67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

و خاندئ چې ښکلي شئ!

ژباړه / ارش ننګیال

[pukhto]
ستاسو څېره کې د خفګان کرښې ژورې دي که د خندا؟
له بده مرغه زموږ ټولنه کې ژړا نارینه او خندا ښځينه وو ته بده ګڼل کېږي.
د خندا د اغېزو په هکله ټول ډاکټران یوه خوله دي او هېڅوک د خندا له اغېزې انکار نه شي کولای.
ولې د غریبې کورنۍ ښځينه او نارینه ظاهرا بدرنګ او د شتمنو ښکلي وي…؟ دا ځکه چې خفګان د انسان څېره مړاوې کوي او خندا د انسان څېره غوړوي.
ځینې پوهان وایی : خندا یو ښه سپورټ دی او د خندا پر مهال د وجود ځینې غړي حرکت کوي چې همدغه حرکت ته سپورټ ویل کېږي.
ارواپوهان په دې باور دي چې خندا د اړیکو جوړولو تر ټولو غوره وسیله ده. که مو وړو کوچنیانو ته پام کړی وي کله چې یې مور ته نرۍ مسکا هم وکړي مور یې د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي او د کوچني د ساتنې او پالنې ټولې چارې په ښه زړه او په مینه ترسره کوي. حال دا چې کوچني ته خندا يوه مانا نه لري خو مېندو ته ډېرې ماناوې لري.
خندا د غټانو لپاره نورې ماناوې هم لري، کله کله هغه باطني عقده، د غم او درد په کمېدو کې انسان سره مرسته کوي او د زړه بړاس ورسره وځي. خندا د دردونو لپاره مسکن هم بلل کېږي یانې له خندا سره دردونه کمېږي.
خندا انسان ته ارام او سکون ور بخښي ځکه خو هغه خلک چې تل خاندي یا طنز او کمیډ کې مهارت او عادت لري له نورو عامو خلکو نه ډېر ارامه او روغ وي.
خندا په انسان کې رواني انرژي پیدا کوي چې د خفګان، اندېښنو او د عصبي فشارونو ګراف ښکته کوي.
اندېښنې د وجود دفاعي سیتسم کمزوی کوي، د ناروغیو پر وړاندې خپله پیاوړتیا له لاسه ورکوي. خو خندا کولای شي چې ستاسو وجود، د ناروغیو پر وړاندې پیاوړی او ځواکمن کړي.
خندا د زړه فعالیت ډېروي، دردونه اراموي. ارواپوهان وایی : ټوکې او خندا د انسانانو رېښتیني عواطف دي. مثبت او ښه فکر کولای شي چې زموږ خندا او خوشالي ډېره کړي او برعکس منفی افکار اندېښنې او غمونه زیاتوي.
په اوسني نړۍ کې خندا درمل ګڼل کېږي، هغه کسان چې رواني ستونزې لري او منفي بافه دي کېدای شي چې د دغو کسانو درملنه یوازې خندا وي.
که مو تجربه کړې نه وي تجربه یې کړي، له کمیډي فلم یا ډرامې نه وروسته خپل ځان و ارزوئ چې څومر بدلون په ځان کې احساسوئ.
کله مو د هندارې پر وړاندې خندلي او خپلې څېرې ته مو پام کړی دی چې څومره تغیر پکې راځي…؟ همدا لامل دی چې خندا د مخ یا څېرې سپورټ ګڼل کېږي. خندا نه یوازې د څېرې لپاره غوره سپورټ دی .پوهان په دې اند دي چې څومره علم ډېرېږي هماغومره د خندا ګټې ورسره رابرسېره کېږي.
په اوسني بوخت ژوند کې ډير داسې کسان شته چې خندا ترې مروره ده او که څېرې ته یې پام وکړئ نو رنګ به یې خزان وي او څېره کې به یې خفګان له ورایه ښکاري.
کېدای شي څوک و وایی چې خندا هم په بیغمه زړه کېږي او خندا هم انګېزې ته اړتیا لري. دا درسره منم خو ایا فکر مو کړی چې موږ او تاسو ولې سپورټ کوو…؟ موږ تاسو په دې اند یو چې سپورټ زموږ روغتیا او سلامتیا ته ګټه لري. خندا هم سپورټ دی او انګېزه یې هم روغتیا او سلامتیا ده.
د خندا اغېزو ته په کتو سره د نړۍ ګوټ ګوټ کې د خندا کلپونه جوړ شوي دي. د لومړي ځل لپاره د خندا د کلپ طرحه یوه هندي ډاکټر ( مادان کارتاریا) جوړه کړه.
دی هغه کس دی چې د لومړي ځل لپاره یې په ( ۱۹۹۵) کال کې د بمبي ښار په یوه پارک کې د خندا کلپ پرانیسته. پیل کې یې یوازې څلور کسان ګډون کوونکي درلودل خو ډير ژر د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو او کرار کرار د نړۍ هر ګوټ کې د خندا کلپونه جوړ شول، چې خلک یې له کیمیاوي درملونه نه وژغورل.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

دنده
ژوند څه مانا لري؟
هرڅه ښه کیدای نشي!
تئودور مومسن- د نوبل دويم ګټونکی
اوږد کال
د ادبياتو ارزښت
صدقه
که غربت ختم شي؛ له جهالت ژغورل کیږو!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2016
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /