرو انسانانو لپاره څو خويونه وړاندې کړي چې د هغې له جملې يې يو دا وو چې مفکر هغه څوک دى چې منل شويو نظرياتو باندې شک وکړي او هر څه په پټو سترګو ونه مني.
موږ پښتانه يو متل لرو چې وايي مه کوه هغه کار، چې کړى دې نه وي نيکه و پلار، دا متل موږ په زړو او له ډېرو مودو راپاتې شويو نظرياتو او کارونو پورې منحصر کوي او له جديد او عالي فکر کولو څخه مو بې پروا کوي.
د همدې په خاطر پکار ده چې د خپلې ټولنې د پرمختګ او د اجتماعي ژوند د بسياينې لپاره خپلې ستونزې خپلو خلکو ته ور وپېژنو او د حل په موخه يې خپل ځان او نور عمل کولو ته وهڅوو د دې لپاره چې کورنۍ تاوتريخوالى حد اقل کم شي، ژوند د مينې رنګ خپل کړي، ذهنآ ارامښت پيدا کړو، ماشوم مو ښه وروزل شي او ټولنه له اخلاقي فساده وساتو پکار ده چې ودونه د وجودونو د يو ځاى کولو پر ځاى د زړونو يو ځاى کول شي او ذهنونه دومره مينه پرست شي چې بيا کومه پښتنه خپل اه داسې څرګند نه کړي چې :
واده د خوښې ګناه نه ده
خويندې دې ولې پېغورونه راکوينه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي