په پښتو شعر کې د جبر او اختیار مسئله

میوند شینواری
[pukhto]
(تقدیر او تدبیر)
په ورځني ژوند کې ډېر ځله له خلکو اورو چې: زما تندی کار نه کوي، نصیب مې خراب دی، برخه مې سپیره ده، قسمت یاري ونه کړه، طالع مې خرابې دي، بخت مې ویده دی او… دلته له تندي، نصیب، برخې، طالع، بخت او قسمت نه موخه هماغه الهي تقدیر دی.
په موټر کې د سفر پر وخت چې مې هر کله موټر چلوونکو ته د احتیاط او کراره تلو ویلي، د ډېرو یې ځواب دا وي:
څه چې په قسمت کې وي رارسیږي، یا څه چې تقدیر کې وي هماغه به کیږي.
دا به تاسې ته هم تجربه شوې وي.
دا چې زه موټرچلوونکي ته د احتیاط وایم، مانا دا چې زه د ژوند په چارو کې تدبیر لازم ګڼم. موټر چلوونکی چې کوم ځواب وايي هغه هر څه په تقدیر پورې تړي.
الهي تقدیر او انساني تدبیر په حقیقت کې هماغه د جبر او اختیار بحث دی، چې انسان مجبور دی که مختار؟ په دې څو اړخیزه موضوع له پخوا نه ګڼ شمېر سر خوږونکي بحثونه شوي دي، ځینې کسان انسان مجبور او ځینې یې مختار ګڼي.
هغوی چې انسان مجبور ګڼي وايي چې انسان د خپل برخلیک په ټاکلو کې هیڅ رول نه لري او یو نامعلوم قدرت د ده په مرګ او ژوند لوبې کوي، دا ډله خلک جبر تاییدوي (انسان مجبور ګڼي).
بله ډله چې انسان مختار ګڼي وايي چې انسان د خپلو ټولو کړنو مسوول دی او که داسې نه وي نو بیا په بله دنیا کې د مجازاتو او مکافاتو خبره بې مانا کیږي.
دوی وايي که انسان مجبور دی نو ولې باید د حساب په ورځ د خپلو بدو کړنو په بدل کې مجازات شي او د ښو کړنو په بدل کې ونازول شي.
په دغو دوو ډلو سربیره یوه بله ډله هم شته چې هغوی منځنۍ لار نیولې ده، دوی قدرت د خدای او بنده له دواړو څخه ګڼي، یانې انسان نه مطلق مجبور دی او نه مطلق مختار.((د جبر او اختیار ډیالکتیک)) دوکتور سید بهاالدین مجروح
زه د لته د جبر او اختیار په اړه ژور فلسفي بحث نه کوم او نه یې پر مخینه غږیږم، ځکه چې دا نه زما صلاحیت دی او نه مې اصله موضوع ده.که څوک د جبر او اختیار په اړه ډېر پوهېدل غواړي او لېوال وي، نو کولای شي چې د هېواد د نامتو لیکوال او شاعر سید بهاالدین مجروح (د جبر او اختیار ډیالکتیک) نومی کتاب ولولي، یاد کتاب پر همدغه موضوع خورا په زړه پورې مواد لري.
زمونږ اصله موضوع په (پښتو شعر کې د جبر او اختیار مسئله ده) ګڼ شمېر پښتانه شاعران تقدیر ته په دومره ارزښت قایل شوي چي تدبیر یې په مطلق ډول له پامه غورځولی. یو شمېر نورو بیا تدبیر خورا مهم ګڼلی دی. د جبر تاییدونکي د انسان ټولې کړنې په تقدیر پورې تړلې ګڼي، د دوي په باور د انسان ټولې چارې له اوله لیک دي، کوم څه چې پیښېږي یا پیښېدونکي دي، په دې کې د انسان هیڅ اختیار نشته. د دوی له نظره انسان مجبور دی. د اختیار تاییدونکي بیا انسان د خپلو ټولو کړنو مسوول او مختار بولي، دوی وایي انسان د خپل ښه او بد او روښان یا تیاره برخلیک مسوول او مختار دی. دلته به په پښتو شعرونو کې د جبر او اختیار تایید وګورو، ځینو شاعرانو انسان مجبور او ځینو مختار ګڼلی.رحمان بابا خو د حافظ غوندې حتی عاشقي هم اسماني قضا بولي:
چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
بل ځای رحمان بابا د انسان اوږې له مسوولیته په مطلق ډول خالي کوي، دی د انسان ټولې کړنې الهي تقدیر ګڼي. د ده په نظر انسان په خپل اختیار کې نه دی او مطلق مجبور دی:
چې علاج کولای نه شي د قسمت څوک
ترو به څه وايي و چا ته نصیحت څوک
هغه چارې چې موقوفې په تقدیر دي
کړی یې نه شي په محنت په مشقت څوک
که نظر کا وقضا و هم رضا ته
په هیچا باندې دې نه کا ملامت څوک
یا دا چې :
چې څه کاندي واړه خدای دی نور څه نشته
رحمان څه دی څه یې واک څه یې ادراک
++
عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه
عقل من د طالعمنو نوکران دي
رحمان بابا د جبرپه تایید کې بې شمېره بیتونه لري.
خوشحال خان خټک بیا دواړو ته په ارزښت قایل دی، دی کله چارې په تقدیر پورې تړي او کله بیا تدبیر لازم ګڼي. په خپلو مستانه او رندانه کړنو کې ځان مجبور ګڼي او وايي چې دا هر څه ازلي دي، خو کله چې خبره د جنګ جګړې، اتفاق، ننګ، ناموس، مشرۍ او ملکۍ راځي، نو دلته بیا د تدبیر لاره نیسي.
د جبر په تايید کې وايي:
زه خو شرابي یم شېخه څه راسره جنګ کړې
برخې ازلي دي کاشکې ما د ځان په رنګ کړې
خوشحال خان مستي او رندي خپله ازلي برخه ګڼي، دی وايي زه چې هر څه یم همدا مې برخه ده او دې کې زما کوم اختیار او قصور نشته، خو بل ځای بیا بل څه وايي:
که طالع او هنر دواړه سره کیږدې
زه خوشحال به پکې ونیسم هنر
دلته طالع د هنر په مقابل کې راغلې کلمه ده، له طالع نه موخه هماغه د ازل لیک او تقدیر دی او هنر هم دلته تقریبآ د تدبیر په مانا کارول شوی دی. ډیر ځله به مو لیدلي وي چې یوه کس ته په اسانۍ دنده پيدا شوې ده، یا یو کس په لږ وخت کې شتمن شوی دی، یا هم کوم نالایق زده کوونکي په کانکور کې لوړې نمرې اخیستې دي، دغو ټولو ته په ولس کې طالع من خلک ویل کيږي، یا د ښه نصیب او ښه قسمت خاوندان ګڼل کیږي. همدا راز به مو لیدلي وي چې یو کس له ډیرو ګرځیدو او سر ګردانۍ سره بیا هم دنده نه ده پیدا کړې، یو څوک له کلونو کلونو خوارۍ او مزدورۍ پس بیا هم غریب او مزدور دی، تکړه او لایق شاګرد په کانکور کې لږې نمرې اخیستي او هیڅ پوهنځي ته نه دی بریالی شوی، دا ډول ټول خلک بیا په کم بختو، بد نصیبو او کم طالع خلکو نومول کیږي.
برخه، نصیب، قسمت او طالع شاید په قاموسونو کې کټ مټ د تقدیر په مانا نه وي راغلي، خو که ځير شوو د خلکو تر منځ په ورځني ژوند اوادبیاتو کې په همدغه مانا کارول کیږي. خوشحال خان چې طالع پریږدي هنر نیسي، مانا دا چې یواځې د تقدیر په تمه لاس تر زنې نه کیني، بلکې د ژوندانه په چارو کې تدبیر لازم ګڼي.
هغه شاعران چې یواځې جبر تاییدوي، یا په بل عبارت یواځې د تقدیر په تمه ناست پاتې شوي دي، ډېری یې(ټول نه) صوفي او ولسي شاعران دي. پورته مو د رحمان بابا د شعرونو بېلګې ولوستې. ولسي شاعر ملنګ جان هم انساني تدبیر د تقدیر په مقابل کې هیڅ ګڼي. د ده په باور څه چې انسان ته له اوله لیکلي شوي دي او برخه یې ده هماغه ورسیږي، انسان په تدبیر نه شي کولای چې هغه بدل کړي.
ملنګ جان :
د تقدير مخکې تدبير د شګو بند دی
درياب هيڅکله په شګو نه بنديږي
کب په منځ کې د درياب کناره ګرځي
د اجل کونډه يې خوله کې ټومبل کيږي
د اسلام یوه نسخه (چې د ژوند په ډېرو چارو کې د تطبیق وړ او ګټوره ده) دا ده چې:
په هر څه کې منځلاري اوسئ. زما له نظره د جبر او ختیار په بحث کې منځلاریتوب همدا دی چې دوړاو ته په ارزښت قایل شوو، خو پکار ده چې په ټولو چارو کې تدبیر شرط وګڼو، تر تدبیر وروسته چې څه کیږي هغه بیا زمونږ تقدیر دی.
لکه په دې شعر کې چې یې شاعر راته وايي:
په تدبیر چې د کوټې سوری بند نه کړې
دا تقدیر دی چې هغه کوټه به څاڅي
په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې عمومآ او افغاني ټولنه کې خصوصآ، ډیری خلک په دې باور دي چې انسان ته هر څه په ازل کې لیک شوي دي، څه چې پیښیږي هغه زمونږ تقدیر دی. تر ناکامیو، ورانیو، ناهیلیو، شکستونو او موخې ته تر نه رسیدو ورسته، له عذابه د خلاصون او روحي سکون یواځينئ لار دا وي چې، همدا به مې تقدیر و، همدا مې برخه وه، نصیب به مې همدا وي.
دې پیغام په ادبیاتو کې هم په پراخه کچه انعکاس موندلی.
اوس معاصر پوهان په ادبیاتو کې؛ خصوصآ شعر کې په دا ډول پيغام ورکولو سخت انتقاد کوي. دوی وایي چې دا خلکو ته د لټۍ او تنبلۍ درس ورکول اوپه لوی لاس خلک لاس تر زنې کیناستو ته رابلل دي، چې دا سمه نه ده.
مونږ باید په شعر کې له هنري تومنې سره یوځای خلکو ته د مبارزې، کار کولو، زحمت او تر هر ځل پریوتو وروسته د بیا راپاڅېدو درس ورکړو، چې وکولای شي په خپلو مټو ځانته د هوسا ژوند او سوکالۍ اسباب برابر کړي. په پښتو معاصره شاعرۍ کې د اختیار تاییدونکي هم څه لږ نه دي،د قران کریم د یوه آیت منظومه ژباړه ده چې:
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله
الله ج خپلو بنده ګانو ته په څرګندو ټکو کې پخپله د خپل حال د بدلیدو وايي، چې دا د انسان د مختارې ارادې په برخه کې قوي او څرګند دلیل دی، خو باید یادونه وکړو چې د جبرتاییدوونکو هم ګڼ شمېر آیتونه او حدیثونه توجیه کړي دي چې د الهي ارادې په مقابل کې د انسان پر محکومیت او مجبوریت دلالت کوي.
لکه مخکې مو چې یاده کړه زمونږ خلک هر ځل تر ناکامیو، ماتو، ناهیلیو او غفلت وروسته یواځې په دې ځان خلاصوي چې ګواکې دا هر څه یې په تقدیر کې همدغسې لیک دي او د دوی کوم قصور پکې نشته. دې ذهنیت یواځې د عوامو په سر کې ځای نه دی نیولی بلکې ډیر لوستي مو هم په همدې عقیده دي، ځکه خو امجد شهزاد وايي:
زه داسې خلکو ته شعور د ژوندون څنګه ورکړم؟
چېرته چې ښه بده تمامه له اسمانه راځي
له اسمانه د ښې بدې راتلل، د خلکو هماغه باور ته اشاره ده چې هر څه په تقدیر کې مخکې له مخکې لیکل شوي ګڼي.د امجد بل بیت:
زمونږ په کلي کې تر اوسه دا خبره کیږي
چې فیصلې د نصیبونو چرته بره کیږي
هیچا تر اوسه د خپلو بدبختیو، ناکامیو او وروسته پاتې والي پړه په خپله غاړه وانه خیسته، ټول ځان په دې تسکینوي چې ګنې دا یې تقدیر دی او د دوی پکې کوم قصور نه شته، حال دا چې د عقل او شعور تقاضا بل ډول ده، په مسایلو کې ژور فکر، ښه تصیم نیول، او تر پوره تدبیر وروسته چارې ترسره کول د عقل او شعور غوښتنه ده. د تقدیر په تمه ناستو لیونو ته د اکبر سیال وینا:
د تقدیر په تمه ناسته لیونیه !
ځان پخپله بدلولی شې که نه شې؟
ادبیاتو د ولسونو شعور لوړولو او ذهنیتونو روښانولو کې ټاکوونکی رول لرلی دی او لري یې. نننی عصر چې له ادیب او شاعر نه کومې غوښتنې لري هغو ته پام پکار دی. شاعر باید د نن ستونزې، غوښتنې، ارمانونه او هیلې، شعر کې په داسې انداز بیان کړي چې شعریت او هنریت پکې وساتل شي او د شعر روح زیانمن نه شي.
د جبر او اختیار موضوع به د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې راغلې وي او ګڼ شمېر بېلګې به یې موجودې وي، دلته ما یواځې هغه شعرونه راوړي چې ډير یې زما یادي زده وو.
اوس به د موضوع اړوند، ټوکې ته ورته یو نکل باندې لیکنه راونغاړو:
وايي کوم چا اورېدلي وو چې روزي رسان الله ج دی. دا سړی کوم وخت مسافر شو، یو ځای کې پرې ماښام راغی. د شپې تېرولو لپاره جومات کې پاتې شو، په وږې خېټه د جومات په یوه کنج کې ناست دی، تپه تیاره ده، د جومات په بل کنج کې ملا له چړیانو سره ډوډۍ ته کېناست، د مسافر زړه کېده چې دی هم ډوډۍ ته ورسره کېني، خو بیا به وریاد شول چې روزي رسان الله دی، په همدې تمه په خپل ځای ناست و، ښه شېبه تېره شوه، نور یې د ولږې تاب نه شو راوړلی، ټوخی یې وکړ. له ټوخي سره سم د ملا ورپام شو، ویل یې هله وروره ډوډۍ ته راشه ډوډۍ وخوره. مسافر چې ډوډۍ وخوړه او خېټه یې مړه شوه نو له ځان سره یې وویل:
رښتیا چې روزي رسان خدای دی، خو یو ټوخی غواړي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي