په خپل ټول توان به ننګرهار ته کار کوم

راپور- ځواب
[pukhto]
په خپل ټول توان به ننګرهار ته کار کوم
( ګلاب منګل)
ننګرهار د داعش په حجره بدل شوی
( فريدون مومند)
زما قد ټيټ و ځکه مې غږ چا نه اوريده
(سليم کندزی)
خدای پاک په قران کې وایی چې امريکايان زمونږ د ښمنان دي.
( منګل شېرزاد)
سهار لس بجې په جلال اباد کې د شاهي بڼ مخه رنګارنګ موټرونو نېولې وه او په هر قدم کې امنيتې ځواکونه او ساتونکي ولاړ ول، زه د ملي راديو تلويزون مخې ته پوليس ودرولم، کارت مې وروښود، چې غونډې ته ځم، د لومړۍ دروازې په تالاشۍ کې له استاد کمالزي سره يو ځای شوم، هغه زما په ليدو حيران شو، چې تا خو ماته د دلته راتللو نه و ويلي، ما ويل هسې مې زړه وشو، راځه ناوخته دی چې غونډه ختمه نه وي، د قصر په خوله کې دوهمه تالاشي هم تېره شوه، استاد کمالزی د مزله چابک دی.
د قصر په منځ کې يو رنجر موټر زمونږ تر څنګ تېز تېر شو، چې دوړي يې جوړې کړې ورپسې بل موټر بیا لږ په سړيتوب روان و.
استاد ته مې وويل دا موټرونه او مجلل ژوند زمونږ د وطن اصلي تصوير نه دی، مونږ هغه وږی تږی ملت يوو چې کار راته نه پيدا کېږي، د دومره ډېرو موټرونو ګرځول ستر خيانت دی، په خبرو کې د غونډې هال ته ورسېدو. د مشرانو جرګې رييس، پخوانی والي، د کورنيو چارو وزير، وکيلان، مدني فعالان، سپين ږيري، ځوانان اوڅو میرمنې د غونډې ګډونوال ول.
وينا کوونکو نوي والي ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او له ده يې د اصلاحاتو راوستو او فساد مخنيوي غوښتنه کوله، ځينې شعارونه ورکول کېدل او د زنده باد او مرده باد نارې هم وهل کېدې.
د ولسي جرګې غړی فريدون خان مومند چې سټيج ته وبلل شو، په تالار کې يې د مصلحو باډيګارډانو په شتون نيوکه وکړه چې بې باوري رامنځ ته کوي. خان وویل چې هر والي سره د ننګرهار خلکو همکاري کړې او له حکومت سره يې اوږه په اوږه قربانۍ ورکړي، د پچير اګام خلکو دوه کاله وړاندې ولسي پاڅون کړی، په دې دوه کالو کې د هغوی غږ وانه ورېدل شو، ۳ ورځې کېږي چې پچير په بد حالت کې دی، که د داعش دا تعرض کامياب شي بیا نورو ولسواليو کې د مقاومت څوک نه شته.
ده وويل: طالبان هم له داعشه تښتي او زمونږ دواړه دښمنان دی. ده همدارنګه له پچيره د بې ځايه شويو ۱۵۰۰ کورنيو يادونه وکړه چې دا داسې کورنۍ دي چې چېرته د تللو کرايه هم نه لري.
د پارلمان وکيل وويل: د پچير خلکو دا دوه کاله چغې وهلې چې وسلې راکړئ، خو چا ورنه کړې. دا ډېره خواشينونکې ده چې هغوی ته په کچرو وسلې رارسېږي او مونږ په رنجرو او الوتکو کې وسله نشو رسولی. ولسمشر ويلي وو چې ننګرهار به د داعش په هديره بدلوم، خو ننګرهار د داعش حجره بدل شوی.
په ټول ننګرهار کې ۱۰۰۰ نفر داعش دي او دلته نژدې لس زره امنيتي ځواکونه دي، د B52 الوتکو ملاتړ دی، يو داسې ځواک څنګه نه توانېږي چې دا وړه ډله ماته کړي؟ دلته سړی پوهېږي چې د کاسې لاندې نيم کاسه ده، په راپورونو کې خو ۲۰۰۰ داعش مړه شول.
فريدون خان فساد ته هم اشاره وکړه، چې يواځې مرکز ټاکنې نه کوي وکيلان هم ټاکنې کوي او واليان ځکه استعفا کوي چې يو فاسد ولسوال نه شي برطرف کولای او د مالي له وزارت پرته د يو کميشن کار د مقررۍ صلاحيت نه لري. نوی والي صېب که مرکز صلاحيت نه درکوي او يو نيم کال وروسته استعفا کوې، يوه نيمه مياشت وروسته لاړ شه، ننګرهار ۹۸ سلنه په مشکلاتو کې غرق دی. او د دې لپاره په جرئت اجرات په کار دي چې د مفسدينو مقررۍ بندې نه شي امنيت نه شي راتلای ، له وزير صېب نه زمونږ هيله ده، چې د ننګرهار د پوليسو تشکيل زيات کړي. اردو او امنيت ملې ته دې امکانات زيات شي.
مدني فعال نوراغا ځواک کومه نوې خبره ونه کړه، احساساتي شو او له نوي والي سره يې د بیا ناستې غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شېرزاد وويل چې خدای پاک په قران کې وایی چې امريکايان زمونږ دښمنان دي، دوی ته بايد دوستان ونه وايو. ده وويل چې زنده باد پخوانی ولسمشر کرزی چې قرار داد يې لاسليک نه کړ او اشرف غني چې له امريکايانو سره قرارداد لاسليک کړی زه به د ده په دې خيانت کتاب ليکم. ده دا هم وويل چې دلته يو والي عطالله لودين به خلکو ته پګړۍ په سرولې او خلکو به هغه ته.
ورپسې پخواني والي سليم خان کندوزي له خلکو بښنه وغوښته چې څه يې غوښتل ويې نه شو کړای، ده ويل چې د ننګرهار تر ټولو بې وزلو خلکو سره مې وليدل او لېرې پرتو ولسواليو ته لاړم، په خلکو کې د وطن ساتنې روحيه پياوړې ده. ما کار کولو خو شايد زما قد ټيټ و ځکه مې غږ چا نه اورېده.
نوي والي ګلاب منګل وويل چې هر والي د خپلو امکاناتو او شرايطو مطابق کار کړی، کندوزي صېب په ډېرې کاميابۍ دنده ترسره کړه. ولسمشر وويل چې ماته ننګرهار تر وزارتونو مهم دی او دا دروند بار يې زما په اوږو کړ چې خدمت وکړه.
ګلاب منګل وويل زه په يواځې ځان څه نه شم کولای، مونږ همېشه وايو چې ننګرهار د سولې کور دی، خو دغه تصوير اوس يو څه پيکه شوی، درانه مشران، فرهنګيان او عالمان وژل کېږي. ميندې، خويندې په سرو سترګو ژاړي. همدا نن جګړه روانه ده، د ننګرهار له ۳۲ اداري واحدونو څخه په ۱۶ کې يې امنيت ډاډمن نه دی، زمونږ ولس تهديدېږي، تښتونو خلک بې حوصلې کړي، هېڅوک ملامت نه دي.
ګلاب منګل د ولسمشر خبره وکړه چې دا خلي کړۍ تر باندنيو خطرناکې دي، ستونزې ډېرې دي، دا به مطالعه کوو، لومړيتوبونه به ټاکو، که په هره اداره کې مشکل و مونږ به يې حلوو، زما دروازې ستاسې په مخ پرانيستې دي، ټولو سره به يو ډول چلند کېږي.
نوموړي زياته کړه: د سولې لپاره د قومي مشرانو مرسته ضرور ده، د کابل جلال اباد او تورخم دوهم سړک به جوړوو. د بهسودو پل جوړېږي، د کار ښه کيفيت غواړو، صنعتي پارک ته به برېښنا ورکوو، په راتلونکي کې به ننګرهار دومره برېښنا ولري چې نورو سيمو ته به يې هم ورکړي. له ولايتي شورا او عالمانو سره به زما ناستې وي او اساسي لوری به دا وي چې شفافيت او سرعت رامنځ ته شي.
ده وويل چې د فساد خبره په شعار بدله شوې او يواځې حکومت فساد نه کوي هغه څوک چې چغې وهي هغه هم په فساد ککړ وي.
نوی والي وايي چې د معلولينو او شهيدانو وارثينو او مېرمنو سره به د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې مرستې کوو.
ګلاب منګل دا هم وويل چې د پانګونې شرايط بربرېدای شي او څوک چې پانګوال ځوروي د هغه مخه به نيسي. خو کله کله پانګوال په مافيا بدل شي، پانګه بايد د ولس د هوساينې لپاره وي.
منګل وويل تاسې ته سره او شنه باغونه نه جوړوم، د نن ورځ امکانات له مخکينو کلونو سره توپير لري، په خپل ټول توان به ننګرهار ته کار کوم. خدای ج دې توفيق راکړي چې په خپله اراده کې کامياب شم.
غونډه پای ته ورسېده خلک خپلو ملګرو ته لکه د اختر د لمانځه په څېر ورغاړېوتل او له تالاره په وتلو کې ډلې ډلې له یو بله مخکې کېدل، زه هم مازيګر ته روان شوم.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي