وعده

لنډه کيسه/ ګلستان تمیم
[pukhto]
د جمعې سهار لس بجې به وې چې مبایل مې وشرنګید، تر څو مې له جیب نه
را اخیسته نو زنګ بند شوی و، نمبر د پاکستان و.سم له واره مې
ورته زنګ ووهه .
ـ بلې، څوک خبرې کوئ ؟
ـ ما نه پیژنې؟ هاهاها.
په غږ شکي شوم، خو دا چې نمبر د پاکستان و، نو حیران شوم.
ـ وبښۍ ومې نه پیژندې ؟
ـ سلګۍ یم مړه: دا په تا لا څه شوي، دومره ژر دې مغزو کار پرېښود ؟
ـ او، معاف که، ښه نوبالاخره پاکستان ته ورسېدې ؟
ـ هو د وعدې مطابق راغلم .
ـ ګوره چې تللې نو ماته خو به دې ویلي ؤ، څو ورځې دې ټیلفون بند و، ظالمې له اندیښنې دې مړ کړم.
ـ نورې خبرې پریږده ، ته به داسې وکړې چې همدا اوس به پیښور ته راروان شې،
سمه ده ؟
ـ سمه ده ، خو ولې ؟
ـ ددې لپاره چې سبا به ما او تا ملاویږو، بس دی ډیر انتظار مې ستا لیدو ته وکړ.
لږه شیبه غلی وم، ومې ویل: سمه ده انشاالله چې در ځم.
ـ ضرور راشې زه به په تمه یم، اوس دې الله مل شه .
او له همدې سره یې اړیکه پرې شوه.
سلګۍ راسره درې مياشتې وړاندې د تیلفون له لارې بلده شوې وه، یوه ورځ په دفتر کې ناست وم چې موبایل ته مې زنګ راغی، شمېره مې ونه پیژنده خو ځواب مې ور کړ، بلې سلام
یو څو شیبی مې ځواب وانه ورید ، بیا مې وویل څوک خبرې کوئ؟
ـ مریم سره مې کار دی، مبایل ورکړئ!
– نه قربان : داد مریم شمېره نه ده تاسو غلط شوي یاست .
په کړس – کړس یې و خندل. حیران شوم، فکرمې وکړ لکه چې خبره مې غلطه وکړه، خو هغې ژر خبره پیل کړه:
ـ ته خو داسې نرم نرم غږیږې لکه ته مې چې سکه د ترورۍ زوی یې؟
– ګورۍ، هرڅوک چې یې خو، وړاندې مې وویل چې داد مریم شمېره نه ده، نو لطفاً مزاحمت مه کوئ، وخت نه لرم بوخت یم، سمه ده ؟
ـ ټیک شوه چې اوس مصروف یې نو زه بیا بل وخت ستاسو احوال اخلم .
ـ نه، هیڅ ضرورت نشته، هیله کوم نور ماته زنګ ونه وهئ.
د تلفون لیکه مې ورباندې پری کړه اوبیرته په خپل کار بوخت شوم .
سبایې بیا په هماغه وخت له هماغه شمېرې نه زنګ ووهه خو پورته مې نه کړ،
څو شېبې وروسته یې بیا زنګ وواهه او چې څنګه مې اوکې کړ نو په غوسه یې وویل:
ولې تلیفون نه ځوابوې؟ دومره غرور مه کوه ښه جي .
له ځان سره مې وویل چې دې ته اوس څه ووایم؟ د تلفون لیکه لا هماغسې وصل ده چې بیا یې غږ کړ :
تاسو اورئ جناب ؟
ـ هو اورم مهرباني وکړئ، څه خدمت دې کولی شم ؟
ـ هیڅ خدمت مه کوۍ صیب! داراته ووایې چې ستاسو نوم ؟
ـ زما په نوم څه کوې ؟
ـ ستاسو نوم مې پکار دی نو ځکه پوښتنه کوم ؟
ـ ښه درته یې وایم، خو ته ولې له ماسره خبرې کوې ؟
ـ که ریښتیا ووایم نو ستاسو د خبرو هاغه پرونۍ لهجه مې ډېره خوښه شوه، غواړم تاسو له نېږدې و پیژنم .
ـ کومه لهجه ؟
ـ ( نه قربان) همدې خبرې راته خوږ کړې نوره هیڅ خبره نشته. خیر دی اوس خو راته څه ووایه!
ـ زما نوم سلیم دی او په یوه دولتی دفتر کې کار کوم.
ـ ښه ډیر ښه، زه هم سلګۍ یم، پوهنتون نه فارغه یم،خو تر اوسه کومه دنده نه لرم
ـ کوم پوهنځی مو لوستی ؟
ـ سږکال دننګرهار له ادبیاتو فارغه شوم او تاسو ؟
ـ زه هم په یوه خصوصي پوهنتون کې وروسته له وخته ژورنالیزم وایم بس اخري کال مې دی.
ـ هاهاها تقریباً رشته مو یوه ده.
ـ هو، دواړه سره نیږدی دي، خوستاسو دا لهجه راته پاکستانۍ ښکاري ؟
ـ ریښتیا هم مونږ ډېر عمر په پاکستان کې تېر کړیدی، هملته لویه شوې یم.
ـ یوه پوښتنه ؟؟
ـ مهرباني.
ـ واده مو کړی ؟
ـ هاهاها، نه: اوس اوس له پوهنتونه فارغه شوم
ـ ښه سمه ده
***
له دې وروسته له هغې سره خبرې کول راته په عادت بدل شو، خو دا عات زموږ د دواړو مشترک و.
یوه ورځ یې راته وویل: ظالمه! زما لیدو ته دې سودا نه ده؟ نه غواړې له نږدې سره ووینو؟
ـ ولی نه! زړه مې همدا غوښتل خو تاته مې نشوه یادولی او په دې تمه وم چې دا غږ را باندې ستا له خوا وشي.
ـ ښه نو چې زما بلنې ته منتظر یې، باید نور هم انتظار کې پاتې شئ، زه
اوس څه مشکلات لرم.
– ولې؟
ـ ګوره زما ګلابه! زما زړګیه ته مه خفه کېږه! چې موقع په لاس راغله نو سره ګورو، خو لږ نور انتظار هم په کار دی.
له هغې سره مې د سلام کلام پوره درې مياشتې شوې وې او هره لحظه مې د هغې د دیدن په انتظار کې تېرېدله.
یوه ورځ مې ورته وویل: څنګه شو ستا مشکلات ختم نه شول ؟
په خندایې وویل لکه چې صبر دې تمام شو زړګیه ؟
ـ نه خو ډېر وخت وشو کنه.
ـ زه به تاسره ضرور ملاویږم خو دلته نه.
ـ نو چېری ؟
ـ په پیښور کې .
ـ ولی دلته ؟
ـ دلته به زما اوستا ملاقات داسې وي چې یواځې د لرې نه به ته ما او زه تا وګورم، خو زه داسې لیدل نه غواړم .
ـ نو څه غواړې ؟
ـ زه غواړم چې یوه مکمله ورځ له تاسره وګرځم او دا کار یوازې په پیښور کې کېدای شي.
ـ څه وخت پیښور ته ځې او د څه لپاره ؟
ـ ډیر ژر،له مور سره مې د ماما کره ځم.
ـ سمه ده، زه به په تمه یم .
دڅلور ورځو راهیسې یې تیلفون بند و، پرېشانه وم. داسې څوک نه و چې د هغې پوښتنه مې ترې کړې وای. یو دم د هغې پخوانۍ خبره ذهن ته راغله (د مور سره مې د ماما کره ځم) او له دې سره سم مې د پیښور په لور حرکت وکړ.
چې تورخم ته ورسېدم نو د خپل (جاز ) پاکستانۍشمېرې نه مې ورته زنګ ووهه
او ورته مې وویل دا زما شمېره ده کولی شې چې له ځان سره یې ثبت کړی.
په خواږه غږ یې وویل: په خیر راشې د ځان خیال ساته. نورې خبرې به په پیښور کې وکړو.
ماښام اذانونو سره سم په بورډ کې له موټره کوز شوم، د یوه ملګری دوکان ته ورغلم چې لا له وړاندې زما په تمه و، له روغبړ وروسته د شپې لپاره له هغه سره لاړم او چې څنګه مو د شپې ډوډۍ وخوړه نو د سلګۍ زنګ راغی:
ـ سلام، را رسیدلی یې؟
ـ هو مننه په خیر رارسیدلی یم.
ـ په لاره کې خو په تکلیف نه شوې ؟
ـ نه،ښه راغلم، خو دا راته ووایه چې سبا څه وخت او چېرته ګورو ؟
ـ مممممم سبا به په (نوتیه) کې په نهه بجو وګورو .
ـ او بیابه چېرته ځو؟ ګوره! زه په پیښورکې دومره بلد نه یم.
ـ هیڅ فکر مه کوه زه خو درسره یم کنه یار.
– بیا هم، راته ووایه!
ـ ښه، اول به باغ ناران ته لاړ شو بیا سردریاب ته له هاغه ځایه چې راشو بیا به شاهي باغ ته ځو اوما زیګر ناوخته ( چاچا یونس پارک ) ته ځواو وروسته به الله پاماني وکړو سمه ده ؟
ـ هو سمه ده، خو دا هم ووایه چې څه ډالۍ درته واخلم؟ اخر اول ملاقات دی کنه.
ـ نه، هیڅ هم نه غواړم، فقط ته راشه دا ډېره ده.
اړیکه یې پرې شوه، کمپله مې په سر کش کړه خو سترګې نه پټیدې، لکه د کال تر ټولو اوږده شپه چې همدا وي.
د سهار چای څښلو نه وروسته مې له ملګري رخصت واخیست، ټوله لاره مې د هغې نالیدلي تصویرونه په خیال کې جوړول را جوړول، ټاکلي ځای ته ورسیدم. چې کله نهه بجې شوې نو له وعدې سره سم مې ورته زنګ وواهه، خو شمېره یې بوخته وه، فکر مې وکړ کېدای شي له کومې ملګرې سره به خبرې کوي او وروسته شاید ماته زنګ ووهي، خو زما اټکل سم نه ؤ، خبرې ډېرې اوږدې شوې او آن تر پنځلس دقیقوشمېره مصروفه وه او همداسې پسې مبایل هم بند شو له ځانه سره مې وویل کېدای شي چې چارج یې خلاص کړی وي او چې کله چارج شي نو بیابه زنګ ووهم.
دوه ساعته تېر شول خو مبایل بند و، دولس او بیا یوه بجه شوه خو حالات د تېر په څېر ول.
یو ساعت مې نور هم انتظار وکړ، نږدې مې موبایل په زمکه ویشتلی و. دوه بجو نه وروسته موټر ته پورته شوم او مخ په تورخم راروان شوم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي