واليان نوي کارونه کوي
[pukhto]
خوشال خلیل
دې ورځو کې موږ د ځینو والي صاحبانو عجیب او غیر معمولي حرکتونه ګورو، چا چوکۍ په اوږه کړي لکه یو عادي کس نورو سره کار کوي، څوک بازار کې ګرځي او عامو دوکاندارانو سره بانډار کوي، څوک شخصي جامو کې راوځي او د خلکو حال احوال معلوموي. نن مې د تخار د والي عکس ولید چې د یو معلول بچی عریضه ور وړي او دی د هغه حالت ته په کتو ژاړي.
زموږ ټولنه کې چې د سیاستوالو او چارواکو اعتبار او حیثیت سخته صدمه لیدلي ده، اکثره خلک د والیانو دغو کارونو ته د شک او ریاکارۍ په سترګه ګوري، خلک ملامت نه دي چې داسې فکر کوي، ځکه دلته د والي کیدو، رییس کېدو اساس داسې کېښودل شوی دی چې څوک چارواکی شي هغه باید له خلکو متفاوت اوسي، کلانکاري، دبدبه او روب داب ولري، اوس چې دا غیر معمولي کارونه ګوري باید هم تعجب وکړي.
داسې به وګڼو چې دا خلک رښتیا هم ریا کاري کوي، خو ایا تاسو فکر نه کوئ چې دا څومره عالي ریاکاري ده، د چارواکو هر حرکت او کړه وړه ټولنې ته پيغام لري، دوی له دې لارې د خلکو هغه پخوانی تصور چې چارواکی ګني کوم فوق العاده مخلوق دی بدلوي.
دوی په دې کارونو خلکو ته ښيي چې دنده یې دبدبه، کلانکاري او امریت نه دی، بلکې دوی د خلکو له منځه د خلکو د خدمت لپاره غوره شوي دي، ممکن دوی په خپلو چارو کې بریالي نه وي، خو له اخلاقي پلوه موږ ګورو چې دا د حکومتولۍ په برخه کې لوی بدلون دی چې را روان دی.
پخوا په ټول پارلمان کې یو بشر دوست دغسې چمونه کول هغه ته لیونی ویل کېده، ځکه دلته تنظیمي او لنډغري فرهنګ شرم نه بلکې افتخار ګڼل کېده، نن چې څوک دغسې لنډغري کوي د خلکو له شدید عکس العمل سره مخ کېږي.
د چارواکو په اړه دغه نوی تصور چې باید څنګه اوسي په عامیدو دی او له دې سره خلک په اسانۍ چارواکو سره تماس نیولی شي او په زغرده خپله خبره کولای شي، خلک زړور کېږي چې ناخوالو پر وړاندې ژر عکس العمل وښيي، دوی د نورو چارواکو لپاره هم الګو یا رول ماډل کېدای شي چې د خلکو زړونه په زور نه په عاجزۍ او خاکسارۍ ترلاسه کولای شي.
کله چې موږ دا ومنو چې دلته، فساد، تنظیمي او لنډغري یو فرهنګ ګرځيدلی دی، نو د دغه ناوړه فرهنګ ختمول د یوې ورځې کار نه دی، دغه ډول حرکتونه او کړه وړه یې پيل دی ولو که ریاکارانه وي، خو ښه او بختور پيل دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي