ویکيپيډیا څومره د باور وړ ده

ژباړه: نجیب منلی
[pukhto]
نن سبا که څوک غواړي چې د یو نوم سمه بڼه یا یوه نېټه پيدا کړي، نو ویکيپيډیا ته مخه کوي، ډېر کم څوک به وي چې تر اوسه ویکيپيډیا نه پېژني، د هغوی د معلوماتو لپاره به همدومره ووایو چې ویکیپیډیا (http://wikipedia) یو انلاین دایرة المعارف دی چې په دوامداره توګه د کاروونکو له خوا بیا بیا لیکل کېږي.
په بله وینا که تاسې د ( ناپلیون) په اړه پلټنه کوئ او پام مو شي چې ځينې معلومات ناقض یا ناسم دي، کولای شئ چې وېبسایټ ته ورننوځئ، ناسم معلومات سم کړئ او بېرته يې په ډیټابېس کې خوندي کړئ.
طبعآ په دې توګه بدنیتي او غیر مسئول کسان کولای شي چې غلط معلومات خپاره کړي، خو د دې وېبسایټ په ملیونونو کاروونکي هم د یو بل د تاییدونکو نقش لري. که څوک د (ناپلیون بوناپارت)په اړه لیکنه کې ګوتې ووهي او د هغه د مړینې ځای له (سنت هلن) څخه ( سان دیېګو) ته واړوي، نو سمدلاسه به يې نور کارونکي بېرته سم کړي. ( ګومان کوم چې د یو لړ شکایتونو په نتیجه کې یوه څارډله هم ګومارل شوې چې بدناموونکي مواد کنټرول او اصلاح کړي) په دې ډول ویکیپیډیا د امریکايي فیلسوف ( چارلز سانډرس پیرس) نظریات چې په یوه علمي ټولنه کې د یو ډول نېکمرغه هملارې توب اشتباهات له منځه وړي، نویو اکتشافاتو ته مشروعیت وربښي او د حقیقت ډیوه بله ساتي.
خو که دغه متقابل کنټرول د ناپلیون بوناپارت په اړه د مقالې سموالی تضمینولای شي، نو آیا، مثلآ، د ( احمد احمدي) په اړه د معلوماتو کره والی تضمینولای شي؟ خو که بیا هم د بېلګې په توګه د داسې چا په اړه معلومات لټوو چې د ( احمد احمدي ) په نسبت ډېر مشهور وي، خو د ناپلیون شهرت ته نه وي رسېدلای ـ لکه زه ـ نو حال به څه وي، څه موده وړاندې ما د خپل ځان ( اومبرتو ایکو) په اړه لیکنه سمه کړه، ځکه چې یو لړ ناسم معلومات يې درلودل. د نورو له ځانه جوړو شویو خبرو ترڅنګه زما په اړه لیکل شوي وو چې ګواکې زه د دیارلسو خویندو وروڼو مشر وم. دا خبره زما په برخه کې نه، زما د پلار په برخه کې صدق کوي. خو هر ځل چې کنجکاوۍ دې ته اړایستی یم چې د ځان په باره کې معلومات چک کړم، نوي نوي چټیات به مې په کې موندل، نو آخر زه هم ترې تېر شوم.
په دې نژدې وختونو کې چا راته وويل چې زما په اړه مقاله کې راغلي دي چې ما ګوندې د خپل پخواني کار ځای د مشر، ایټالوي ناشر(والنتينو وامپیانو) له لور سره واده کړی دی. دا په هېڅ ډول زما لپاره بدناموونکې خبره نه وه، خو د هغه لوڼو، زموږ دوستانو ( جینیورا) او ( ایمانوېلا) داسې انګېرله، نو اصلاح مې کړه. په دې دویمه واقعه کې دا هم نه شو ویلای چې دا به د یوې مشروعې اشتباه زېږنده وه، لکه زما او زما د پلار ترمنځ د التباس په کیسه کې چې وه. د هېچا فکر ته به هم کله دا خبره نه وي راغلې چې زه دې له دغو مېرمنو سره واده وکړم. د ویکیپیډیا بې نومه لیکونکي غوښتي چې زما په اړه خپل غلط خیالونه خپاره کړي او د هغې د کره کولو هڅه يې هم نه ده کړې.
نو له ویکیپیډیا څخه لاس ته راغلي معلومات څومره د باور وړ دي؟ کله چې زه ترې کار اخلم، نو د مسلکي څېړونکو له کاري تخنیک څخه استفاده کوم: زه له ویکیپیډیا څخه اخیستل شوي مواد لولم او بیا يې له درېیو یا څلورو نورو وېبسایټونو څخه د اخیستل شوو معلوماتو سره پرتله کوم، که يوه خبره درې سرچينې تائيد کړي نو ډېر احتمال شته چې دا معلومات به کره وي، خو هغو د ویکیپیډیا پارازیت (طفیلي) سايټونو ته هم باید توجه وشي چې د ویکیپیډیا ناسم معلومات تکراروي.
يوه بله لار دا ده چې له ويکيپيډيا څخه يو مطلب په دوو بيلا بيلو ژبو کې واخيستل شي. که تاسې په اردو ژبه ښه نه پوهېږئ، نو فرق نه کوي له ايټالوي يا فرانسوي څخه کار واخلئ. (پښتو ژبې لوستونکي کولای شي چې دا جمله داسې تعبير کړي): ( که ستاسې فرانسوي چندان د کار نه وي کولای شئ چې له اردو يا فارسي څخه کار واخلئ ) (ژباړن) که دا بڼې يې له لومړۍ هغې سره توپير ولري تاسې کولای شئ چې دلته يو تناقص ووينئ. کيدای شي چې دا حالت تاسې دې ته وهڅوي چې پاڅېږئ او پر کمپيوټري دنيا له کلک باور سره، سره په کتابتون کې يو چاپي دايرة المعارف ته مراجعه وکړئ.
دا د هغه څيړونکي د کار طرز دی چې دا يې زده کړي چې څرنګه د مراجعو د پرتلې له لارې واقعيتونه راوسپړي. خو نور؟ هغه چې په دې شيانو باور لري؟ هغه ماشومان چې ويکيپيډيا په ښوونځي کې د خپلو کورنيو کارونو لپاره استعمالوي؟ دا هم په خيال کې وساتئ چې هغه څه چې ما دلته د ويکيپېډيا په هکله وويل د نورو سايټونو په برخه کې هم تطبيق کېږي. ما ډېره موده هلې ځلې وکړې چې داسې د کارپوهانو يو کمېټه جوړه شي چې په انټرنيټ کې خپاره شوي مواد وڅاري او د کره او نا کره تشخيص يې وکړي.
خو راځئ په يو بل مثال هم فکر وکړو چې د ناپليون (په ګوګل کې دوه ميلونه وارې پلټل شوی) غوندې تاريخي څېره نه وي. لکه واخلې، يو ځوان ليکوال چې تر پروسږ کال پورې په تيارو کې و، خو د ايټاليې تر ټولو معتبره ادبي جايزه (د سترېګا جايزه) يې وګټله. (پاولو جيوردان) يادوم چې (د اومړيو عددونو يوازې والی) ترسرليک لاندې ناول يې ليکلې دی. په ګوګل کې د هغه نوم ۲۴۲۰۰۰ وارې موندل شوی دی. دا ټول سايټونه څرنګه کنټروليدای شي؟
ما فکر وکړ چې يوازې هغه سايټونه وڅارل شي چې د يوازې يو ليکوال په اړه وي او شاګردان يې اکثره په لټه کې وي. خو که (پيرس) چې ما د دې ليکنې په سر کې ياد کړ، وپلټل شي نو نيم ميلون واره به وموندل شي. ځکه خو دې نتيجې ته رسېږو چې په دغه ځای کې يوه ستر ستونزه شته چې تر اوسه چاره نه لري.
[/pukhto]
بلکل جناب منلی صیب
څویم ځل دی چی د افغانستان په اړه مالومات ایډیت کیږي بلخصوص د ډیورنډ لاین اړوند مسایل او بیا یې زه و اسدالله احمدزی صاحب نبم نیمګړي ترمیموو.