څه ډول ژوند وکړو!

لیکنه:صمیم ژوند
ژوند د لوې رب یوه ستره پېرزوینه او ډالۍ ده،چې انسانانو ته یې ورکړی دی او باید هغه ډول وشي چې د رب د خوښۍ او رضا لامل وګرځي.
د ښه ژوند تېرولو لپاره ډېری لارې شته،خو یوازې تاسې پر ځان باندې متمرکزه او باوري اوسئ.
دا چې ژوند زموږ لپاره خلق شوی،موږ یې باید ډېر په اختیاط مخته یوسو،د هرې شیبې خوند واخلو؛ځکه ماضي پسې ارامان کول د کمزورو خلکو نښه ده،راتلونکې ته امیدواره اوسېدل د قوي او غښتلو انسانانو نښه ده او د حال ښه اداره کول د مبارزو وګړو کار دی.
ژوند څه ډول وکړو؟
- د ژوند له هرې ستونزې سره مقابله وکړو،داسې مقابله چې نورو ته د مثال په ډول پاتې شي.
- د ژوند له هرې خوښۍ خوند واخلئ،همدا اوس وخاندئ،ډېر وخاندئ؛ځکه د ښه ژوند تېرولو لپاره خندا یوه صریحه لار بلل شوې.
- همدا اوس ستاسې په ذهن کې کوم ډول فکر ګرځي،که منفي وي،ختم یې کړئ او که مثبت وي، د لا غښتلتیا لپاره پرې نور هم فکري تمرکز راوړئ.
- ژوند د کړاوونو سره مل دی،ستونزې شته،ښه ډېرې؛خو تاسې ورته مایوسه کېږئ مه او هرې ستونزې ته په زغرده ووایې؛چې زه لوې خدای لرم او حتمي به مې له تا باسي.
- د ژوند روان مو په ښو اخلاقو مالامال کړئ،کله هم داسې عملونه او چارې مه ترسره کوئ،چې ستاسې شخصیت تر سوال لاندې راوړي.
- یو شیبه فکر وکړئ،خپل شاوخوا ته هم نظر وکړئ،وګورئ،خدای څومره امکانات موږ ته د ښه ژوند تېرولو لپاره تابع ګرځولي.
- د ملګرو په ټاکنه کې ډېر دقیق اوسئ،کله هم د ځان لپاره داسې ملګري مې پیدا کوئ،چې د ژوند خواږه در ځینې اخلي.
- تل هڅه وکړئ،چې ښه عملونه اجرا کړئ؛ځکه ښه عملونه د ښو کارونو زیږینده ده او د ښه ژوند تېرولو راز په ښو عملونو کې رانغاړل شوی.
- د ښه ژوند تېرولو لپاره تقوا دار اوسئ.له کبر او غرور ځان وساتئ؛ځکه دا عمل مو په ټولنه کې منزوي کوي.
- هره ورځ له ځان وپوښتئ،کوم ناوړه عاداتونه دي،چې زه یې لرم او د ښه ژوند تېرولو لپاره ستاسې مخه مهاروي.
- ټولنیز اوسئ؛ځکه اجتماعي کېدل او د ټولنې له وګړو سره ښه چلند ستاسې له ښه ژوند تېرولو سره مستقیمه اړیکه لري.
- له خپل ژوند کرکه لېرې کړئ،مینه وکړئ رښتینې مینه؛ځکه د ژوند خواږه په مینه کې نغښتي.
- د ځان اصلاح لپاره خپله لاس پکار شئ؛ځکه د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده؛کله چې مو ځان اصلاح کړ،بیا به ستاسې په ژوند کې تغیر هم راوستل شي او داسې ژوند به ولرئ چې د هرې شېبې به ځانګړی خوند واخلئ.
- خپل احساسات مو کنټرول کړئ،ځکه لوړ احساسات تاسې مضطرب حالت ته وړلی شي.
- د امکان تر حده کوښښ وکړئ،نورو ته مینه ورکړئ،نور وزغمئ،د نورو اخترام وکړئ او هغوې سره د سینه رحمۍ کار واخلئ.
- هڅه وکړئ،خپل مصروفیاتونه وپېژنئ،په هر ځای کې ځان داسې مه ښایې،چېرته چې ستاسې عزت زیانمنیږي.
- د ښه ژوند تېرولو لپاره د خپل ژوند نیلې د بل لاس کې مه ورکوئ،چا پورې دومره زړه مه تړئ،چې بیا یې جدایې تاسې ته سرخوږی وي او شیبه په شیبه درته ژوند ګواښي.
- د امکان تر بریده کوښښ وکړئ،چې خپل افکار مو شهکار وپنځوئ؛ځکه ستاسې د ښه ژوند په تېرولو کې ستاسې افکار ډېر مهم رول لوبوي.
- هڅه مه کوئ،چې هر کار په تېزۍ او چټکۍ ترسره کړئ؛ځکه کارونه په تحجري ډول پر مخ وړل،حتمن پیښماني لري.
- د ښه ژوند تېرولو لپاره د والیدینو دعا واخلئ؛ځکه دا ستاسې د خوښ ساتلو تر ټولو صریحه لاره ده.
څه ډول ژوند وکړو؛تاسې همدا اوس دغه پوښتنه له ځانه وپوښتئ،امکان لري چې له ما ور څخه ښه ځوابونه ومومئ.
تبصرې
تبصرې بندې دي