ځان کامياب کړئ

ژباړه: رضاءالله ځار
[pukhto]
کامياب انسان:
مهمه نه ده چې چېرته ژوند کوو او څو کاله عمر لرو ، ممکنه ده چې هر وخت او په هر ځای کې کامياب ووسو او د خپل ځان لپاره يو لوړ او ستر هدف وټاکو.
هيڅ قانون د کاميابۍ لپاره نه شته، مونږ هر يو کاميابي لرو او کولای شو چې کامياب ووسو.
پيسې او قدرت يوازې د کاميابۍ نښې دي، مګر څه شی د کاميابۍ لامل کيدای شي؟
که تاسې تر اوسه پورې خپلو موخو ته نه يې رسيدلي؛ نو تاسې يو ناکام لوبغاړی او په خپل ميشن کې پاتې راغلي ياستئ نو ځان د ژوند په دغه سفر کې کامياب کړئ، چې ستوري شئ.
له ځانه وپوښتئ:
ستاسې په ژوند کې تر ټولو غټه لاسته راوړنه څه ده؟
څنګه کولای شی چې خپلو هيلو ته ورسېږئ؟
کوم کارونه بايد وکړو، چې کامياب شو؟
خپلو هيلو ته د رسيدلو لپاره مو تر اوسه څه کړي؟
ستاسې له نظره کاميابي په څه مانا ده او کاميابه انسانان څنګه خلک دي؟
خپلې موخې ځانګړې کړئ!
تر ټولو غټه مسئله چې د کاميابۍ په اړه وجود لري دا ده چې ځانته خپل هدف ښه دقيق مشخص کړئ، نور خلک يې تاسې ته نه ځانګړی کوي.
زياتره کامياب انسانان خوشاله وي، مګر هر کس ځانته د خوشالۍ يو تعريف لري او تاسې هم بايد ځانته د خوشالۍ تعريف ولرئ او ځان د کاميابه انسانانو په لست کې شامل کړئ.
څنګه کولای شو کاميابه انسان ووسو؟
د کامياب انسان کېدلو لپاره يو شرط دا دی، هغه څوک چې کاميابه شوي دي د هغوی له تجربو درس واخلو، مثلاً: د هغه خلکو کتابونه ولولو چې په ژوند کې کامياب شوي دي، که غواړې چې په تجارت کې يو کاميابه شخص واوسې، د هغه خلکو کتابونه ولوله چې په تجارت کې کامياب شوي دي، که غواړې چې يو ښه ډاکټر شی؛ نو طب ولوله او که غواړې چې وزن دی کم شي؛ نو په دغه باره کې هم زياتې تګلارې شته…
کاميابي تصادفي نه ده
د کاميابۍ په باره کې راز نشته، د کاميابۍ لپاره صرف تصميم ته اړتيا ده، د خپلې کاميابۍ لپاره د خپلې وسې تحقيق وکړه او له خپلو ماتو درس واخله.
کاميابي تصادفي نه ده، هر انسان په يوه برخه کې وړتيا لري؛ خو په خپله هغه کاميابه ځانګړنه نه پوهېږي.
د خپل ځان لپاره اصلي هدف وټاکه!
د کاميابۍ يو بل راز دا دی چې خبرې شاته پرېږدې او عملي اقدام وکړې، نو اوس د دی وخت رارسيدلې دی چې خپل ځان ته هدف وټاکې، ځکه چې هدف تاسې سره کومک کوي چې تاسې په ژوند کې څه غواړئ هغه ترلاسه کړئ، ستاسې هدف تاسې هغه لارې ته سموي، کومه چې تاسې ټاکلې ده.
هدف تاسې سره کومک کوي چې له شتو امکاناتو په ګټې اخستنې ځان کامياب شخص ثابت کړئ.
تکړه اوسئ چې کامياب شئ!
د کامياب انسان يوه برخه تکړه توب دی، که غواړئ چې کامياب ووسئ؛ نو د ماتې خوړلو په مقابل کې بايد تکړه اوسې.
پر نفس د اعتماد لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ!
هميشه د هغه شخصيت تصوير په خپل ذهن کې وساتئ، چې غواړئ په راتلونکي کې درنه هماغسې شخصيت جوړ شي.
له ځان سره وواياست، چې زه کولای شم چې يو کامياب شخص ووسم. تاسې به باور نه کوئ چې کامياب به شم او که نه؛ مګر مثبت فکر تاسې سره مرسته کوي چې کاميابۍ ته نژدې شئ.
که ته د کاميابۍ په لار کې تهديد هم شې، نو د هغه تهديد په کيسه کې به نه کېږی، بايد زده کړو چې څنګه خپل ځان جوړ کړو او کومې تېروتنې مو چې کړي هغه په راتلونکي کې تکرار نه کړو، د خپل ځان د نه اصلاح کولو په مقابل کې زمونږ په نفس اعتماد کمېږي او پر نفس اعتماد د کاميابۍ شرط دی.
ټولنيز شحصيت ووسئ!
ټولنيز اوسېدل، هم د کاميابۍ برخه ده، د کاميابۍ او يا پرته له کاميابۍ بايد تاسې د ټولنې سره اړيکې وساتئ، که چيرته يو ټولنيز فرد ونه اوسئ، تاسې نه شی کولای چې کامياب ووسئ، په هغې صورت کې چې تاسې يو اجتماعي شخص ووسئ، نو د تاسې سره د ټولنې نور خلک هم ستا په کاميابۍ کې مرسته کوي.
خبرې پرېږدئ او عمل ته لاس واچوئ!
ناکام خلک فقط خبرې کوي؛ مګر کامياب خلک عمل کوي، د دې پر ځای چې تاسې وخت ته په تمه ووسئ؛ نو له شته وخت، ځای، فکر او امکاناتو ګټه واخلئ او ځان کامياب کړئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي