پاخه افکار

ژباړه: نجیب الله خان
[pukhto]
– که زما سره مينه لرئ نو زه به تل ستاسو په زړه کې وم؛ که زما څخه نفرت لرئ نو زه به تل ستاسو په ذهن کې وم. ماته توپیر نه لري چې تاسو له ما نفرت کوي یا زما سره مینه لرئ.
ويليام شکسپير
– ناکامي دا کامیابۍ متاضده کلمه نده. بلکې دا کامیابۍ یوه برخه ده.
– که غواړئ دا خپل ژوند کیسه ولیکئ نو چاته اجازه مه ورکوئ چې بل څوک مو قلم په لاس کې ونیسي
– که غواړئ چې ملګرتيا مو تلپاتې وي هیڅکله یو بل ته دروغ مه وايي
– هيڅکله یو بل ته دوکه مه ورکوئ
– هيڅکله یو بل ته داسې وعدې مه ورکوئ؛ چې پوره کولی یې نه شئ
– که چیرې تاسو تر ټولو ښه وخت ته انتظار باسئ؛ نو تاسو به هيڅکله هم څه ترسره نه کړئ
– مینه څه ته وایي؟ کله چې تاسو د یو چا سترګو ته وګورئ او د هغه په سترګو کې هر هغه څه ووينئ؛ کوم چې تاسو یې غواړئ
-که چیرې په ژوند کې مو هيڅکله هم د خرابې مڼې خوند نه وي څکلی؛ نو تاسو دا یوې ښې مڼې په ارزښت هيڅکله هم نشی پوهیدلی. تاسو په ژوند کې باید تجربې وکړئ، تر څو په ژوند پوه شئ.
– ژوند د یو کتاب په څېر دی. ځينې فصلونه یې غمجن، ځينې یې خوشاله، او ځينې ډېر په زړه پورې دي.که د کتاب صفحې ونه اړوئ؛ تاسو به هيڅکله هم پوه نشئ چې راتلونکي فصل کې څه دي.
– اخلاق شتمني ده. تر ټولو لویه او بهترینه شتمني؛ چې موږ یې لرو.
برتراند راسل
– د زړه احساس له منطق څخه لوړ دی.
برتراند راسل
– ستاسو سلوک او کړه وړه د پنچر ټایر په شان دي. تر هغې تاسو هیڅ ځای ته نه شی رسيدلی تر څو چې مو بدل کړی نه وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي