ځمکه
طارق نجیب
[pukhto]
مونږ کیدای شي په مختلفو کورونو کې ژوند کوو خو بیا هم زمونږ د ټولو کور یو دې، چې هغې ته د ټولو انسانانو کور ویل کیږي. مونږ د ځمکې کرې باره کې خبرې کوو، په کایناتو کې د انسانانو ژوند کولو لپاره یواځینۍ کره.
مونږ د لمړۍ ورځې په دې ځمکه کې ژوند کوو، خو تاسو کې څومره د ځمکې باره کې پوهیږئ؟ مونږ خپل ورځني عصري ژوند کې داسې بوخت یو چې ددې کرې(ځمکې) څخه مننه او یا ددې کرې د خالق څخه شکر وباسل راڅخه هیر دي.
د ځمکې نوم
هیڅوک په دې نه دي خبر چی د ځمکې نوم د څه شي پر بنا رامنځته شوې، خو د پخوانیو په وینا، هغه څه چې خاوره او تیږه ولري او د انسانانو اوسیدو لپاره مناسبه وي، ځمکه بلل کیږي. دا هم یو د هغه حقیقتونو څخه یو دې چې تر اوسه بی ځوابه پاتې دې.
آیا ځمکه ژوندۍ ده؟
څیړنو تقریبا دا خبره ثابته کړې چې بیولوژیکي او فزیکې پروسو تر منځ یو رڼه اړیکه شته، خو ځمکپوهنې د دومره پرمختګونو سره سره مونږ دې ته نږدې یو چې ځمکه په حقیقت کې خپله یو حساس او خپل ځاني اوسیدونکې حیات دې.
د ځمکې چاودیدنکې حقیقت
د ځمکې په اړه یو بل حقیقت کیدای شي تاسې ترې نا خبر یاست، هغه دا چې په ځکه کې شاوخوا ۵۰۰ اورغورځونې(آتش فشان) شتون لري او تقریبا ۸۰٪د ځمکې لاندېنۍ او پورتنۍ برخه د آتش فشاني خاورې څخه جوړه ده.
ځمکه تل په خوځښت ده
که دنیا همداسې پاتې شي نو نن څخه ۲۵ کاله وروسته به یو ستر براعظم رامنځته شي. دا ځکه چې (ټکټانک پلیټ) تل په خوځښت کې وي. د هر یو پلیټ خوځښت د بل سره توپیر کوي. د الکاهل پلیټ په کال کې ۴سانتي متره حرکت کوي حالانکه شمالي اتلانتیک پلیټ په کال کې ۱ سانتي متر حرکت کوي.
د ځمکې رنګ
په عمومي نظر ځمکه آبي بلل کیږي. فضانوردان چې په لمړي ځل فضا ته لاړل نو ویې لیدل چې ټوله کره(ځمکه) آبي رنګه ده، دا ځکه چې ۷۱٪ برخه یې اوبو نیولې ده.
د ځمکې حرارت
د ځمکې دننه حرارت د ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ سانتي ګرید پورې اټکل شوي چې دا ګرموالې د لمر د ګرموالي سره برابر دې.
د فضا الودګي
تقریبا ۳۰۰۰۰ فضایي ذرې یا ګردونه د ځمکې اتوموسفیر ته راننوځي. وړاندې تر دې چې د ځمکې اتوموسفیر ته داخلې شي خوشبختانه زیاتره دا الودګي سوځي ، پایله کې د ویشتونکو ستورو یا لکۍ داره ستورو په څیر ورکیږي.
ځمکه ګرده نه ده
ځمکه ګرده نه ده بلکه کروې یا بیضوي شکل لري، یعنې دوه مقابل لورو ته لږه وتلې ده.
د ورځو اوږدیدل
مونږ تقریبا ۲۴ ساعته په یوه شپه او ورځ کې لرو خو که دنیا همداسې پاتې شوه نو راتلونکي ۲۵۰ میلیونه کاله وروسته به یوه ورځ یو نیم ساعت اوږده شي، دا ځکه چې ځمکه په خپل مدار په ورو تاویږي.
د ټولو څخه روښانه
دا څرګنده ده چې آسمان کې زهرا د ټولو څخه روښانه ده، ځمکه یو څه ډيره روښانه ښکاري هغه وخت چې د فضا څخه لرې وکتل شي. ځمکه د اوبو له کبله د ټولو کایناتو سیارو څخه روښانه ښکاري.
ځمکه حرکت کوي
هغه فشار چې د ځمکې هستې څخه راووځي، په نتیجه کې ټکټانک پلیټونه په حرکت راځي چې په کال کې تقریبا یو میلیون زلزلې رامنځته کیږې چې ډيرې یې مونږ نه شو حس کولای.
د رڼا سرعت
شاو خوا ۸ دقیقې او ۲۰ ثانیو ته اړتیا ده چې د لمر رڼا ځمکې ته راورسي. یعنې هغه ګرموالې چې مونږ یې حس کوو ۸ دقیقی وړاندې د لمر څخه رالیږل شوی وي.
د ځمکې سرعت
ځمکه ۱۰۰۰مایله په ساعت سرعت کې په خپل مدار کې تاویږي. پایله کې ۶۶۷۰۰ مایله پر ساعت سرعت فضا کې لاره وهي. خو مونږ ولې دا نه شو حس کولاې چې زمونږ کره په داسې ګړندي سرعت کې تاویږي؟
دا ځکه چې ځمکه په یو ثابت سرعت تاویږي او لږ څه د ځمکې جازبې قوې له کبله هم.
څلور موسمونه
د څلور موسمونو رامنځته کیدل د لمر څخه د ځمکې لیرې کیدل یا نږدې کیدلو پورې اړه نه لري بلکه ځمکه په خپل مدار کې یو څه مایله کیږي چې ویلې شو تقریبا ۲۳.۴ درجې کږیږي خو د وخت په تیریدو کیدای شي بدلون ومومي.
د ځمکې لمړې تصویر
د ځمکې څخه ۶۵ مایله بره په لمړې ځل سپوټنک ۲ له خوا د ځمکې تصویر واخستل شو. په کال ۱۹۴۶ م کې کلایډ هالیډې یو ظاهرې تصویر واخست.
په کال ۱۹۶۷ م کې د ځمکې لمړنې رنګه او پوره تصویر د (ډي او ډي جي اي) سټیلایټ (سپوږمکۍ) له خوا واخستل شو.
د ځمکې هسته(تل)
د ځمکې هسته یا تل ۳۷۰۰ مایله لاندې اټکل شوی ده. د ځمکې هسته یا تل د اوسپنې-نکل څخه جوړه ده.
د ځمکې د جازبې توپیر
د ځمکې جازبه د ځمکې په هره نقطه کې توپیر کوي یعنې جازبه په هماغه اندازه ډيریږي چې هستي یا تل ته نږدې کیږي.
د اوبو سلنه
د ځمکې ۹۷٪ اوبه په بحرونو کې پیدا کیږي او یواځې ۳٪ اوبه په سیندونو او ولاړو ډنډونو کی پیدا کیږي.
سپوږمکۍ او ملګري
سپوږمۍ یواځینې آسماني شې نه دې چې د ځمکې څخه چاپیره څرخیږي بلکه (اسټرویډ ۳۷۵۲ کروني) او (ای ای۲۹، ۲۰۰۲) هم د ځمکې څخه څرخیږي.
ځمکه، یواځینې کور
که څه هم فضایې هدفونه ددې لپاره په کار اچول شوي چې کایناتو کې نور هم لرې لاړ شي او د کایناتو یا که نور ژوندي وي، دهغې باره کې معلومات تر لاسه کړي. خو تر اوسه پورې دا ثابته ده چې د ځمکې څخه پرته بل ځای ژوند کول اړین نه دي، که څه هم تر ټولو نږدې سیاره، مریخ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي