په ۲۰۱۶ کال کې تر ټولو خوندي هېوادونه

ژباړه- نصرت الهام
[pukhto]
د نوې تراژيديکې نړۍ د پېښو له امله د ډېرو خلکو اندېښنه امنيت دی. په نړېواله کچه د ۲۰۱۶ کال د سوله اييزو هېوادونو د نوملړ په حواله ويل شوي چې په دې کال کې نړۍ ډېر کم امنيت درلود. تاو تريخوالی، جرمونه او تروريزم هغه څه دي چې خلک ترې د سفر په مهال تل اندېښمن وي. خو د دې مانا دا نه ده چې موږ بايدسفر کول پرېږدو، يواځې بايد احتياط وکړو او د سفر لپاره مناسب ځايونه وټاکو.
لاندې د ۲۰۱۶ کال د نړۍ لس تر ټولو خوندي او سوله اييز هېوادونه ګڼل شوي چې تاسو ورته ډاډمن سفر کولای شئ.
۱۰- سلو وينيا
دا يو وړوکی هېواد دی، چې د جامو او بېلابېلو زينتي او فيشني توکو پلورنځي او داسې منظرې لري چې ګوته په غاښ به ورته پاتې شئ، دا هيواد ارام خلک او ځانګړی تاريخ لري.
۹. جاپان
د نړۍ د لسو خوندي هيوادونو په ډله کې يواځينی اسيايي هيواد جاپان دی، چې خپل ليدونکي په راښکونکو خوړو، سوداګرۍ، هنرونو او تاريخ حيرانوي.
۸. کاناډا
کاناډا يو لوی او ځوان هيواد دی، دا هيواد همدارنګه د خوندي چکر لپاره پراخې او ډول ډول سيمې لري، هغه څوک ډېر نېکمرغه دی چې په دې هيواد کې اوسيږي.
۷. سويټزرلينډ
د دې هيواد هيښوونکې منظرې، خواږه چاکلېټ چې ګوتې به ورسره وخورئ او ارامه مزاج د هر چا لپاره جالب دي، هغه څوک بشپړ نېکمرغه دی چې دې راښکونکي اروپايي هيواد ته چکر و وهي.
۶. چيک جمهوريت
چيک جمهوريت د منځني عمر تاريخ لري، د دې هېواد په تيګو پوښل شوې کوڅې، او ګڼې شنې درې يوه مشهوره منظره جوړوي، چې په خوندي فضا کې ترې خوند اخستلی شئ.
۵. پرتګال
د الګرف د ښکلو ساحلونو له څنډو ور هاخوا، پرتګال په زړه پورې منظرې او له غني کلتوره ډک ښارونه لري.
۴. نوی زيلاند
نوی زيلاند ګرځېدونکو او له خطره د ډکو چکرونو خوښوونکو خلکو ته مناسب ځای دی، چې ساه دروونکې منظرې او دوستانه خلک لري.
۳. اسټريا
له دې سره چې اسټريا د نړۍ د خوندي هيوادونو په کتار کې درېيم ځای خپل کړی، کولای شي په خپلو تاريخي ځايونو او نا اشنا منظرو سره د خوند او حيرانتيا احساس درکړي.
۲. ډنمارک
په دې نوملړ کې دويم نوم د ډنمارک دی، حيرانوونکی ډنمارک د ورتلونکو هرکلی په هر هغه ګډ نړيوال څيز کوي، چې هر څوک او هر انسان ورسره اړيکه لري، له کوپن هاګن نه تر رينسانس قصرونو له خوړو ډک ښارونه، هوا لرونکي سمندرغاړي، جزيرې او د کب نيوونکو واړه کلي لري.
۱. ايسلينډ
ايسلينډ يواځې په ۲۰۱۶ کال کې خوندي هيواد نه دی، بلکې په پرله پسې توګه مشهورېدونکی هېواد دی، ځکه چې اراموونکي او طبيعي تودوخه لرونکي د اوبو حوضونه، هيښوونکي ابشارونه، د پلي ګرځېدو لپاره ښايسته ځايونه او ډېر مينه ناک خلک لري.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي