په ټولنیز ژوند کې د نورو منل

سهارګل احساس
[pukhto]
لومړی له کومې ورځې، چې په دې خبره پوه شوی یم، چې پرمختګ څه دی، څنګه پرمختګ کولای شو، په خوا کې ورسره یو بل څه هم ګورم، هغه دا چې موږ نور نه منو او په پرمختګ یې خپه کېږو، سره له دې چې دا خاورینه نړۍ زموږ شریکه ده، د هر چا پرمختګ همدې نړۍ ته نوي څه رامنځ ته کوي، بیا موږ ټول ترې استفاده کوو، هغه که په هره څه کې وي، له نړیوال اړخه به د نه منلو سپړنه وکړو.
د عقدوي اړخه موږ د ځمکې پر مخ د ځینې هېوادونو سره چندان جوړ نه یو، خو بیا هغوی ډېر داسې څه رامنځ ته کوي چې د نړۍ ټول خلک ترې استفاده کوي، هغه که د ناروغیو لپاره درمل وي، د ژوند هوساینې لپاره نور وسایل وي، یو وخت داسې وو چې موږ به کلونه او یا هم میاشتې مزل کولو، ترڅو د حج فریضه ادا کړو، خو اوس د څو ساعتونو په تول کې موږ هلته رسو، بیا هم د نورو د پر مختګ پر وړاندې خنډ یو، نه یې منو سره له دې چې همدا اوس ټول هغه وسایل کاروو، چې ټول هغه خلکو رامنځ ته کړي، کوم چې موږ یې د عقدوي اړخه پرمتخګ نه عواړو.
ولې دا نه کوو چې خپلو خلکو ته لومړی دا هر څه ورکړو او بیا نور ونه منو، مریض مو هلته وړو خو له منلو یې انکار کوو، قران راته هلته چاپ کېږي، خو له منلو یې منکر یو همدا ده چې نړیوال موږ په داسې شکل مني، چې هیڅ مو نه دي کړي او تل د هغوی لاس ته ناست یوو.
دوهم په ملي کچه د ځینو قومونو د پرمختګ نه منکرېدل: که وګورو زموږ په هېواد کې یو شمېر قومونه ډېر څه همدا اوس لري، که یې نه لري هغه هنرونه یې زده کړي، چې څنګه یې تر لاسه کړي، خو موږ وایو چې هغوی ولې داسې شي موږ یې ورسره نه منو، ولې دا نه وایو چې هېواد د ټولو قومونو شریک کور دی.
هغوی چې هر څه کوي که کوم نوي څه رامنځ ته کوي، باید په ملي کچه ورته داد ورکړو، چې هغه موږ په دې لاسته راوړنه کې له ځان سره شریک کړي، دا چې په نه منلو بې برخې شو دا به ښه وي کنه چې خپله برخه ولرو دا به ښه وي، که یو بدخشانی کوم څه لاسته راوړي، ننګرهاریان دې داد ورکړي، ملا دې ور وتړي تر څو په هغه برخه کې د نورو له اختیاج خلاص شو، موږ دا چاره نه کوو برعکس هغه وژنو، همداسې موږ د هرې برخې احتراع کوونکي نه دي منلي رخه مو ورسره شوې، پر وړاندې مو خنډونه ورته جوړ کړي، او بلاخره وژلي مو دي.
درېیم سیمه یزه تربګني او نه منل: موږ ډېری وخت په خپله سیمه کې د هغه خلکو ملا ورماته کړې، چې پرمختګ او لاسته راوړنه کوي، په بېلا بېلو نومونو مو یاد کړي، نیوکې مو ورباندې کړي، ان تر دې چې سپکې سپورې هم ورته وایو، که مو یو کس پرمختګ کوي موږ وایو دا د پلانکي ځوی دی، یا هم جاسوس او داسې زر نور نومونه ورته اخلو، هغه کس دومره زړه موړی کړو چې دې خلکو ته د هیڅ لاسته راوړنې خیال بیا نه لري.
هغه په تولنیز ژوند کې له دومره ستونزو سره مخ وي، چې خپل هدف خوشې کړي او بله لار انتخاب کړي، همدا علت دی چې موږ له کلونو وروسته هم ډېر د ټیټې کچې ژوند لرو، خو که دا هره څه ونه کړو خلکو ته داد ورکړو، فکرونه یې غټ کړو پښې یې ونه وهو، په سپکو یې یاد نه کړو کورنۍ او مشران یې په غلطو نومونو یاد نه کړو، فکرونه یې ورته زندۍ نه کړو، د هر خیال او لاسته راوړنې درناوی یې وکړو، لرې نه ده چې د نورو د هرې احتیاجۍ به خلاص شو، پر ځان یوه بسيا یه او خپلواکه ټولنه به ولرو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي