ځوريدلی ملت

عبدالخليل کامران
[pukhto]
ملت د يو هېواد په غېږه د مېشتو قومونو څخه عبارت دی، چې د يو بېرغ، يو قانون او يو ملي سرود تر سيورې لاندې ژوند کوي، هر ملت خپله عقيدتي او فکري ازادي لري؛ خو په دې شرط چې د نورو مذهبونو تحقير په کې نه وي.
افغانستان چې يو اسلامي جمهوري هېوا د دی، نو د خپلو اسلامي ارزښتونو او د هېواد اساسي قانون په رڼا کې ټول قومونه چې د يو افغان په نامه يادېږي، ژوند کوي.
دا ملت د خپل وياړلي تاريخ په اوږدو کې له ډېرو سختو لارو تېر شوی، چې دا دی اوس هم په نړۍ کې د ازادو او خپلواکو ملتونو په منځ کې ځانګړی مقام لري، ملت د ټولنې د رهبري کولو، تصميم نيولو، د تعليمي، تربيتي او فرهنګي پروګرامونو د تطبيق په برخه کې ځانګړې دندې لري، د هېواد اساسي قانون هم ملت ته د اسلامي عقيدې په رڼا کې د ملت په ارزښت ټينګار کړی.
افغانان چې د نړۍ د لرغونو تمدنونو په منځ کې يو له برمه ډک تمدن او فرهنګ لري، دا هم زمونږ د ولس او ملت هغه سترې کارنامې دي، چې نن هم د زرګونو کلونو وروسته په خپلو فرهنګي او هنري وياړونو کتابونه ليکو.
دا چې افغان ملت د تېرو څلور لسيزو راهيسې په يو ناورين کې راګېر دی، د دې ملت قرباني، صبر او شجاعت ډېر د ستايلو وړ دی، دا ملت اوس هم په هېواد کې امن، سکون او سوله غواړي او دې ارمان ته د رسېدو لپاره د کلونو راهيسې يې په ميلونونو شهيدان او زخميان ورکړي او ورکوي يې، دوی نړۍ ته د سولې او امن چغې وهي، خو نړيوال دې ملت ته د سولې پر ځای کرکې او نفرتونه راوړي، خويندې د خپلو ورونو ملاوې تړي، خو ورونه ماښام بيرته کور ته نه راځي، هغه وخت بيرته راځي، چې پرديو يې د ژوند خواږه اخيستې وي.
دا د دې ملت ستر ارمان دی، چې يو وخت به دې وطن ته سوله راشي، ماشومان، لويان، خويندې او ورونه به د خوښۍ لاسونه سره ورکړي.
چې نه ظلم نه ستم وي نه وژل وي
خدایه! داسې دنيا جوړه کړه چې ورشو
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي