په ځان باور څومره مهم دی؟

شرافت همت
[pukhto]
د پرمختګ او بریالیتوب لپاره تر هر څه زیات اړین پر ځان باور درلودول دي، که پر ځان باور ولرو، ځان راته د لویو کارونو جوګه ښکاره شي او دا فکر پېداکړو چې مونږ له هیچا کم نه یو او د هر کار ترسره کولو وړتیا لرو، نو لیرې نه ده چې مونږ به بریالي او خپلو موخو ته ورسیږو.
که مونږ په ځان باور ولرو، سختې لارې راته اسانیږي، ستونزې راته فرصتونه ښکاري او د پرمختګ پر لاره له هیڅ خنډه نه ډاریږو، بلکې یو فرصت او تجربه یې بولو او فکر کوو، دا راسره په راتلونکي ژوند کې حتماً مرسته کوي.
د پر ځان باورۍ اهمیت خورا زیات دی او پدې اړه زه خپله هم تجربې لرم، زه په ځان باور لرم او پدې سل سلنه ډاډه یم چې زما وړتیا له هیچا کمه نده او هغه څه چې نور یې کولای شي، زه یې هم د کولو وړتیا لرم، خو زه خپله عمده او جدي ستونزه، چې د پرمختګ پر لاره کې مې لوی خنډ دی، ښه پېژنم، هغه زما کم کاري او تنبلي ده.
که رښتیا ووایم، زه ډېر کار او مطالعه نشم کولای، ددغسې ستونزې د ختمولو په هڅه کې یم او غواړم خپله دغه ستونزه ژر ختمه کړم.
انسان ځینې وخت په ځینو چارو کې د پاتي والي له امله د نهیلۍ خوا ته لاړ شي، پر ځان یې باور کم یا ختم شي او فکر کوي چې ډېر نالایقه او تنبل دی، دا حالتونه په ژوند کې پېښېدل فکر کوم طبیعي دي او نږدې هر څوک یې د تجربې شاهد دی، بریالي هغوی دي چې له دغسې حالاتو سره مبارزه کوي، پخپل ځان او وړتیا باور ترلاسه کوي او ځان له دې حالته باسي.
ما ددې حالت یادونه ځکه وکړه، چې دا څه موده زه هم له ورته حالت سره مخ کېږم او ځوروي مې، له دغه حالته د ویستلو ښه لاره دا ده چې ځان ته خپلې موخې په یاد کړو، د لویو او سترو شخصیتونو ژوند مطالعه کړو او خپله ستونزه له بریالیو، پوهو او تشویقوونکو اشخاصو سره شریکه کړو، تر څو ډاډ او تشویق راکړي او په خپله وړتیا مو باوري کړي.
زه د ذهني کمزورۍ خبره منم، د ځینو خلکو IQ کمزوری وي، او د دې فیصدي یې کمه وي، خو هغه خلک چې له دې مشکل سره لاس او ګریوان دي، باید کوښښ نسبتاً زیات وکړي.
هر څوک د ډېر استعداد درلودونکی دی، خو هغوی چې تشویق او هڅوونه ترلاسه کوي، د نورو په نسبت زیات بریالي او پرمختللي کېږي.
استعدادونه او وړتیاوې مختلفې دي، یو څوک به په یوه برخه کې تر تاسې ښه وړتیا لري، خو باور وکړئ، ستاسې وړتیا به له همدې شخصه په بله برخه کې حتماً زیاته وي.
هیڅوک له هیچا کم ندی، خو ستونزه دا ده چې مونږ په ځان سم باور نلرو او فکر کوو مونږ له نورو کمزوري یو، بل له تشویق او ډاډه محروم یو، داسې څوک نشته چې د وړتیا او پرمختګ ستاینه مو وکړي او ومو هڅوي، تر څو په ځان باور ترلاسه کړو او پر مخ لاړ شو.
په ما کې یوه ځانګړنه دا ده چې ځینې وخت ځان له خورا لویو او سترو اشخاصو سره په رقابت کې احساسوم او فکر کوم زه ترې په هیڅ کې کم نه یم، باید له هغوی وړاندې شم، پکار هم داسې ده مونږ له هیچا کم نه یو، په ځان او وړتیا باید باور ولرو او د کار فیصدي په تدریجي توګه زیاته کړو، همدا مو د بریالیتوب او پرمختګ پر لور بیایي او خپلو موخو ته مو رسوي.
ما ته که څوک ووایې، هغه فلانی ډېر تکړه دی، زه ورته وایم دلیل یې پر ځان باور او ډېر کار دی، ته هم کوښښ وکړه، پر ځان او وړتیا دې باور ولره، له هغه تکړه کېدای شې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي