په څاه کې دننه سړی

ژباړن:میرویس اشنا
[pukhto]
څومره په زوره چېغې ووهم چې غږ مې بهر خلک واوري؟
یو کال وړاندې، هو نږدې د یوه کال مخکنۍ خبره ده تاسې لوستونکي په کې دوه څلور میاشتې کمولی یا زیاتولی هم شئ، ځکه چې په څاه کې له چا سره جنتري نه وي ان ساعت هم ورسره نه وي،
او که رښتیا ووایم په څاه کې د جنترۍ او ساعت څه کار؟
هو، یو کال مې په څاه کې وشو، امکان لري ددې یوه کال کیسه د څو کلونو اوږده کیسه وي…
په څاه کې د شپې او ورځې توپېر نه وي…
دلته له یوې دقیقې نه تر بلې دقیقې پورې د وخت واټن شپیته ثانیې نه دی او نه له یوه ساعت نه تر بل ساعت پورې د وخت فاصله شپیته دقیقې ده، او که تاسې فکر کوئ چې له اوونۍ څخه تر بلې اوونۍ پورې وخت به اووه ورځې وي او یو کال به درې سوه پنځه شپیته ورځې وي نو په څاه کې د وخت دا ډول حساب سم نه دی.
په خوښۍ، غم، ازادۍ او زندان کې د وخت ترتیب یو ډول نه وي، په خوښۍ کې تېرېدونکې څو شېبې که د غم په قالب کې واچول شي نو، هغه څو شېبې په څو پېړیو بدلېږي…
نو…زه اوس نه پوهېږم چې له کوم وخته به زه په دې څاه کې پروت یم…
څومره په زور چېغې ووهم چې غږ مې بهر خلک واوري؟
زما ستونی اوس په ډېرو نارو دومره ژوبل شوی دی چې د غږ پر ځای مې له ستوني د پخ، پخ اواز راپورته کېږي چې یوازې زه یې اورېدی شم، آن په خوب کې مې هم د پخ، پخ اوزونه اورم.
له ډېره وخته مې داسې کوم خوب نه دی لیدلی چې دا ډول اواز به مې په کې نه وي اوریدلی، ممکن په وړوکوالي به مې داسې کوم خوب لیدلی وي چې دا اوازونه په کې نه وو، خو اوس مې د بهر خبرې ډېرې نه په یادېږي.
یوازې دومره مې په یاد دي چې د څاه نه بهر خلکو به د نافذه قانون له مخې اضافه سترګې، غوږونه او ژبې لرلې خو، له دې غړو نه به یې هیڅ کار نه اخېسته.
کله چې به سپینو کوترو د سولې سندرې بوللې دوی به په غوږونو کې ګوتې اېښودلې او ویلې به یې مونږ دا هر څه نه اورو، زمونږ غوږونه د مرمیو او بمونو له اوازونو سره روږدي شوي دي او زمونږ سترګې د مسخ شوو جسدونو د لیدو لپاره جوړې شوې دي.
دا زمانه د مور ګانو لپاره د بچو د زېږولو نه وه خو، له څاه نه بهر بې وقفې کوچنیان زېږیدل…
دا کوچنیان د مورنۍ مینې او للو سره ناآشنا ول.
په څاه کې زه دومره پوه شوی وم چې د بهر خلکو د غوږونه پردې شلېدلي وې او یا یې سترګو د لیدلو وړتیا نه لرله، ممکن هغوی به ړانده او کاڼه شوي وو، چې یوه چېغه یې هم نه اوریده او نه یې دا څاه لیدله.
چې یو څوک نه څه لیدی شي او نه یې اوریدی شي نو، هغوی به د څه شي په اړه څه ووایي؟
د څاه دننه او د بهر نړۍ تر منځ یوه خلا ده چې له دې تشې او خلا څخه هیڅ رڼا او اواز نه شي تېرېدای
نو، زه څومره په زور چېغې ووهم چې غږ مې د بهر خلک واوري؟
په څاه کې مکمله تیاره ده دا یوه متروکه څاه ده خلک له پاسه د خپلو کورونو خځلې دلته راغورځوي، ځېنې خلک دومره ګنده شیان راوغورځوي چې تر ډېر وخته د څاه چاپېریال ورسره خراب شي خو، زه هغوی ته خپل شکایت هم نه شم کولی، زه فکر کوم هغوی چې کله څاه ته خځلې راغورځوي نو، خپلو پوزو ته به يې دسمالونه نیولي وي او سترګې به یې پټې کړي وي.
په دې څاه کې یوه زېنه هم نه شته.
نو، څومره په زور….
زه چې له څاه نه بهر وم نو، ما به هم د کور خځلې دلته غورځولې، ما یوه ورځ هم دې څاه ته دننه نه و کتلي، په هغه وخت کې به هم ممکن په دې څاه کې څوک اوسیده، یا به د هر چا لپاره جلا، جلا څاه جوړه شوې وي.
البته دا زما شخصي نظر دی زه په وثوق سره دا دعوه نه کوم.
زما حافظه اوس سهي کار نه کوي ګنې ما به تاسې ته ویلای وای چې زه څرنګه دلته راغلی وم
په دې اړه چې په ذهن زور واچوم او چرت وهم نو، دوو خواو ته مې فکر ځي په دې کې بیا زه پرېکړه نه شم کولی چې کومه خبره به سمه وي، که پاکه یې ووایم په څاه کې یوه خبره هم مطلق سمه نه وي.
۱:یوه ورځ ما ته وویل شول چې دلته خځلې وغورځوم نو، چې خځلې مې غورځولې پښه مې وښوېیده او له هغې ورځې راهیسې دلته پروت یم.
۲: په اصل کې څه کسانو د قانون د ماتولو په تور زه دې څاه ته راوغوځولم زما پښې او لاسونه یې راتړلي وو، هغه پړی مې اوس هم کله،کله په پښو کې نښلي.
له پړي پرته یو بل شی چې ډېر مې ځوروي، هغه په دې څاه کې زهرجنې حشرې دي چې هر وخت مې پښې او لاسونه چیچي تاسې خو، به خبر یاست چې دلته ډېره تیاره ده نو، زه له حشرو څخه ځان څنګه وساتم؟
کله، کله مې په بدن د هغوی څښېدل احساسوم نو، بس له دې ځای نه د تېښتې لار نشته دلته څلورو خواو ته تیاره ده او ما ته پنځمه خوا نه مالومېږي.
که دلته رڼا وای نو، تاسې به زما جسم لیدلای وای چې څومره شین اوښتی دی، او پښې مې په مسلسل درېدو څومره پړسېدلي دي خو، زه دا ټپونه چا ته نشم ښودلی او هسې هم په دې څاه کې د اوبو کچه ورځ په ورځ کمېږي نو، زه فکر نه کوم چې تر ډېره به ژوندی پاتې شم.
غوږونه مې د اللو د اورېدو، ژبه مې د لوړ غږ د کولو او سترګې مې د رڼا د لیدو پسې تږې دي، او په څاه کې د لیدو لپاره تیاره ده او د اورېدلو لپاره د حشراتو اوازونه او زما د ستوني پخ، پخ دی چې په دواړو سړی نه پوهېږي.
نو، څومره په زور…؟؟؟
پخ، پخ….اخر دا پخ، پخ به تر څو پورې کوم؟
له پاسه د چا پښو غږ دی…
هو څوک دی…
ما پرېږدئ چې چېغې ووهم ګوندې څوک مې غږ واوري.
اخ! زما له ستوني د پخ،پخ پرته بل غږ نه راپورته کېږي د لوړ غږ په اړه یوازې چرت وهلی شم او د چرتونو په مرسته ژوند نه تېرېږي…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي