67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

څنګه قوي شخصیت ولرو؟

ژباړه: نور عمر

[pukhto]
تاسو دا هيله لرۍ چې شخصیت مو قوي شي؟ او غواړئ چې قوي پرېکړه کوونکی اوسئ؟
زیاتره خلک غواړي چې د هغوی د شخصیت خصوصیتونه قوي شي لکه زړورتوب، مشري او روښانه راتلونکی ولري.
د پورتنیو خصوصیاتو غوښتنه ځکه خلک کوي. چې دغه خلک دوستانه وي، او مشري ترلاسه کړي چې خلک د دوی د نظریاتو احترام وکړي. کوښښ وکړئ چې د شخصیت د خصوصیاتو درناوی وکړئ. او د خصوصیاتو په قوي کولو باندې کار وکړئ.
۱ـ باید په دې پوه شو چې شخصیت څه ته وایي؟
د ارواپوهنې له نظره شخصیت هغه څه ته وايي چې په انفرادي ډول یو شخص پورې مربوط وي. فکر کول،احساس درلودل، او کړه وړه په کې شامل دي.
له دې تعریغه دا جوتېږي چې شخص د خاصو حالاتو پر وړاندې څنګه غبرګون وښايي.
د شخصیت د خصوصياتو ځنې مثالونه لکه:
رښتینتوب
ملګرتوب
ضدي توب
خوش مزاجتوب
او داسې نور ډېر خصوصیات هم شته چې دلته ترې تېرېږو
۲ـ د شخصیت اساسي نظریه څه ته وايي؟
په دې اړه مختلف نظریات دي چې څنګه شخصیت ته وده ورکړو، او ولې د اشخاصو خصوصیات سره مختلف دي؟
زیاتره نظریات په دې باور دي چې د شخصیت د خصوصیاتو اساس په بیولوژیکي یا چاپیریالي فکتورونو ولاړ دی.
او یو ځل چې شخصیت پرمختګ وکړي خصوصیات یې د وخت پر وړاندې قایم وي.
د الپرټ نظریه وايي چې: د شخصیت خصوصیات بیولوژیکي دي خو د چاپیریال په تجاربو یا تجربو باندې جوړېږي.
د ایسینک نطریه په دې باور ده چې د شخص په شخصیاتو باندې پوهېدې شو. که د هغې رویه د څو اړخونو وګورو.
۳ـ د خپلو یواځنیو شخصي خصوصیاتو قدردانې وکړئ
په دې باید وپوهېږو چې زمونږ د شخصیت ټولې برخې ارزښت لرونکي دي. خو ځینې وختونه دا ډېره ستونزمنه وي چې د شخص په خصوصیاتو دقیق پوه شو، سربېره په دې چې قوي خصوصیات یې ښکاره هم وي. لکه: اخلاصوالي، زړه سوی، او وړاندوینه.
دا باید له یاده ونه باسو چې د شخصیت ځینې خصوصیات په ځینو خاصو حالاتو کې ډېر قوي وي لکه: درک کوونه، او شعوري حالات چې د ژوند په غټو واقعاتو ستر رول لري، د مثال په طور غمونه او خوشالي.
۴ـ د نورو خلکو د شخصي خصوصیاتو ارزښت
د هر چا شخصیت یواځینې نه وي، بلکې د خلکو شخصیتونه مختلف ډولونه لري
د وګړو د شخصیتونو د توپیرونو قدر وکړئ، ښايي ستاسو په ګټه وي. د مثال په طور که ته چرته یوه اداره کې کار کوې او یا یې سرمشري په غاړه لرې، نو د هر کارکوونکي شخصیت ته پوره احترام لرونکی اوسه او هغوئ درک کړه نو دا کار به ستا اړیکې د هغوئ سره ښه کړي او کارونه به هم په اسانۍ سره پرمخ ولاړ شي.
زیاتره مشران او امیران د شخصیتونو مختلف ډولونه استعمالوي
زیاتره وخت به تاسو متوجه شوي یاست چې یو شخص با اخلاقه وي خو تعلیمي سویه یې ښه نه وي، خو سربیره د دې هغه اشخاصو ته چې ډېره پوهه هم لري خو د دوئ رتبه پرې پورته وي، او خلکو ته محترم وي.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

غوښتنه او د هغې پوره کول
څه وخت ليکنه وکړو؟
بايوميتريک
تر ټولو ښه تفریح
د بل ښار مدني فعال
د شاعرۍ پر ضد
د مازیګر بنډار اووه ویشتمه ناسته وکړه!
فکري پياوړتيا

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اگست 2017
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031  
« Jul   Sep »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /