په ودونو کې لوړ لګښت او د کورنۍ په سوله ييز ژوند يې اغيز

اسدالله جبارخېل
[pukhto]
نورې نړۍ په پرتله پخوا مسلمانه ټولنه او په ځانګړي ډول افغاني ټولنه تر ډېره بريده، د رواني او ګډ ژوند له پلوه سوله يېزه وه.
په دې مانا چې په يوه مسلمانه او افغاني ټولنه کې د خپلوۍ رشتي تر ډېره حده ټينګي أو تلپاتې وي، هغوى د خپلو اړيکو د پاللو او د راتلونکي له پاره ژمن و او په دې برخه کې يو د بل سره سيالۍ کولې، خو اوس داسې نه ده.
افغاني ټولنه د تر نورو ډېره قديمي او عقيدتي ده؛ خو اوس د ناوړه دودونو او رواجونو په داسې ګرداب کې راکيره ده، چې خپلو ناوړه پديدو ته يې د اسلام په سپيڅلو ارشاداتو چې وايې:(ان الله لايحب المسرفين) برتري ورکړې.
چې يو ددې پديدو څخه په ودونو کې په زياته اندازه لګښت کول دي، چې له بده مرغه له ځان سره بدې پايلې هم لري، د ودونو لوړ لګښت هماغه کورنۍ چې دغه لګښتونه کوي؛ د معنوي او مادي اړخه زيانموي.
هغه کورنۍ چې غواړي خپلو بچيو ته د اسلام د سپيڅلو اوامرو سره سم د ګډ ژوند زمينه برابره کړي، دوى مجبور نه دي چې د غربيانو په څېر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلو اولادونو ته واده وکړي، هغوى پوهېږي، چې بې ځايه مصارف څومره لويه ګناه ده او د کورنۍ په پاشل کېدو او سوله يېز ژوند يې څومره منفي اغيز کوي.
ځکه دوى د الهي ارشاداتو چې په کومه اندازه ګټور او ارزښتمند او د انساني ژوند د بقا اساسي محور تر خپل هدف لاندې نيسي.
تر نورو ښه پوهېږي، چې په دې اړه قراني نصوصو ارزښت جوت دى؛ او وايې:(کلو وشربو ولاتسرفو) ژباړه:وخورئ،وڅښئ!خو اسراف مه کوئ.
خو د بده مرغه اوس د مقدس شريعت دغه امر تر ډېره تړل شوی.
اوس دور د خرافاتو او ځان ښودنې هغه دور دى، چې بې ديناره انسان په کې د شتمن سره په هره برخه کې سيالي وکړي او د خپل راتلونکې چې دوى د تباهۍ لور ته بيايې هېڅ فکر ونه کړي.
په اوسنې عصر کې د نورو سره د رقابت او سيالۍ تر ټولو ښه مصادر د کورنيو او ځوانانو ته په ودونو کې په لوړه کچه د مصارفو کول دي، چې دا يوه ټولنيزه نابرابري او د کورنۍ د سقوط او ان د له منځه وړلو سبب ګرځي.
کورنۍ محبوري دي، چې د مصارفو د پرې کولو او د مقابل لوري سره د سيالۍ کولو له پاره نورو ته لاس اوږد کړي، او د دراتلونکې له پاره ورته يو داسې بوج ور ترغاړې شي، چې زوم يا د سمندر د ماهيانو خوراک کړي او يا بل وطن کې د بې وسۍ شپې او ورځې تېرې کړي.
هغه کورنۍ چې غواړي خپل اولاد له پاره واده وکړي، مجبور دي چې په ټولنه کې د ودونو او ځان ښودنې له پاره په خپل ځان او کورنۍ هغه څه ومني چې دوى يې اټکل هم نه کاوه چې داسې به کېږي.
لومړى د ولور پرې کول، بيا واده کې د نورو سره سيالۍ له پاره کورنۍ په داو وهل هغه څه دي چې، د کورنۍ نظم او سوله يېز ژوند د کړاوونو يو داسې ګرداب ته ورټېل وهي، چې بېرته راوتل ترې لويه حوصله او فولادي عزم غواړي.
نو بنأ راځئ! چې الهي اوامر د خپل رښتونې ژوند په الفاظو تعريف کړو، ترڅو د مجازي دنيا په سرګردانه لمن کې د ارام او ابدي ژوند خوبونه وګورو او خپل حقيقي ژوند د مجازي ژوند په ګړنک ونه دروو، د تلپاتې کاميابۍ وياړ د سوله يېز ژوند تر نامه لاندې خپلې کورنۍ ته وروبښو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي