ځان

مينه ليک/ صادق الله صادق
[pukhto]
ځان ځان دى، ځان جهان دى، ځان جانان دى، ځان اسمان دى، ځان شيطان دى، ځان انسان دى، ځان ګران دى، ځان ارزان دى، ځان روح ده، ځان ارام دى، ځان ته يې، هو زه نه يم، هسې خيال يم، تش کالبوت يم، چې ته نه يې، زه سقوط يم، که ته يې ځان لرم، ګنې له تا پرته زما شتون په دې جهان هيڅ دى.
خلک وايې:(اول ځان دى، بيا جهان) خو زما اول هم ته او اخر هم ته، ځان هم ته او جهان هم ته، جان هم ته او جانان هم ته، درمان هم ته او ارمان هم ته؛ خو:
عـــجيبه يار دى، د ارمان په مانا نه پوهېږي
زه ورته ځان وايم، د ځان په مانا نه پوهېږي
او دا مې هم ورته ويلي دي، چې:
کـه ستا په ننګ باندې مې سر ځي، نو ايسار به نشم
هر يو پوره به دې ارمان کړم، ځان به خاورې کړمه
هو؛ هر ارمان، هره هيله، هره ارزو دې پوره کوم، آن که ځان مې خاورې هم شي، خو بيا يې هم کوشش کوم، نه دې پرېږدم،
تا راته ويلي و، ما ټولې په ځان تېرې کړلې
ما درته نه ويلې، ما خپل زړه کې ګيله ساتله
ستا ګيلې هم په سترګو، ستا شکوې هم په سترګو، هر څه دې منم، خو تا خپه کولى نه شم او نه دې خپه ليدلى شم، خير دى هيله کوم، مه خپه کېږي، مه ژړېږه، مه دردېږه، مه ځورېږه، زه يم کنه… زه د څه لپاره يم، ددې هر څه لپاره زه پيدا يم، غم به هم زه کوم، زغم به هم زه کوم.
نه نه، تاته خپګان نه درکوم، نه نه ته بايد درد ونه ګورې،
هر درد او غم دې ماته راکه، که ته يې نه راکى، رب دې راکړي،
ستا يوه اوښکه زه ددې ټول جهان له دريابونو سره نه برابروم، ځکه:
نه غواړم، چې بل څوک په ژړا کړمه
ځــان نه چې خپه شم، ځانته وژاړم
هو زه تاته د خپګان او غم عادت نه درکوم، ځکه خلک وايي کنه، چې (علت ځي؛ خو عادت نه ځي)، زه خو عادت شوى يم، هرې شېبې سره، هر درد سره، هر غم سره، هو ستا په راتلو سره مې ډېر عادتونه خپل کړل، د مينې، ليدو، خبرو، مسجو… بس خو زما د ژوند هره برخه او هر څه تا سره عادت شوي دي، نو:
ولـــې دې له ځان سره عادت کړم
اوس چې رانه تللې يې، يادېږې مې
اى!
قسم دى بې حده ډېره زياته مې يادېږې، دومره چې هيڅ حد يې نشته، اوس مې دا هر عادت ژړوي او ځوروي مې… هره شېبه د مبايل سکرين ته ګورم، خو له زړو مسجو پرته په کې بل هيڅ نشته او ته رانه لاړې، داسې لاړې، چې بيرته نه راګرځې، زه يوازې شوم، تنها شوم، بېنوا شوم، بې مينې شوم، بې ځانه شوم، بې جهانه، بې اسمانه، بې جانانه او بې ارمانه شوم، اوس خو دا هم درته نه شم ويلى:
زما دې څه وکړل، چې لاړې
نرى نرى زړګى به ستا راپسې چوينه
ځکه دلته خبره سرچپه ده، دلته هر څه په ما وشول، دلته هر درد او غم زه ګورم، دلته زما ځان دردېږي، کړېږي، ځورېږي او ژړېږي؛ خو ستا پرې پروا هم خرابه نه ده، نه دې يادېږم، نه دې په ذهن او مغزو کې راګرځم او نه مې د نه شتون احساس کوې، خو؛
چې د بل په درد دردمند شي درد هغه دی
د خپل ځان په درد حيوان هم ښه پوهېږي
هو؛ ته نه دردېږې، نه ژړېږې، نه غمېږې، نه کمېږې، نه خپه کېږې او نه يې احساس لرې، ځه داسې وکه، چې:
يوه شپه خو دې دا غم ځان سره بوځه
هــــــره شپــــه ورســره نشم کېناستلى
خو اى؛
ته مې د حال پوښتنه مه کوه عادت به دې وي
زه خــو به ځان دريادوم، چې درنه هېر نه شمه
دا منم، چې هغه يوه پېښه وه، يوه سهوه وه، خطا وه، هېره وه او سهوه له هر انسانه کېږي، زه يې بښنه غواړم،
اى بيا به نه تکرارېږي، هغه وايې، چې: (بښنه غوښتونکى غوره انسان وي، خو بښنه کوونکى تر ټولو غوره انسان وي)، زه پوهېږم او باور لرم، چې ته د نړۍ تر ټولو غوره انسان يې، وې او تل به يې، نو زه بيا هم بښنه غواړم، ګنې:
څه دې چې زړه غوښتل، هماغه وشول
ځـــانــته ګنـــــاه، خــو زما نه وه جانو
خو بيا هم زه ملامت، ته سلامت، هره ملامتي يې زما او سلامتي يې ستا،
خير دى راوګرځه، پوهېږم چې اوس مې ارزښت نه شې درک کولى او نه مې د شتون په ارزښت پوهېږي، خو؛
چــــــا چـــې له ځانه جدا کړى يم قسم ومنه
وخت به راځي ما به له خدايه سوالونو غواړي
بيا يې هم وايم،
چې راوګرځه،
خير دى، ماته بيرته خپل ځان راکه،
ماته زما شتون راکه، ماته سيورى د اسمان راکه،
ماته زما د شتون احساس راکه،
ماته د يو نوى ژوندون لاس راکه،
ځکه،
تـه، چې راغلې، ځان مې هېر شو، ځان مې ته شوې،
نو راشه او ځان مې بيرته راکه ځانه، ځکه؛
په تا به څنګه وخت تېرېږي،
زه دې پينځه وخته لمانځه کې يادوومه
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي