په جماع عقل زياتيږي!

نصرت الهام
[pukhto]
کارپوهان په دې باور دي، چې جنـسي اړيکه هوښ زياتوي، حافظې ته ګټه رسوي او تر څنګ يې په ځانګړي ډول په ښځو کې عصبي فشار کموي او د اروايي ستونزو په کمولو کې د پام وړ مرسته کوي.
وروستۍ څېړنې ښيي چې جنـسي اړيکه د مغزو د نويو سلولونو د رشد او تقويت له لارې د ذهن په ځواکمنتيا او تقويت کې ځانګړی رول لري.
د مريلنډ پوهنتون څېړونکو پر مږکانو د يوې تجربې له مخې موندلې چې د منځني عمر لرونکو مږکانو د يوځای کېدو په پايله کې د هغوی د مغزو هغه برخه چې د هيپوکامپ په نوم يادېږي، پياوړې کېږي.
دا څېړونکي د خپلو څېړنو په پايله کې وايي، چې د بالغو وګړو عقلي فعاليت هم د جنـسي اړيکو په نيولو ځواکمنېږي او که جنـسي اړيکه يې په ټپه ودرېږي د مغز د غوړېدا دغه خوځښتونه هم په ټپه ورسره درېږي.
همدارنګه، سالمه جنـسي اړيکه کولای شي ورځني ذهني فشارونه په ځانګړي ډول په ښځو کې کم کاندي؛ د کارپوهانو په باور هغه کسان چې عصبي فشار يا سټريس لري، څومره چې يې عصبي فشار زياتېږي همغومره يې جنـسي ميلان هم پياوړی کېږي، البته سخت عصبي فشارونه د جنـسي ميلان د کمښت سبب هم ګرځي.
په عصبي شخص کې جنسـي اړيکه د عصبي اړتيا پوره کولو رول لوبوي او هغه ته عصبي او اروايي سکون ورکوي، که څه هم چې عصبي او رواني اړتيا پوره کوونکې جنـسي اړيکه په سالمو جنـسي اړيکو کې نه راځي، خو کولای شي په عصبي فشار او اروايي ستونزو لرونکو اشخاصو کې د عصبي فشار د کمولو او اروايي تسکين سبب شي.
البته که چېرې د جنـسي اړيکې تر څنګ ورزش ته هم پاملرنه وکړئ او نور ذهني تمرينونه لکه يوګا او اروايي تمرينونه لکه د مثبت فکر تمرين او د خوشبختۍ تلقين ور زيات کړئ کولای شئ د مغزو د سلولونو د رشد او غوړېدا کچه دوه برابره کړئ.
د دې ټولو لارو چارو په مټ سالمه جنـسي اړيکه ولرئ، خپل ماغزه لا پياوړي کړئ او د اروايي ناروغۍ درملنه مو پخپله وکړئ.
ننۍ څېړنې دومره هم نوې نه دي، ځکه خوشال بابا سوونه کاله وړاندې ويلي، چې:
په جماع عقل زياتېږي
حرارت د تن پرې کېږي
خو بايد په ياد ولرو، چې ناسالمه جنـسي اړيکه او په جنـسي اړيکه نيولو کې افراط خطرناک هم ثابتېدلای شي، ځکه له حده ډېره جنـسي اړيکه کولای شي، د بدن ځواکمنتيا وځپي او د ګټې پر ځای تاوان واړوي.
خوشال بابا په طب نامه کې وايي:
په هفته کې صحبت يو ځله بايده دی
که هر څو دربـاندې عشق وي زورور
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي