67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ځوانان او ټولنه

ډاکټر ځلاند

[pukhto]

د ځوانانو د تحرک او خوځښت قوه د ټولنې ، ملتونو او هیوادونو د پرمختګ او د سوکالۍ مشین او ځواک ګڼلی کیږي. د ننۍ نړۍ ټول پرمختګونه د ځوانانو د سپیڅلي احساس، ځواک او پوهې پایله ګڼل کیږي.

پرمختللي نړۍ د ځوانانو   روزنې او پالنې ته ډیر پام کوي، خو په وروسته پاتې او سنتي ټولنه کې د ځوانانو کردار له نظره غورځول کیږي. کلتورې، دودیزې او ټولنیزې ستونزې په وروسته پاتې   هیوادونو کې د ځوان ځواک له زیریکتیا او غښتلتیا بې برخې کوي.

 د وروسته پاتې هیوادونو د مهاجرتونو د کچې لوړوالي یو علت له ځوانانو پر ځای ګټه نه پورته کول دی، د ځوانانو د تقویه کولو او د هغوی د پیاوړي کولو د پروګرامونو نه شتون دی چې هره ورځ په سلګونه زره ځوانان له وروسته پاتې نړۍ د پرمختللي نړۍ په لور د سختو لوړو ژورو  تیریږي، د کاهل بحر په مرګونو څپو کې هره ورځ ځوانان د روښانه راتلونکې په پار خپل ژوند له لاسه ورکوي. ددې تر څنګ په وروسته پاتې هیوادونو کې سیاسي مشران، د جګړې اتلان او د پردیو غلامان د ځوانانو له ځواک څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

له بده مرغه، پورته ټولې بدمرغۍ زموږ په ګران هیواد افغانستان کې له کلونو راهيسې تر سترګو کیږي، دلته ځوانان د اردو، پولیسو په لیکه کې د حکومت په ګټه او د حکومت د مخالفینو په ګټه په جګړې کې خپل سرونه قربانوي، له دواړو لوریو ددې سرښندنو قدر نه کیږي.

په افغانستان کې لا هم ځوانان د سنتې سیاست، قومي جوړښتونو او د پردیو په مټ رامنځته شوي سیاسي ټکیدرانو په مټ له سیاست، ټولنیزو دندو او مسولیتونو او نورو اغیزمنو دندو   لرې ساتل کیږي.

له ګران هیواده په سلګونه تکړه او غښتلي ځوانان اروپا ته له سختو لارو مهاجرت یا کډوالۍ ته مجبوره کیږي.

د ځوانانو د غښتلتیا یا پیاوړتیا د منظمو پروګرامونو نشتون دا ستونزې ورځ تر بلي غوښنې کړي دي، Youth Empowerment نظریې له مخې ځوانان باید په اخلاقي او  تشکیلاتي لارو چارو   ورزل  شي، د هغوی صلاحیتونه، مسولیتونه او دندې باید معلومي شي، د دندو او مسولیتونو د موثره ترسره کیدا دپاره هغوی ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي.

 د Youth Empowerment پروګرامونو له لارې ځوانانو ته د تصمیم نیولو او عملي کولو لارې چارې په ګوته کیږي او په دې توګه هغوی د هیواد په پرمختګ، رغونه او سوکالۍ کې د خپل ځواک د پرځای استعمال وړتیا پیدا کوي.

 د همدې پرواګرم له مخې په نړیواله کچه هیوادونه یو له بل سره سیال ګرځي، د هیوادونو پرمختګ کوټلی کیږي او ولسواکۍ ته لار هواریږي.

د ځوانانو په روزنه کې  رسنۍ، ښوونځي،  پوهنتونونه، مدني او کلتوري ټولنې، سیاسي ګوندونه او پخپله حکومتونه لوی لاس لري.

عامه پوهاوی، د ځوانانو د روزنیزو پروګرامونو، جوماتونو او اسلامي تاریخ د درسونو له لارې افغان حکومت او ملت کولی شي د ځوانانو د پیاوړتیا پروګرام په ټول هیواد کې په ښه توګه ترسره کړي، خو ددې کار د پاره   هوډ او د ملت مرسته او غوښتنه په کار ده.

په پرمختللي نړۍ کې ټول سیاسي ګوندونه د ځوانانو د روزني ځانګړي څانګې لري، چې د هیواد د ر اتلونکي د پاره په ملي روحیه سمبال لیډران یا رهبران روزي، زموږ په هیواد کې له بده مرغه لومړی خو ملي سیاسي ګوندونه نشته، که شته هغوی ورته پروګرامونو ته هیڅ پام نلري.

 د ځوانانو مسولیت د ټولنې په اصلاحاتو کې، د ادارو په تصمیم نیونه کې، د ټولنیزو چارو په ترسره کولو کې او دارنګه د پرمختګ د پروګرامونو په ترسره کولو لازمي ګڼلی کیږي، افغان حکومت او مدني ټولنې باید دې مسولیتونو ځانګړی پام وکړي، چې د افغانستان د راتلونکی تضمین  شي.

ځوانان د هیوادونو د پرمختګ، سوکالۍ او روښانه راتلونکي یواځیني ضمانتونه دي، نو په نړیوال کچه باید دافغان ځوانانو د روزنې د پاره افغان حکومت پام وکړي.

 په نړۍ کې ګڼ روزنیز پروګرامونه او علمي مراکز شته چې د ځوانانو د سالمي روزني او پیاوړتیا دپاره وخت ناوخته سیمنارونه او روزنیز پروګرامونه ترسره کوي، افغان حکومت باید په دې غونډو او سیمنارونو کې د افغان ځوانانو ګډون لازمي کړي.

د سوکاله، پرمختللي او لوی افغانستان په هیله.

 یا ربه توفیق !

[/pukhto]

10 خوښونې

اړوند مطالب

سم مزل نه شو کولای
مړی
عبدالستار سعادت سره مرکه
د پغمان کلتوري جشن
بهاند شهکارونه بې خونده کړي!
کیسه او پیغام
د اسيايي لوبډلو مړژواندې هيلې
که غربت ختم شي؛ له جهالت ژغورل کیږو!

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

سپتمبر 2016
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« Aug   Oct »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /