67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

وروسته پاتې یو

عزت الله ځواب

[pukhto]

مونږ لاپې- شاپې ډېرې کوو،خو د عمل تکړه نه يوو.

د جنګونو په تاریخ ویاړو، خو د پرمختګ او ژوند جوړېدو فکر نه کوو!

نیکونو مو دا کړي او هغه کړي، هلکه تا خپله څه کړي !؟

په ۱۹۱۹ کې افغانانو له انګریز خپلواکي واخیسته، خو انګريزان په خپلو ستراتیژ یو کې برلاسي دي.

مونږ سیاسي خپلواکي واخیسته، خو اقتصادي خپلواکي نه لرو !

دانګریز سوټې (پاکستان) د ټولې نړۍ وسلې زمونږ په خاوره او خلکو امتحان کړې.

ولې له خپلو ناکامیو څه نه زده کوو؟

په پرېمانه اوبو کې بې برقه، په شته وطن کې بې کوره! …وږي، تږي، اخر تر کومه؟

که ولسمشر محمد اشرف غني اقتصادي پالیسۍ او طرحې جوړولای شي،   د هېواد د اړتیا وړ توکو د واردولو بدیل دې پیدا کړي.

د دې سپین ږیري قدر او له ده سره مرسته پکار ده، چې له نړېوالو اقتصادي اختیارات خپل کړي.

بايد خپل توليد ولرو!

دا څنګه نه منو چې څلوېښت- پنځوس کاله مخکې مو په هېواد کې درمل جوړېدل او اوس یې سره د دومره نړېوالو ملګرو نه شو جوړولای؟

هغه ګاونډی چې څلور لسيزې یې ستا کور لکه د اور تنور ګرم ساتلی، شپه او ورځ باروت او واسکټونه رالېږي، څه فکر کوئ هغوی به موږ ته د روغېدو ګولۍ راکړي؟

ړوند یو وار امسا ورکوي، خو مونږ په پټو سترګو پرديو دلالانو پسې روان یوو!

همدا اوس زه خجالت يم، چې په جېب کې مې کلدارې دي.

دا یوازې موږ او تاسې نه یوو، د هېواد په ډېرو سيمو کې راکړه ورکړه په کلدارو ده، په ځينو ځايونو کې په تومنو او نور بازارونه ډالرو نيولي!

خلکو او دولت دواړو نورو ته ارزښت ورکړی!

افغانۍ زمونږ ملي کرنسي ده، ملي هویت دی.

د افغانۍ د ارزښت د لوړولو لپاره باید ددې د چلند ساحه پراخه شي.

افغانۍ دوران نه کوي، د یو لاس نه بل لاس ته نه ځي، یواځې په بانکونو او صرافۍ کې تبادله کېږي، هغه هم داسې چې د نړۍ هېڅ پیسه کې غټې او وړې نشته، دلته صرافان او بانکونه میده افغانۍ د غټو په بیه نه اخلي.

افغانستان بانک دې ددې پوښتنه وکړي! د صرافۍ تور بازار دې نوره خپل سري نه کوي.

نور نو د سرونو د ورکړې پر ځای باید له سرونو کار واخلو!

د خپل حکومت پښې ونه وهوو! ملاتړ يې وکړو!

که مونږ په بهرنيو شيانو بندیز نه شو لګولای، دومره خو کولای شو چې په خپلو خلکو کې ملي احساس او جذبه ژوندۍ وساتو!

ځوانان کار ته وهڅوو او ورته ووايو چې د دې (تورکوني) له ناولي کيک نه خپل جواری او ماسته ښه دي!

زمونږ علمای کرام، ملت پال او روڼ اندي باید د ټولنې په اخلاقي او ملي روزنه کې برخه واخلي!

دا ډېر شرم دی چې په ښارونو کې د پنجاب مبتذل فلمونه او فاحشې ډرامې خلکو ته په موبایلونو کې اچول کېږي او سې ډیانې ازادې خرڅېږي.

د ننګرهار له اطلاعاتو او کلتور رييس نه چې پوښتنه وکړې وایي: زه پرون له تبلیغ نه راغلم.

هېڅوک خپل مسولیت نه پېژني، موږ هم نيوکې کوو او حل لارې نه لرو!

را ځئ هر يو په خپله برخه کې مټې راونغاړو، نوښت وکړو او خپل ولس له روان بحران نه وباسو!

په همدې هيله

[/pukhto]

خوښ یې کړئ

اړوند مطالب

لېونی
سم مزل نه شو کولای
د لغمان والي ښاغلی ننګ صاحب
ډېر به مو نه وي اوريدلي!
سپین زمریان
د ژوند لويه هستي (پلار جان)
د کاروان پر پله
سملاسي مشاعره

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /