67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ټال

خميني سجاد

ډېری ځوانان، پېغلې، ماشومان او نجونې په اخترونو کې ټال اچوي، په نوبت سره زانګي او له همدې شېبو ځانګړی خوند اخلي، دا په کلیوالو سیمو کې ډېره د ارزښت وړ لوبه ده.
نجونې، هلکان او یا د کورنۍ مشر یوه قوي رسۍ (پړی) چې د شلېدو خطر ونه لري، راواخلي او د ونې په یوه کلک منډه، چې د ونې له ډډ څخه په یو څه اندازه فاصله کې وي، کلک وتړي، لاندې ترې د رسۍ دوه سرونه راخطا کړي.
د رسۍ د سرونو پسې د یو میتر او یا له دې کم اندازه لرګی وتړي، لرګی باید کلک وي، ترڅو په نیمايي کې مات نشي، یو یو يې په نوبت ټال ته خېژي او ټال وهي، ځينې وخت سره په ضد شي او یو ځای وټاکي، چې ( که هغه ته ځان هر چا وواهه، نو هغه به ګټلي وي) بیا نو ټول هڅه کوي، چې هدف ته ځان ورسوي.
ماشومان په خپله ټال نشي وهلې، یو بل کس راځي او هغوی ته ټال ورکوي (ځينې ځينې يې له ډېرې خوشالۍ او مستۍ نه په ټال کې کله کېني او کله په ولاړه ټال وهي او نور ورته چغې وهي (خیال کوه، چې ونه غورزېږي) کله کله جوړه ټال وهي او دوه کسه ټال ته وخېژي، یو بل ته مخامخ ودرېږي او ټال وهي، کله چې په ټال وهلو پیل کوي، نو دا سندره هم له ځان سره زمزمه کوي او نور يې ورته چک چک وهي.
ټاله، ټاله زه دې شم
یو ګړی اوبه دې شم
نه څښم د جبې اوبه
خوله به مې تڼاکې شي
ناسور به را په غاړه شي
ټال به رانه پاتې شي
ځینې وخت په ټال کې د جوړه زانګلو په وخت نجونې د ټال یو یو پړی کلک نیسي او نور نه غواړي، چې جوړه سره وزانګي نو یوه بلې ته وایې.
کور دې بېل
کور مې بېل
په همدې ډول ټال وهل روان وي او هر کس په خپل نوبت سره زانګي له همدې شېبو خوند اخلي.
ټال هغه کلیواله لوبه ده، چې د سیمې او زیاتره کلیوال شاعران يې په خپلو شعرونو کې ځای ځای راوړي او خپل شعر ته پرې د ښکلا رنګونه ورکوي، دلته به يې تاسې ته څو بېلګې راواخلم.
راځه چې واچوو ټالونه، د میملې باغ په چنارو کې
جوړه جوړه به وزانګونه د مېملې باغ په چنارو کې

زموږ ترمنځ د محبت بل ثبوت نه دی پاتې
نه هغه توت، نه هغه ټال شته، نه هغه ماشومتوب

په ځان پوی نه شوې ټال دې دومره هواګیر کړلو چې
بنګړي دې مات شول، لوپټه دې هم هوا یوړله

هم یې بېره ده ساتلې هم ټال دی
راشه ستال لېونی اوس هم په خپل حال دی

راوړه بندۍ بندۍ چې وپېرونه
جانانه بيرې ته راځه چې وزانګونه

جېنکو دوی له پېره مه ورکوئ
دوی زانګي نه، په ټال خبرې کوي

جیګه ونه کې به غټه رسۍ واچو
دواړه زانګو به په ټال اختر ته راشه

7 خوښونې

اړوند مطالب

لس ټکي چې د خبرو په ګټلو کې مرسته کوي
نوی پیل
د مطالعې رنګارنګ ميتودونه
مشروعیت
مړه څه شی و یار
‎اووښتی ‎
مارغانو ته مې سودا وي
د سکون ساه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جولای 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« May   Aug »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /