يوګا

رضاءالله ځار
د yoga لفظ په اصل کې د سانسيګريټي yuj لفظ څخه اخستل شوی دی، چې د يوې ټوټې جوړول يا د يو کار سازولو په مانا دی، يوګا تر ميلاد ۷۰۰۰ کاله مخکې په هند کې دود وه.
دا ورزش له ډېر پخوا دود دی او هدف یې د انسان د روحي او بدني وړتیا لوړول دي، يوګا په بدن ډېره مثبته اغېزه کوي.
يوګا په ځان د کنټرول لرلو په مانا ده او يوګا يو داسې تمرين دی چې تاسې پرې خپل فکر، ذهني قوت تر لوړه حده رسوی شئ، د دغه علم (تګلاره) زيات تاکيد پر بدني او ذهني قوت دی.
په شاندیلیوپانیشاد (Shandilyopanishad) کتاب کې يوګا داسې تعريف شوې ده (يوګا د ذهني موجونو کنټرول دی.) له بله طرفه يوګا د ليدلو او سيال کولو په مانا دی، يوګا د ځان او ځان پېژندنې باره کې بحث کوي.
دا تمرين يو شهکار دی، يعنې د چاپيريال اصيل والی او د خپل ځان د نفساني قوې ښکاره کول دي.
يوګا تاسې تر ډيره وخته ځوان ساتي او د حافظې په سالم پاتې کېدلو کې درسره مرسته کوي.
په یوګا کې د سر، غاړې، پښو، لاسونو، ملا، ورنونو، مټو او ګڼو نورو اعضاو د نرمولو حرکات ترسره کېږي.
په نورو ورزشونو کې هم دا کار کېږي خو د یوګا توپیر دا دی چې په تمرکز سره انسان ته فکري ارامتیا وربښي.
يوګا په خپل ځان کې فلسفي کړنې لري، د دې ورزش کوونکي په دې باور دي چې يوګا د انسان دروني ارتباطات منظموي، د يوګا حرکتونه کولای شي د انسان روح ارام کړي او د نړۍ د خلق کوونکي سره يې اړيکه ټينګه کړي.
يوګا په مستقيمه توګه د انسان او طبيعت ترمنځ اړيکه جوړوي، د دې تمرين په کولو سره تاسې خپل د بدن قوت، فکر، روحي سکون او نورې وړتياوې اوج ته رسوئ.
ځيني خلک فکر کوي چې يوګا د جمناستيک د لوبې يوه برخه ده، مګر که تاسې د پوخ عمر لرونکي ياستئ نو تاسې جمناستيک نه شئ کولای خو يوګا کولای شئ، په يوګا کې د عضلو حرکتونه ډېر مهم دي چې ستاسې د بدن د وينې د دوران سيستم کې فعاله ونډه لري، ذهني بوج، دردونه او ستړياوې له منځه وړي.
په يوګا کې د غړو حرکتونه هم شته چې ستاسې غړي قوي کوي، هغه کسان چې د يوګا حرکتونه اجرا کوي تل خوشاله او ذهني قوت يې ښه وي.
په دې تمرين کې تاسې په ارامه تنفس کوئ، دغه ډول تنفس کول ستاسې ذهن او بدن ته زياته ګټه رسوي، هر کله چې تاسې د يوګا ورځني حرکتونه اجرا کړل، نو تاسې به ډېر زيات سکون ترلاسه کړئ او بوج به مو کم شي.
په يوګا کې ټول هغه حرکتونه موجود دي چې ستاسې د ذهن او تنفس په واسطه ترسره کېږي.
د ستړيا په مقابل کې تر ټولو غوره نسخه يوګا ده.
يوګا د د وينې د فشار په کنټرول او د زړه د ضربان په نورمل ساتلو کې ډېره مهمه ده، هغه کسان چې د وينې فشار، د زړه حمله او نورې اړوندې ناروغۍ لري د هغوی لپاره ښه توصيه يوګا ده.
يوګا د ځينو ناروغيو تر ټولو ښه علاج دی لکه د ملا دردونه، د بندونو دردرونه، د هډوکو دردونه، بې خوبي او داسې نور…
په يوګا کې د خوراکونو طبقه بندي:
د خوراکونو انتخاب د انسان په سلامتۍ کې ستره ونډه اخلي، په يوګا کې درې رقمه خوراکونه موجود دي چې عبارت دي له (راجاسي، تاماسي او ساتويک).
په راجاسي کې د ګياوو څخه بغير او د پوره انرژۍ لرونکي خوراکونه موجود دي، د تاماسي د خوراک رژيم له راجاسي او ساتويک څخه جوړ دی، چې په کې د ګياوو لرونکي او نه لرونکي خواړه موجود دي، دغه د خوړو رژيم د هغه کسانو لپاره دی چې کم حوصله وي.
مګر د ساتويک غذايي رژيم کې د ګياوو خواړه دي او لږ څه په کې د درملو هم ګټه اخلي، دغه رژيمونه د يوګا د حرکت کوونکو لپاره توضيح شوي دي، دغه د خوړو ډولونه تاسې ته ذهني سکون درکوي، يو ډول احساس درکوي او د بدن هورمونونه مو د تعادل په حال کې ساتي.
تبصرې
تبصرې بندې دي