په ۲۰۰۳ کې له ناکامورا سره د مينې مجلې مرکه

مرکه: ځواب
د جاپان دا خيریه موسسه (پي ام ایس) وچکالۍ ځپلو سیمو کې د څاه ګانو کېندلو او روغتیايي کلینکونو سربېره د ننګرهار ولایت اړوند خېوې ولسوالۍ په سیمه کې د یو لوی کانال د جوړېدو کار شپږ میاشتې وړاندې پيل کړی.
موږ څو ځل د دې موسسې له کار کوونکو انجینر حبیب الله، انجینر علي احمد شينواري او همدا رانګه د دې دفتر له مشر ښاغلي هاشیموتو څخه وغوښتل، چې د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات راکړي، خو هغوی خبره د موسسې رئیس تتسوناکامورا ته وځنډوله، نن مو د کانال د کار په ساحه کې د دې موسسې له رئیس او سږني نوبل جایزې ګټونکي ډاکټر تتسو ناکامورا سره وکتل ده.
ناکامورا د خپلو کارونو په اړه وويل: مرکزي دفتر مو په جلال اباد کې د پوهتنون روغتون ترڅنګ دی، سیمه ییز دفترونه مو دا مهال یو روداتو ولسوالۍ، یو دره نور ولسوالۍ کې دی، د کانال لپاره عمومي سټور په بوډیالۍ کې دی.
په ختیځو ولایتونو کې درې روغتیايي کلینکونه لرو، چې بې وزله خلکو ته وړیا درمل ورکوي، یو کلینک د ننکرهار په دره نور ولسوالۍ، بل د کونړ به پېچ دره او بل هم د نورستان په واما کې دی، چې پکې شل تنو ډاکټرانو ته میاشت په میاشت معاشونه ورکوو، سربېره پردې پېښور کې یو لوی روغتون لرو، چې هلته هم ۸۰ فیصده افغان مهاجرین ناروغان تداوي کېږي.
ښاغلې ډاکټر ناکامورا وویل دا مهال زموږ څلور لويې پروژې فعالې دي.
۱ ـ د څښلو اوبه برابرول
۲- د کرنې اوبه برابرول
۳- روغتیايي اسانتیاوې
۴ـ د کرنې اسانتیاوې
د کانال د پروژې په اړه ډاکټر ناکامورا وویل: چې په دې پروژه کې زموږ د موسسې له کارکوونکو پرته ۶۰۰ شپږ سوه مزدوران کار کوي، په دې پروژه کې نژدې (۱۲۵۰۰۰۰۰۰) یو سلو او ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، په یو کال کې به کانال تر بوډیالۍ رسوو بیا به یو کال نور کار غواړي، چې خېوې ته ورسېږي او هڅه کوو، چې د کانال کار په ۳ کالو کې پای ته ورسېږي.
د نوبل جایزې په اړه ښاغلي ناکامورا وویل: دا کومه سیاسي جایزه نه وه، بلکې زموږ د زیات کار نتیجه وه، چې راکړل شوه.
موږ دې ته نه ګورو، چې چارواکي څوک دي یوازې د امنیت په اړخ کې د دوی مرستې ته اړ یوو، نور نو موږ خپله د خلکو اړتیاوې ګورو، چا ته پرپوزل موپوزل نه ورکوو او نه له ملګرو ملتونو څخه مرسته غواړو.
د جاپان له عام ولس نه بسپنه راټولوو او هماغې باندې چې کوم کارونه کولای شو، پیلوو يې همدا لامل دی چې زموږ موسسه ازاده ده او له دولت او (یو این) څخه روپۍ نه اخلي، دولس کاله کېږي، چې دلته مو کلینکونه جوړ کړي او په کال کې نژدې یو نیم لک ناروغانو ته درمل ورکوو.
د جایزې په اخیستو ځکه خوشحاله یم، چې پي ايم ايس موسسې ځینو ماشینونو او نورو سامانونو ته اړتیا درلوده، نو د جایزې په پيسو به هغه واخلو.
د جایزې د راکولو لامل دا و، چې د امریکايي بریدونو پر مهال موږ خپل کارونه نه وو ځنډولي او اړو خلکو ته مو غذايي مواد برابرول.
ناکامورا هیله وکړه: نړیوال دې یوازې جنګي مسايلو ته نه ګوري، د خلکو د ستونزو حل ته دې پام وکړي، زیات خلک د وچکالۍ له امله مهاجرت ته اړ شوي، راځئ، چې ټول په شریکه له وچکالۍ سره جنګ وکړو!
امریکايان او نور بهرنیان دې له جنجالونو تېر شي، په زرګونو کسان د همدوی د بریدونو له امله مړه شوي دي.دوی باید انسانیت ته درناوی وکړي، د خلکو په حقونو نورې پښې کښېنږدي او اړو خلکو ته دې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
ډير خوشحاله شوم چي تاسى دومره زيات زيار او کوښښ کړي چي د مظلوم ولس په حاطر د علميت په نړي کى يو ښکلي پروګرام مو ورته جوړ کړو.
تل کاميابه او خوشحاله اوسى 🌷
ستاسى د لا کاميابي په هيله 🌹 🍁 🌺 🌸 💐
ځواب صاحب له تا خاث مننه.