67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

چالان ايف ايم

طنز: ميوند درځار

[pukhto]
غوښتل مې چې يوه راډيو جوړه کړم، چا ويل چې ښه عايد لري، نو جوړه مې کړه. د يوې ايف ايم دستګاه بيه او د دوه اطاقونو کرايه دومره شی نه و. د مخ د کريمونو او صابونونو په اعلاناتو کې وتله، خو څه ناڅه بچت مې هم بايد کړی وای. تخنيکر بېچاره مې هم په چايو، ډوډۍ ساتلی و. معاش يې نه غوښتلو. د خپرونو مديريت مې هم ورته سپارلی و.
کوم سخت کار نه و، ۲۴ ساعته خپرونې او ټولې لايف.
بس د موسيقۍ د خپرولو لپاره بېلابېلې بهانې لټوه. سهارنۍ ډالۍ، غرمنۍ ډالۍ او ماښامنۍ ډالۍ. د سهار ايف ايم او د ماښام ايف ايم.
د اورېدونکو دې کور ودان وي، اوزګار دې نه پرېږدي، هرې خپرونې ته دوه ځلې زنګ وهي. داسې ده چې هغوی هم د راډيو له اورېدو پرته بله غريبي نه لري.
زما خپله د راډيو له رياست پرته د بازار موندنې مسوليت هم پر غاړه و، ټوله ورځ به د سيمسارۍ په مارکيټونو د اعلاناتو په پيداکولو پسې ګرځېدم. خو بيا، د دې مزدورۍ خوند پاتې نشو. ټول ښار ايف ايمونو ونيولو او له ما يې په څو چنده ارزانه بيه اعلانات ترلاسه کول.
يوه ورځ چا راته وويل: د دولت اپوزسيون ته ورشه، د هغوی په خوښه او نفعه خپرونې او تبليغات کوه. قوي مالي ملاتړ به دې وکړي. همداسې مې وکړل او کامياب هم شوم. د داسې غوړ سپانسر په پيداکېدو سره زمونږ کارونو يو څه پرمختګ هم وکړ.
دوه نور اطاقونه مې ونيول، تخنيکر ته مې معاش وټاکه او د خپرونو مديت ته پخپله کېناستم. نور مجبور نه وم چې د اعلاناتو په پيداکولو پسې د شامپو او صابون دوکان ته ورشم.
خو د نن سبا په اپوزسيونونو کې هم ډېر بې اودسه خلک راټول دي، د دولت د يو وزارت وړانديز يې منلی و. په څو ورځو کې اپوزسيون په پوزيشن کې منحل او زمونږ له مالي ملاتړ يې لاس واخيست.
دوی په هر ولايت کې دا ډول راډيوګانې سپانسر کولې. خدای خبر چې د څومره نورو خلکو روزي يې په لغته ووهله. دا لږه موده مخکې چا مشوره راکړه چې د راډيو نوم دې بدل کړه او اسلامي نشرات پيل کړئ. دا خبره مې خوښه شوه، چالان ايف په اذان ايف ايم بدل شو. نشرات ټول اسلامي شو او د سندرو په ځای ترانې او تقريرونه پکې غږېدل. په لږ وخت کې مو ډېر مينه وال پيدا کړل. نور به مونږ په اعلاناتو پسې نه ګرځېدو، بلکې کمپنيو او نمايندګيو به دفتر ته راپسې راوړل او په دې ډول بيا د روزۍ خاوندان شوو.
نورو ايف ايمونو چې زمونږ دا عروج وليد، نو يوې لويې برخې يې زمونږ لاره ونيوه او مذهبي نشرات يې پيل کړل. کرار کرار د دوی په ډېرېدو زمونږ حالت خراب شو.
اوس يې حتا دومره مجبور کړی يمه چې وايم ايسته دا راډيو خرڅه کړم، خو په چا؟
د زرو قدر له زرګر سره وي، وايي کومې مخالفې مذهبي وسله والې ډلې له دولت سره روغه جوړه کړې او له راتلو وروسته به زمونږ په ښار کې مېشت کېږي. زړه مې دی چې دا ايف ايم په همدوی وپلورم په ښه نرخ به يې واخلي، دا ګټه مې په همدوی پيرزو ده.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

څنګه خوشالېداى شو؟
بنديوان
د مطالعې رنګارنګ ميتودونه
د مسلمانۍ فيصله
که غربت ختم شي؛ له جهالت ژغورل کیږو!
ډېر به مو نه وي اوريدلي!
زه بايد دمه وکړم!
بنجاره

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2017
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /