ټکر

عبدالرحمن میوند
غرمه شوې وه، نوي ماډل کرولا موټر کې ټايپ په جګ آواز لږېدلی و.
زه له حاجي سره مخکې سيټ کې ناست وم، موټر په سرعت د کابل په لور روان و.
د کابل – جلال آباد لویه لاره زړه تنګي ده، ځکه یو طرف ته وحشي غرونه او له بلی خوا د سیند ډارونکو څپې د سړي زړه نارامه کوي.
ناڅاپه بل کرولا موټر د کابل له لورې راڅرګند شو چې سیني لاندې يې د تېلو زیړه بوشکه له ځان سره په سړک راکشوله، چې رانېږدې شو مخکې پمپر يې هم ځوړند او څراغونه يې په سړک خواره واره پراته ول.
حاجي ته مې وویل موټر ورو کړه حتمي کومه پېښه شوې ده، دې هم همداسې وکړل.
شېبه وروسته د خپل لاس طرف ته متوجه شوم چې یو ډینا موټر په سړک پروت او ګرد چاپیره ترې دوړي هوا ته پورته کېږي.
د موټر ټيرونه په خپل سر سرعت سره تاویدل.
له موټره د څارویو بېلابېل ډولونه راغورځېدلي ول، ډرایور د کلینر له دروازې نه په بیړه او لړزیدلو پښو – لاسونو راووت.
مونږ هم خپل موټر سړک ته نېږدي په ګوښه ځای کې وداروه.
منډه مې کړه او لاس په کار شوم چې له موټر راولیدلي څیزونه ژر- ژر لرې کړم تر څو خلک او حیوانات ترې راوباسو.
لومړی دوه انجونې راووتلي چې ګرد سپین مخونه یې په وینو رنګ وه او د سترګو سپین يې تښتیدلی ول خو لږ – لږ باڼه یې خوځیدل، د ویښتو چوټي يې د ګرېوان په تکمه نښتې وې، او سوزېدلي څادرونه يې څټ پورې نښتي وو.
د سړک غاړې ته مو کړل، د اوبو پرښې پرې ښه لږېدې او آن کله – کله به يې کوښښ کوو چې سترګې پرانیزې خو له واک يې وتلې وې.
په نوبت سره یو – یو له باره راویستل، هریو چې به روغ راووت د نورو به يې پوښته کوله چې فلانی څه شو ؟ بیستانکی څه شو؟
یو بوډۍ د نیمڅو له پنډه په لړزیدلو لاسونو او جړ سر راووته، همدا یوه خبره يې تکراروله لمسیانو او بچیانو څه شوئ، پر ما خو هيڅ بلا و نه لږېدله.
د موټر له باډۍ نه راغورځيدلي کسانو او څارویو ته اریان او دریان شوم.
د یوې میرمنې غږ راپورته شو، په لحاظ د خدای بچي مې مړه شول هله ژر لاس راکړئ ساه مې بندېږي.
له لاسه مې روانیوه او له کډې مې راوويستله خپل پړوني پسې ګرځئېده چې بې ستره نه شي، د ستوني رګونه يې پړسېدلي و.
خبرې یې بندې – بندې کېدلي ترڅو مونږ پوه کړي چې د غیږي ماشوم يې ترې پاتې دی، لاس يې هماغه ځای ته نيولی و چې دا مو ترې راويستې وه.
له واره مې هماغه ځای ته وکتل ماشوم پروت و، له سوزنې مې د ګوتو په سر راونیوه او راوچت مې کړ.
هیڅ باور مې نه کیده چې ژوندی وي.
مور يې په سینه ټينک ونیوه، کوچۍ په سپېرو شونډو داسې ښکلوله چې ته به وایې همدا اوس يې زیږولی وي.
ماشوم داسې لکه د خوب شربت چې دې ورکړي وي، هیڅ کوم ځای يې ژوبل نه وه.
د کوچیانو ټوله کورنۍ د چپه شوي موټر له باډې رابهر شوه، صرف دوه انجونې په کې زخمیانې او بې هوښه شوې وې.
خپل موټر ته ځیر شوم چې ملګري راته په سړک انتظار کوي او د حاجي له لاسه د سګروتو دود هوا ته پورته کیږي.
له لرې يې راته سر وخوځوه آفرین چې مرسته دې ورسره وکړه، دلته خو چې څوک مري هم لاس خلک نه ورکوي تا د دوی ژوند وژغوره…
زړه کې مې وويل: ته بس ايله افرين ته تکړه يې خپله خو له ځايه ونه خوځېږي.
خلکو ته مې څو د صخت خبرې وکړې، نور زه هم نه وم پوه شوی چې څنګه ګاډي کې ناست شوی او تر کابله راغلی يم…….
تبصرې
تبصرې بندې دي