په ادبياتو کې موضوعي توارد

نجيب الله نايل
[pukhto]
“د مجروح او دروېش د يوه يوه نظم پرتليز جاج”
په نړۍ کې چې کله د انسانانو په وسيله د لومړي ځل لپاره کورنۍ، اجتماعي ژوند، ښارونه او مدنيتونه رامينځته کېدل، نو دوى اړ وو، چې په گډه د ژوند تېرولو لپاره ځينې اصول د يوه اجتماعي قرارداد په توگه وضع او پېروي يې وکړي؛ نو هماغه وو، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مختلفو ځانگړنو لرونکي تهذيبونه ايجاد شول. د دغو تهذيبونو ځانگړنې د هماغو سيمو د ټولنيزو، اقتصادي، سياسي، مذهبي، جوي او…. خواؤ پر بنسټ استوارې وې. مگر د وخت په تېرېدو سره د همدغو سيمو د يادو ځانگړنو په بنسټونو کې د ادلون او بدلون تر رامينځته کېدلو او بيا کتلو وروسته بدلونونه راپېښ شول يانې د يوې سيمې وگړيو د خپلو اړتياؤ د پوره کولو لپاره د بلې سيمې له تهذيب او څيزونو څخه گټه اخيستل پيل کړل او په پايله کې د نړۍ د سيمو تر مينځ تهذيبي، اقتصادي، سياسي او…. اړيکې رامينځته شوې، چې له يو او بل څخه ډېر څيزونه سره پور راپور شول.
همدغه راکړه او راکړه د ژبې او ادبياتو په برخه کې هم واقع شوه، چې تر ډېره دغه چاره د ژباړې په مرسته ترسره او د بېلابېلو ټولنو وگړي د يو او بل له افکارو څخه خبر شول. مگر په ژباړو کې هم ټکرونه رامينځته شول يانې د يوې ژبې هماغه يو مضمون د ناخبرۍ او ناهمغږۍ له امله خپلې ژبې ته دوو يا څو کسانو راوژباړه، چې په يوه وخت کې پر يوې موضوع د څو کسانو انرژي مصرف شوه او د نړۍ د بېلابېلو ژبو په ادبياتو کې يې “د ژباړې توارد” بنياد ايجاد کړ.
همدغسې د ژباړې يو توارد د پښتو ژبې په ادبياتو کې د دوو نومياليو فرهنگي سټو او وتليو ليکوالو او شاعرانو ارواښاد سيد شمس الدين مجروح او عبيد الله دروېش دراني تر مينځ “د مور زړه” په شعر کې رامينځته شوى دى، چې په لمنه کې يې د دوو مينانو د مينې يوه کيسه رانغاړل شوې ده.
د ارواښاد سيد شمس الدين مجروح دغه ياد شعر د هغه د “منتخب شعرونه” نومې شعري ټولگې په درېيم او څلورم مخونو کې راغلى دى. ياده ټولگه د لومړي ځل لپاره د عاکف قندهاري په خطاطۍ د پښتو ټولنې له خوا پر ١٣٣٧ لمريز کال ليکلې خپره شوې ده او د دويم ځل لپاره بيا همدغه چاپ کټ مټ په عکسي ډول په پېښور کې دانش خپرندويې ټولنې پر ١٣٨١ لمريز کال خپره کړې ده. مگر د عبيد الله دروېش دراني ياد شعر د هغه د “ستوري په لمن کې” شعري ټولگې څلورم چاپ په دوه شپېتم او پېنځه شپېتم مخونو کې راغلى دى او د دروېش دغه اثر په کوټه کې د صحاف نشراتي مؤسسې له خوا پر ٢٠١١ زېږديز کال خپور شوى دى.
د ارواښاد مجروح شعري بېلگه:
د مور زړه
پسرلى د کال ځواني وه، هوا ښه وه
د گياه پرته په ځمکه لونگۍ شنه وه
ټول عالم په خوب ويده ؤ، نيمه شپه وه
هرې خوا ته د سپوږمۍ رڼا خوره وه
يو عاشق معشوقه ناست د رود په غاړه
په شراب د مينې مست وو دغه دواړه
•••
سره ناست وو دوى بهر کلي نه لرې
دواړو وېلې ښې خوږې خوږې سندرې
د دوى منځ کې وې د راز او نياز خبرې
يو له بله يې ورکړې وې وزرې
د ښايست غرور په سر کې د جينۍ ؤ
د هلک په سر کې هم جوش د ځوانۍ ؤ
•••
هلک ووېل: “محبوبې! ما ته يې گرانه
ما ته زياته يې له دينه له ايمانه
څوک به نه وي محبت کې زيات له ما نه
ما دې هيڅکله خداى نه کا له بې تا نه
زړه چې زيات له سر و ماله دى دلبره!
ما قربان کړ هغه هم د ستا له سره….”
•••
جينۍ ووېل: “دا خبرې کوې څله
په دې لار کې زړه قربان وي تل تر تله
زړه په مينه کې عاشق نه ځي هر کله
دا په دې لار کې اول قدم دى گله!
زه به تا ومنم هله زما ياره!
چې د مور زړگى دې راوړې زما د پاره
•••
خپله مور سړي ته زياته له هر چا ده
زړه د مور يو(ه) ملغلره بې بها ده
که د ستا مينه له ما سره رښتيا ده
که صحيحه دا دعوى د مينې ستا ده
د مور زړه دې کړه ترې غوڅ رايې وړه ما له
نو به هله زه خولگۍ درکړمه تا له….”
•••
د هلک په سر چې دغه امتحان شو
په وجود کې يې برپا د غم طوفان شو
هک پک ودرېده په دوو کې حيران شو
خو پرې مينه شوه غالبه راروان شو
نو د مور سينه يې څيرې په خنجر کړه
ملغلره يې د زړه ترې رابهر کړه
•••
چې هلک له دغه کاره نه وزگار شو
بيا روان د يار په لوري په تلوار شو
لار کې ولوېد، طبيعت ورته په قار شو
زړه يې هم له لاسه خاورو کې گوزار شو
ناگهانه له زړه غږ شو چې: “بچيه!
خير دې وي؛ ژوبل خو نه شولې زړگيه!؟”
او دا هم د دروېش دراني د شعر بېلگه:
د مور زړه
هغه پېغله چې بې حده ښايسته وه
سپين بدن يې د مرمرو مناره وه
د شرابو صراحي يې سپينه غاړه
اننگي يې تر گلاب تازه وو دواړه
په خمار يې تکې تورې سترگې ډکې
په رڼا يې لکه ستوري سترگې ډکې
سپينې لېڅې يې بالښت غوندې پستې وې
تر مرجان او تر ياقوت يې شونډې سرې وې
نغمه باره يې د سپينې خولې خندا وه
په عطرونو يې مينځلې هره سا وه
•••
هغه پېغله چې بې حده ښايسته وه
د باطن ښيښه يې توره لکه شپه وه
په نفرت يې د زړگي پياله وه ډکه
بهېدله په رگونو کې يې کرکه
يارانه يې د سرو وينو په بها وه
خپل مين وته يې کړې دا وينا وه:
“که دعوه لرې زما د مستې مينې
نو زړگى د خپلې مور، سره له وينې
د هغې له سينې وباسه دباندې
کړه و ما ته يې په مينه مينه وړاندې
له دا پس به لېڅې هار کړم ستا د غاړې
په مزه مزه مې ځبېښه شونډې دواړې.”
•••
هغه پېغله چې بې حده ښايسته وه
سپين بدن يې د مرمرو مناره وه
استوگن يې تر بڼو لاندې قيامت ؤ
لب يې ټول نشه نشه، لذت لذت ؤ
تر حد زيات يې د خوږې ژبې تاثير ؤ
ويده کړى يې د خپل مين ضمير ؤ
ځنې وړي يې وو هوش او عقل دواړه
هر فرمان ته يې د دې اېښې وه غاړه
هغه مور يې کړه محرومه له ژوندونه
چې يې لاندې تر قدم وو جنتونه
کړ يې لعل د زړگي ځنې تر لاسه
هغې پېغلې ته روان شو بې وسواسه
•••
هغه پېغله چې بې حده ښايسته وه
پر خپل بام د هغه يار په ننداره وه
چې د دې پر طرف باندې راروان ؤ
په تازيله مخ په وړاندې راروان ؤ
په ختو يې نن ارمان د ژوندانه ؤ
په منگول کې يې د خپلې ادې زړه ؤ
په کوله يې سودا د خوږو شونډو
ورسره وه نن بها د خوږو شونډو
خو ناڅاپه يې تيندک وخوړ پر لاره
شو نسکور پر مځکه باندې بې اختياره
د مور زړه يې په درزا شو په منگول کې
په رپاند آواز گويا شو په منگول کې:
“اُف! کرار درومه پر لار، مځکې ته گوره
چې ځان خوږ نه کړې زما د سترگو توره!”
پرتليز جاج
دا چې د دواړو شاعرانو د شعرونو بېلگې مو ولوستې، ښايي ستاسې د ذهنونو په هېندارو کې به يې څه ناڅه انعکاسي انځور کښل شوى وي او دا چې موږ يې دلته کومه پرتلنه وړاندې کوو، نو تاسې ته به په دې برخه کې زموږ د پرتليز جاج ارزونه هم ښه ترا څرگندېږي. دا چې د ژوند تېرولو له مخې ارواښاد مجروح تر دروېش دراني مخکې دى او ياد نظم هم لومړى مجروح ليکلى دى، نو موږ په خپله ليکنه کې لومړى د مجروح او بيا ورپسې د دروېش نومونه ذکر کوو؛ نو د خپلې ليکنې دغه برخه په گڼيزه بڼه وړاندې داسې کوو.
١- ارواښاد مجروح خپل شعر د ترکيب بند په فورم کې ارائيه کړى، خو دروېش دراني بيا خپل شعر د مثنوي په جامه کې راتاو کړى دى؛ په بله ژبه، مجروح خپل خيال او مفکوره د ترکيب بند په اوو بندونو کې، چې په هر بند کې يې درې بيتونه راوړي دي او ټول ټال يوويشتو بيتونه کېږي، خو دروېش بيا خپل خيال او مفکوره د مثنوي په څلورو مفروضي بندونو کې، چې په لومړي بند کې يې پېنځه بيتونه، په دويم او درېيم بندونو کې يې شپږ شپږ بيتونه او په څلورم بند کې يې اووه بيتونه راوړي دي، چې ټول ټال څلرويشت بيتونه کېږي. يانې عين يوه موضوع يوه شاعر په په يوويشتو بيتونو او بل هغه په څلرويشتو بيتونو کې وړاندې کړې ده.
که چېرې وکتل شي، د ترکيب بند فورم په وسيله د الفاظو او کلماتو په جامه کې د خيال د نيلي د ځغلولو لپاره د داخلي قافيې هغه التزام دغه جامه راتنگوي، چې په هر بند کې يې مراعاتول اړين دي، خو د مثنوي په فورم کې بيا د شاعر لپاره دغه ډگر پراخ دى او کولى شي، چې په آزاد ډول خپل فکر او خيال په شعر کې وړاندې کړي. که د جوليزې کتنې له مخې دواړه شعرونه وارزول شي، نو مجروح هغه التزام ته ژمن دى، چې پر ځان يې تحميل کړى دى او دروېش درانى بيا ژمن نه ښکاري، ځکه چې ده د مفروضي بندونو کوم التزام پر ځان لازمي گرځولى دى او په هغو کې بايد د بيتونو شمېر مساوي واى، ترې مات او کمى و زياتى په کې رامينځته شوى دى؛ مگر يو څيز چې د دې شعر جولې ته يې ښکلا وربښلې ده، هغه د “هغه پېغله چې بې حده ښايسته وه” مسرې په پرلپسې ډول د هر بند په سر کې راوړل دي.
٢- مجروح د خپل شعر د تمهيد لپاره د وخت او طبيعت منظرکشي غوره کړي دي، چې د کال ځواني پسرلى، د هوا ښه والى، پر ځمکه غوړېدلې د گياه شنه لونگۍ، نيمه شپه، د خلکو په درانه خوب ويده کېدل، د سپوږمۍ رڼا، له کلي بهر لېرې د رود پر غاړه د مينې پر شرابو د مستو مينانو ناسته، په يو او بل کې سره وزرې ورکول او… يې مهمې نکتې دي او د دې تر څنگ د جلکۍ په سر کې د ښايست غرور او د هلک په سر کې د ځوانۍ جوش يادول اړين دي. مگر دروېش دراني د خپل شعر پيل د کيسې د کرکټر (هيروينې) پر ښکلا کړى دى، چې د سپينې منارې غوندې بدن، د شرابو د صراحۍ غوندې سپينه غاړه، د گلابونو غوندې تازه اننگي، له خمار او لکه د ستورو له رڼا ډکې تکې تورې سترگې، د بالښت غوندې پستې سپينې لېڅې، تر مرجان او ياقوت پورته سرې شونډې، د سپينې خولې نغمه باره خندا، لکه د شپې غوندې توره د باطن ښيښه او له نفرت ډکه د زړگي پياله لري، چې په رگونو کې کرکه بهېږي.
مجروح تر ډېره په خپل شعر کې د چاپېريال او فضا پر انځور کښنې او منظرکشۍ باندې ټينگ ولاړ دى او په خپل دې کار بريالى دى. مگر دروېش دراني بيا د تشبېهاتي اړخ ډېر قوي دى او د تشبېهاتو يو باران يې رامينځته کړى دى، چې د شعر پټى يې تر مورگو پرې خړوب کړى دى. همدا راز د مجروح د شعر کوم آغاز چې پر منظرکشۍ شوى دى، مناسب او په زړه پورې دى؛ د کيسې د اصلي موضوع غوټه يې پټه او خوندي کړې ده او دا په منځنۍ يا د اوج برخه کې رابرسېره کېږي، چې د کاميابې کيسې ځانگړنه يې ساتلې ده. خو دروېش دراني آغاز پر کرکټر او د کرکټر پر تمثيل باندې شوى دى. پر کرکټر پيل کيسه ډېره کمه تر سترگو کېږي، ځکه چې د پيل لپاره لازمه ده، يوه پلمه ولټول شي او دا واضح کړي چې:
موضوع په کوم ډول چاپېريال کې رامينځته شوې ده؟
کوم ډول وخت او موسم ؤ؟
اصلي موضوع څه ده؟
په موضوع پورې اړوند کرکټر څوک دي؟
د موضوع اړوند فرهنگي چاپېريال اصول څه دي؟
آيا عنعنوي مسايل او دودونه په پام کې نيول شوي دي؟
د موضوع سر، مينځ او پاى يې منطقي تسلسل لري او که نه؟
بالاخره کيسه څه ډول پاى ته رسېږي؟
او….
په کيسه کې د کرکټرونو ښودنه او معرفت لازمي خبره ده، خو صحنې ته ژر راايستل او بېرته يې بهر کول، کيسه بېخونده کوي. که چېرې کرکټر صحنې ته راويستل ضروري وي، نو بيا به هم يوه پلمه پيدا کول ته ورته لازمي وي. زما په اند، پر انسان يا انساني لمس پيل ليکنه هغومره تلوسه له ځانه سره نه لري، لکه څومره يې منظرکشي لري. پر کرکټر پيل ليکنه داسې ده، لکه په ژورنالېزم کې چې د يوه خبر يا يوې تبصرې پيل وي، چې په انگرېزۍ کې دې ته “Human Touch” وايي. په ژورنالېزم کې هم چې کله دغه ډول مسئله پېښه شي، نو ژورنالېسټ بيا په کې د ډېرو جزئياتو ارائيې، منظرکشۍ، مکالمې، پسمنظر او… ته اړ کېږي يانې بېرته هم چې د کيسې په لمنه کې ځان راونغاړي او پناه واخلي او له دې لارې خپل لوستونکي پوره خبر کړي. نو دلته په لنډ ډول ويلى شو، چې د ادب ژبه د ژورنالېزم له ژبې سره توپير لري؛ په ژورنالېزم کې ژورنالېسټيک ژانرونه هر څه نېغ په نېغه په ساده ژبه وړاندې کوي، خو په ادب کې بيا دغه خبره اپوټه ده، دلته څه ناڅه ابهام موجود وي، په نامستقيم ډول خپلې موضوع ته د يوې پلمې په پيدا کولو سره راگرځېدل او د کلماتو په زور د چاپېريال تصوير وړاندې کول دي.
٣- د شعر په کاليو کې د دغې لنډې کيسې يوه برخه هم مکالمه جوړوي، چې په داستاني او کسيه ييزو ادبياتو کې د کرکټرونو تر منځ ترسره او يوه مهمه برخه گڼل کېږي. “د مور زړه” په شعري کيسه کې د مجروح د شعر کرکټرونه د دروېش دراني د کرکټرونو په پرتله ډېر فعال او غږېدونکي دي يانې په خپل ليکلي شعر کې د ټولو کرکټرونو (جلکۍ، هلک او مور) مکالمې راوړې دي او د هغوى د رول په پامنيوي سره هغسې خبرې اترې رامينځته کړې دي؛ هلک په دغه کيسه کې د خپلو افکارو او خيالاتو اظهار کړى دى، چې خپلې معشوقې ته په کې خپله مينه ښکاره کوي، جلکۍ په خپلو خبرو کې خپله بېباکي، د خپلې مينې شرط او پر خپل معشوق د مينې امتحان ارايه کوي او د مور مکالمه د هغې له زړه څخه اورېدل کېږي. مگر د دروېش دراني په کرکټرونو کې يوازې او يوازې جلکۍ ډېره غږېدلې ده، چې د مکالمې چاغه برخه يې احتوا کړې ده او تر څنگ يې د مور د زړه غږ هم اورېدل کېږي، چې له مجروح سره په مساوي دريځ کې ودرېدلى شي، خو د هغه د هلک کرکټر گونگى دى، چوپه خوله ولاړ دى، هيڅ خبرې نه کوي او د خپلې معشوقې خبرې هم په چوپه خوله اوري او په مقابل کې يې هيڅ اندک غوندې غبرگون هم نه ښکاره کوي.
نو ويلى شو، چې د مجروح د شعري کيسې کرکټرونه فعال او غږېدونکي دي او د يوې کيسې کرکټر بايد د خپلو خيالاتو اظهار وکړي، که په هغه په هرې وسيلې سره اوسي؛ تر دې چې په کيسو او آن ورځني ژوندانه کې هم گونگيان کرکټرونه د خپلو خيالاتو د اظهار لپاره له اشاروي او حرکاتي ژبې څخه کار اخلي، د بدن د غړو سترگو، وروځو، لاسونو، پښو او… په خوځولو او ډول ډول حرکاتو په ترسره کولو سره خپل پيغام تر نورو خلکو لېږدوي.
٤- همدا راز د مور د زړه کومه مکالمه چې دواړو شاعرانو وړاندې کړې ده، په لږ و ډېر کلماتي بدلون سره تر ډېره نږدې او ورته مانيزه منځپانگه لېږدوي. په نثر کې د مجروح د شعر مفهوم دا ډول دى: “بچيه! خير دې وي؛ زړگيه! ژوبل خو نه شولې!؟” او همدغه مفهوم بيا دروېش دا ډول بيانوي: “اُف! زما د سترگو توره! پر لار کرار درومه او مځکې ته گوره، چې ځان خوږ نه کړې.”
که چېرې همدغه يوه کوچنوټې شان مکالمه سره پرتله کړو، چې په کې يو ډول مانا بار ده، نو کومه خوږلني چې د مجروح په شعر کې تر سترگو کېږي، د دروېش په شعر کې کمه محسوسېږي او د هغې څو لاملونو کېږي؛ يو خو دا چې له دروېش دراني مکالمه پړې شوې ده، دومره يې غځېدلو ته اړتيا نه ليدل کېده او لنډېداى شوه، لکه د “لار” او “مځکې” کلمې څنگ پر څنگ راوړل، چې د يوې په راوړلو سره هماغه يو مفهوم يې لېږدولاى شو. بل لامل دا دى، چې دروېش د يوې کلمې په استعمال کې پاتې راغلى دى او هغه د “اُف” کلمې ناسمه کارونه ده، چې د يوه کار، حالت او خبرې پر وړاندې يې وگړي د نټې، انکار، نفى، نه قبلونې او… پر ځاى وايي. د دې پر ځاى په پښتو کې نورې بديلې کلمې لکه “آه، اخ، وۍ” او نورې هم کارول کېداى شي.
د عظيم الشان قرآن د الأسراء/ بني اسرائيل سورت په درويشتم آيت کې هم د “اُف” کلمه راغلې ده، چې د پورتنۍ خبرې د ښه پخلي په موخه يې رانقل کوو: “وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ [ أُفٍّ ] وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا.”
ژباړه: “او ستا رب پرېکړه کړې ده، چې تاسې له هغه پرته د بل هيچا عبادت مه کوئ او مور و پلار سره ښه چار چلن کوئ. که له تا سره له هغو څخه يو يا دواړه زړښت ته ورسېږي، نو هغوى ته [ اُف ] قدرې مه وايه او مه هغوى ته توربرېښ ځواب ورکوه او بلکې له هغوى سره په درناوي خبرې کوه.”
د يوې ژبې د کلماتو استعمال د يوه ويناوال، شاعر او ليکوال لپاره مفت نه دى، چې هر څومره يې زړه وي او ځاى يې معلوم نه وي، استعمال يې کړي، بلکې مکان و زمان او د يوې پېښې حالت ته په ليدلو سره استعمالېږي او په ادبياتو کې خو دا اړينه ده، چې د يوه حالت د انځورولو او مفهوم لېږدولو لپاره مناسب کلمات په مناسبو ځايونو کې استعمال شي.
٥- دواړو شاعرانو (مجروح او دروېش) په خپلو شعرونو کې د خپل کرکټر (جلکۍ) له خولې څخه يوه خبره د پښتني ټولنې له کولتور سره په ټکر و تناقض کې راوړې ده، چې مجروح يې “خوله ورکول” او دروېش يې “شونډې ځبېښل” رانقلوي يانې په شعر کې د جنسي پارونو او بربنډتيا تر پولو وررسېدلي دي، خو وراوښتي نه دي. دواړو شاعرانو هڅه کړې ده، چې راژباړل شوى مضمون د پښتني ټولنې د اصولو مطابق راخپل کړي او په دې برخه کې تر ډېره بريالي دي؛ مگر په همدې موضوع کې تر دروېش د مجروح شعر پښتني چاپېريال ته نږدې دى او دروېش پر دې سربېره هم د معشوقې لاسونه د معشوق د غاړې لپاره هار کوي، که نه وه، دواړو “د خولې ورکولو” او “د شونډې ځبېښلو” پر ځاى د وصال بديله کلمه هم کارولاى شوه.
٦- بالاخره که چېرې د ادبياتو د عصري غوښتنو او تيوريکو اصولو له مخې دواړه شعرونه وارزول شي، نو د مجروح شعر د دروېش دراني هغه په پرتله په دوو لحاظونو برتري لري؛ يو دا چې په خپل ځان کې تلوسه لري او د يوې کيسې لپاره دا تر ټولو مهم توکى دى، چې تر پايه او که نه څه ناڅه ځنډنۍ وساتل شي. د دروېش دراني د شعر په لومړيو بيتونو کې چې معشوقه خپل عاشق ته وايي، چې د مور زړه ورته راوړي، خو مجروح ورته د هلک تر مکالمې وروسته د همدې موضوع لپاره پلمه غوره کړې او لږ يې ځنډنۍ کړې ده. دويم دا چې د مجروح په شعر کې جديديت تر سترگو کېږي- که څه هم تر دروېش دراني يې مخکې ليکلى دى او تر زياتې کچې اوسني کيسه ييز او داستاني ادبيات پر منظرکشۍ ولاړ دي، خو دروېش دراني په خپل دې شعر کې د ديواني يا کلاسيکي شاعرانو پر پله پل اېښى دى او تر ډېره د تشبېهاتو تر سخت تاثير لاندې راغلى دى او د ادبياتو د اصولو له مخې کلمات بايد دې ته استخدام شي، چې منظرکشي او مصوري داسې وړاندې کړي، چې منطقي او د منلو وړ واوسي.
پرتليز جاج په همدغو شپږو گڼو کې پاى ته رسوو. اوس د دې خبرې سپيناوي ته راگرځو، چې مجروح د خپل شعر په پاى کې “مأخوذ (له خارجي ژبو څخه)” او دروېش دراني د خپل شعر په سرليک پسې متصل “مأخوذ” ليکلي دي او موږ د خپلې ليکنې په سر کې هم دې ټکي ته اشاره وکړه، چې د ژباړې توارد رامينځته شوى دى؛ نو دا څرگندول په کار دي، چې دوى دواړو ترې اخځ کړى دى، نو هغه شاعر څوک او د هغه د ژباړل شوي شعر بېلگه څه ډول ده؟
تر ډېر کړاو گاللو وروسته مې وموندله، چې هغه د پاړسي ژبې شاعر ايرج ميرزا، چې د صدر الشعراء غلام حسين ميرزا زوى، د ملک ايرج لمسى او د فتح علي شاه کړوسى دى، چې پر ١٢٩١ سپوږميز کال په تبرېز کې پيدا شوى دى. دا هغه وخت دى، چې قاجاري دورې سلگۍ وهلې او پهلوي دورې د واک و قدرت گدۍ ته ځان رساوه.
زده کړې يې د تبرېز په دارالفنون مدرسه کې ترسره کړې او په همدې مدرسه کې يې د عربي او فرانسوي ژبو مقدمات زده کړل. کله چې امير نظام گروسي په تبرېز کې مظفري مدرسه جوړه کړه، نو ايرج په کې مرستيال مقرر شو او په همدې وخت کې يې د “ورقه” مياشتنۍ مديريت هم پر غاړه واخيست، چې د تبرېز د زده کوونکيو لومړنۍ خپرونه گڼل کېږي.
ايرج ميرزا ډېرې دولتي دندې کړې دي، چې خپل هېواد ته يې گڼ خدمتونه ترسره کړي دي او د “جلال الممالک” لقب پرې ورکړل شوى دى.
ايرج د ايران د مشروطيت غوښتونکې دورې له پياوړو شاعرانو او په پاړسي ادبياتو کې د تجدد له مخکښانو څخه گڼل کېږي، چې په خپل وخت کې د ښه شعر ليکلو له مخې يې د “فخر الشعراء” لقب هم تر لاسه کړى دى. نوموړي په بېلابېلو فورمونو لکه قصيدې، غزل، مثنوي، قطعې او مسمطاتو کې شاعري کړې، چې په خپلو اشعارو کې انتقادي، ټولنيز، احساساتي او روزنيز مضمونونو راوړي دي. د ايرج شعر ساده، روان او کله ناکله له عاميانه ژبې او کلماتو څخه هم کار اخلي او د ده شعر د مشروطيت د دورې پر شعر پراخ اغېز لري.
د ايرج ميرزا د شعرونو ديوان او دوه نور مشهور مثنويات يې چې “زهره او منوچهر” او “عارفنامه” نومېږي، چاپ شوي دي او د “زهره او منوچهر” مثنوي يې يوه روماني او عاشقانه مثنوي ده، چې د يونان له “ونوس او آدونيس” اسطورې يې اخځ کړې ده، خو د ايرج کمال په دې داستان کې دا دى، چې هر څه يې ورته ايراني يا په بله ژبه سيمييز کړي دي.
ايرج ميرزا د ١٣٤٣ سپوږميز کال د شعبان د مياشتې پر اوويشتمه، چې د ١٣٠٤ لمريز کال د وري مياشتې له درېيمې نېټې سره سمون خوري، د زړه د ودرېدو له امله په تهران کې د ژوند پورې پرې کړ او په ظهير الدوله گورستان کې يې جسد خاورو ته وسپارل شو.
[ ٤ ]
د ايرج ميرزا “د مور زړه” شعري بېلگه:
قلب مادر
داد معشوقه به عاشق پيغام
که “کند مادر تو با من جنگ
هر کجا بيندم از دور، کند
چهره پُر چين و جبين پُر آژنگ
با نگاه غضب آلوده زند
بر دل نازک من تير خدنگ
از در خانه مرا طرد کند
همچو سنگ از دهن قلماسنگ
مادر سنگدلت تا زنده است
شهد در کام من و تست شرنگ
نشوم يکدل و يک رنگ ترا
تا نسازى دل او از خون رنگ
گر تو خواهى به وصالم برسى
بايد اين ساعت بى خوف و درنگ
روى و سينۀ تنگش بدرى
دل برون آرى از آن سينۀ تنگ
گرم و خونين به منش باز آرى
تا برد ز آيينۀ قلبم زنگ….”
عاشق بى خرد ناهنجار
نه بل آن فاسق بى عصمت و ننگ
حرمت مادرى از ياد ببرد
مست از باده و ديوانه ز بنگ
رفت و مادر را افگند به خاک
سينه بدريد و دل آورد به چنگ
قصد سر منزل معشوقه نمود
دل مادر به کفش چون نارنگ
از قضا خورد دم در به زمين
و اندکى سوده شد او را آرنگ
آن دل گرم که جان داشت هنوز
او فتاد از کف آن بى فرهنگ
از زمين باز چو برخاست نمود
پى بر داشتنِ دل آهنگ
ديد کز آن دل آغشته به خون
آيد آهسته برون اين آهنگ
“آه! دست پسرم يافت خراش
واى! پاى پسرم خورد به سنگ….”
[ ٦: ٤٥ ]
ايرج ميرزا خپل شعر د قطعې په فورم کې ليکلى دى او د مجروح او دروېش دراني په پرتله يې پر ځان د قافيې د التزام له مخې کړۍ سخته راتنگه کړې ده.
په پاى کې لازمه گڼم، چې د سرليک د ښه وضاحت په موخه د توارد کلمې په اړه هم څو کرښې تورې کړم او ښايي د ادبياتو مينه والو ته په کې کومه نوې او په زړه پورې نکته په لاس ورشي.
توارد عربي کلمه ده، چې بېلابېلو قاموسونو يې ماناوې “په گډه په اوبو کې ورگډېدل”، “په يوه ځاى کې تر يوه بل کس وروسته حاضرېدل”، “په گډه په يوه ځاى کې کېناستل او يو ځاى کېدل” رااخيستې دي.
“د بديع فن او پښتو شاعري” د کتاب ليکوال کاږي: “توارد په ژبه کې يو په بل پسې واردېدلو ته وايي يا په يوه وخت داخلېدلو ته وايي. په ادبي اصطلاح که يو شاعر په يو وخت يو مضمون په يوه شعري قالب کې ويلى وي، په بل وخت بل شاعر بيا هماغه مضمون په هماغو کلمو کې بې له دې چې د هغه بل شاعر پر شعر خبر وي، ووايي؛ توارد ورته وايي.” د کتاب ليکوال پسې دا هم ورغوټه کوي، کله داسې وي، چې په مضمون کې توارد پېښ شي او کله په کلمو کې توارد پېښېدلى شي.
[ ٧: ٢٣٢ ]
د شاعرانو په اصطلاح، د دوو شاعرانو تر مينځ د هغوى د يو شان طبيعت له مخې په ناخبرۍ کې د يوې مسرې او يا يوه بيت تر مينځ ټکر واقع کېدل توارد گڼل کېږي.
علي اکبر دهخدا بيا وايي: “د يوه شاعر په خاطر کې د يوه مضمون او يا يوه تعبير گرځېدل او تېرېدل دي، چې کټ مټ هماغه څيزونه د بل شاعر په ذهن کې هم تېر شي، خو له اخذ پرته او د سرقت نيت په کې موجود نه وي.”
“د بديع فن او پښتو شاعري” د کتاب ليکوال نظر ورکوي، چې ځينې وخت يو څوک له چا ډېره متاثره وي، د هغه د کلام په بيا بيا لوستلو ځينې کلمې، اصطلاحگانې او مضمونونه د هغه په ذهن کې پرېوځي؛ کله چې بيا خپله پنځونه کوي، د هغو څيزونو اثرات په کې ليدل کېږي.
په پښتو کلاسيک ادب کې موږ د توارد په اړه ډېرې بېلگې پيدا کولى شو، خو د موضوع د اوږدېدا د مخنيوي په پار يوازې د محمدي صاحبزاده او علي خان توارد مثال ورکوو، چې علي خان له صاحبزاده صاحب څخه اخځ کړى:
هم سرکوزي، يگان ډېر دي ما ليدلي
د غماز په طرح شکل مهيب نشته
محمدي صاحبزاده
سپي، سرکوزي، يگان ډېر دي په جهان کې
د رقيب غوندې بدشکله مهيب نشته
علي خان
[ ٢: ١٩٥ ]
دا ډول پېښې او ټکرونه چې په ادبي لحاظ شننه وکړه، په ارواپوهنه او ارواپوهنيزو مسئلو کې هم شتون لري، پراخ بحثونه پرې شوي دي او په ارواپوهنه کې دا ډول پېښې د “ذهني توارد ” تر سرليک لاندې څېړل کېږي.
اخځونه:
1. قرآن عظيم الشان
2. حسرت، پروفيسر ډاکټر محمد زبير: علي خان (ژوند، فن، فکر او ديوان)، پښتونخوا مطالعاتي مرکز او باچا خان پوهنتون- چارسده، ٢٠١٥ ز.
3. درانى، دروېش: ستوري په لمن کې- څلورم چاپ، کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه، ٢٠١١ ز.
4. دهخدا، علي اکبر: دهخدا برېښنايي- کمپيوټري قاموس، مؤسسۀ لغتنامۀ و مؤسسۀ انتشارات و چاپ دانشگاه تهران، ١٣٥٦ ل.
5. مجروح، سيد شمس الدين: منتخب شعرونه- دويم چاپ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، ١٣٨١ ل.
6. ميرزا، ايرج: ديوان کامل ايرج ميرزا، اهتمام: ډاکټر محمد جعفر محجوب، تهران: گلشن، ١٣٥٦ ل.
7. همکار، پوهندوى محمد ابراهيم: د بديع فن او پښتو شاعري- پېنځم چاپ، ننگرهار: مومند خپرندويه ټولنه، ١٣٩٢ ل.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي