67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ولسمشر ته د شربت ګلې لیک

د نجيب ننګيال له فسبوکه

[pukhto]
د افغانستان د اسلامي جمهوریت محترم مقام جلالتماب محمد اشرف غني
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
په چارو کې مو بریالیتوب او سرلوړي غواړم
جلالتماب ولسمشره!
زه نه پوهېږم له کومه یې پیل کړم، په کومو الفاظو له تاسې مننه وکړم او په کومه ژبه مو ستاسې د شفقت شاهدي ووایم. تاسې پوهېږئ، نړۍ هم پوهېږي؛ چې د شربت ګلې ژوند له کوچنیوالي تر زړښته ټوله غمجنه کیسه ده. نړۍ دېرش کاله مخکې هم زما په حال ژړل، دېرش کاله وروسته یې هم وژړل. که کوچنۍ وم، یتیمه وم. کډواله وم. کالي مې شلېدلي او د وخت جبر ته مې حيران حیران کتل. را لویه شوم. ډېرې بدې ورځې مې ولیدلې. کونډه شوم. خاوند مې د تور زېړي له امله ومړ. ما د خپل ټول شهرت سره سره خپل افغاني غرور وساته او هیچا ته مې د سوال لاس اوږد نکړ. خپله په تور زېړي اخته یم. زما د کوچنیوالي عکاس مې له ناروغۍ خبر شوی و، څه نا څه کومک یې را سره وکړ. یوه سرپنا یې را ته برابره کړه. په وروستیو کې مو غوښتل د خپل وطن په لوري ولاړه شم. خو بدبختانه زما د ژوند تراژیدي یو وار بیا د رسنیو د سر ټکی شو. د پاکستان د حکومت لخوا په یوه داسې جرم ونیول شوم چې اصلا په دې نه ارزېده دومره دې ازار کړای شم. دا چې زه افغانه وم او له ټول نړېوال شهرته برخمنه وم نو یې له ما د سیاسي اهدافو لپاره لویه کیسه جوړه کړه او زما ډېره عادي سهوه یې د یوه لوی جرم په شکل انعکاس کړه. د ۱۴ کالو د قید سزا یې را ته ومنله او له خپلو کوچنیو اولادونو یې د زندان تورو تمبو ته واچولم. دا مې د ژوند یوه بله ترخه خاطره ده چې هیڅکله به مې هېره نشي. خو خوشبختانه، د خدای په دربار کې په ملیونونو ځله شکر چې مونږ اوس د یوه داسې حکومت او ولسمشر څښتنان یو چې د خپلو وګړو دفاع یې لومړیتوب دی. ستاسې ځانګړي استازي محترم عمر زاخېلوال صیب د خپلو بیخي ډېرو هلو ځلو او ساعت په ساعت زما د احوال اخیستلو سره دا ثابته کړه چې هغه یو فعال ډيپلومات او خواخوږی مشر دی. هغه واقعا ستاسې بهترین استازیتوب وکړ. زه د سفارت موظف ټیم هر یو ښاغلي نسیم کاکړ او د کډوالو اتشې رئیس محترم عبدالحمید جلیلي څخه د مننې لپاره الفاظ نلرم چې زما د قېد په ټوله موده کې یې یوه دقیقه هم غفلت ونکړ او هر وخت یې زما د راخلاصون لپاره منډې وکړې.
مهربانه ولسمشره!
په ډېر درنښت هیله درڅخه کوم چې د دې وطن د یوې کونډې په حیث زما د اولادونو د تحصیل غم وخورئ. نه غواړم چې زما اولادونه دې هم زما په څېر غمجن او له اوښکو ډک ژوند ولري. دا به ستاسې لوی احسان وي چې زما په نامه یو خیریه صندوق پرانیزئ او د یتیمو ماشومانو تر څنګ د کونډو مېرمنو سره د مرستې لپاره کار ځنې واخلئ. دا به ما لپاره د خوښۍ ځای وي چې زما ولسوالۍ پچیرو اګام ته پکې لومړیتوب ورکړئ.
په پای کې زه ستاسې د مهربانۍ، زما څخه د دفاع او ستاسې د ځانګړې مېلمستیا بې حده ډېره مننه کوم. خدای دې مه خواروه، پاچاهي دې روانه، وطن دې په امن کې شه.
شربت ګله

[/pukhto]

2 خوښونې

اړوند مطالب

که له نړۍ ځان خبروئ!
خوله سمه خوځوه!
ډير به مو نه وي اوریدلي-لمړۍ برخه
ژوند ښکلی دی
وطن – ملت – بيرغ او د ټولو سره مينه
توره هديره
هدف ته رسېدونکی يې!
ګټورې لارښوونې

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

نوومبر 2016
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930  
« Oct   Dec »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /