چې قد لري هغه قدر نه لري

مرکه/ مازيګر
[pukhto]
نن مازیګر کتاب پلورځي ته له کونړ ولایت څخه ښاغلی وحدت الله تسل راغلی، نوموړی په خپل کلي کې د ځوانانو د یوې ټولنې مشر دی، تکړه سړی دی تحصیل کوي، په فرهنګي حلقو، ناستو او بنډارونو کې کېني، د دې ټولو صفتونو ترڅنګ وحدت الله تسل ته خدای پاک ډېر لوړ قد ورکړی دا به مونږ ته خپله ووايي چې په افغانستان کې څوم نمبر لوړ قد لري او د ځان باره کې هم څه ووايه؟
د مازیګر ګروپ ټولو ګلالیو همکارانو ته سلامونه وړاندې کوم، څنګه چې تاسې مخکې یاده وکړه، نوم مې وحدت الله تسل دی د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د کوټکي کلي اوسېدونکی یم اوس مهال د اریانا لوړو زدکړو موسيسې د اقتصاد پوهنځي د اتم سمستر محصل یم او په کلي کې د ځوانانو د یوالې او همغږۍ ټولنې د رئیس په توګه دنده هم اجرا کوم، دا چې پوښتنه د قد په اړه وشوه، د قد اندازه مې دوه متره او اووه سانتي ده، په کونړ کې دویمه درجه جګ قد لرونکی یم او د افغانستان په سطحه پنځم نمبر کې ځای لرم.
-کونړ کې له تانه لوړ قد والا څوک دی؟
هغه عبدالستار په نامه دی د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې اوس مهال په ملي پولیسو کې دنده اجرا کوي او د افغانستان په سطحه باندې پنځه جګ قد لرونکي دي چې د هر یو معلومات له ماسره شته دی ما په دې برخه کې ریسرچ هم کړی و چې په افغانستان کې لوړ قد لرونکي قدر لري او که نه؟ بیا دې پايلې ته ورسېدم چې هغه څوک چې قد لري هغه قدر نه لري، د قد په اندازه باندې چې په نور هېوادونو کې څومره سهولتونه وي او څومره امکانات وي هغه په افغانستان کې نشته.
– هغه نور څلور چې له تانه مخکې دي یو خو د کونړ عبدالستار دی درې نور څوک دي که لنډ – لنډ يې ځایونه او نومونه راته ووایې؟
د عبدالمطلب په نامه د ولسمشر کرزي په وخت کې نړیوال ریکارډ هم جوړ کړی و، په ارګ کې به و، په افتخاري شکل به له ولسمشر سره ګرځېده او هملته په ارګ کې اوسېده، چې تقریبا دوه متره او پنځوس سانتي قد لري، عکسونه يې د ميډيا له لارې کتلی شئ.
دویم مقام چې دی هغه د پکتیکا د ښرنې اوسېدونکی دی چې په پولیسو کې دنده لري، د رسنیو له خوا پرې ډېر ريپوټونه جوړ شوي دي، خو تراوسه پورې هغه ته کوم د قد امتیاز نه دی ورکړل شوی.
هغه څه نومېږي؟
هغه فکر کوم حسیب الله نومېږي، چې دوه متره او ۳۷ سانتي قد لري.
درېیم د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکې دی نوم يې زما له یاده ووت په ډېرو ځایونو کې به دوستانو لیدلی هم وي، هغه دوه متره او ۳۳ سانتي لوړ دی، همدلته اوسېږي.
– تا وويل چې دلته يې قدر نه شته او په نوره دنیا کې چې د چا قد لوړ وي د نورو نه یو څه مختلف وي یو څه ارزښت ورکول کېږي، هغه بله ورځ عطاء الله یو لوړ سړي ته وويل چې دا لوړ سړی به ډېر په تکلیف کې وي، لوړ سړی ښه وي که ټیټ؟
-په ټولنه کې دواړه ښه دي، داسې ده چې یو هم کم ارزښته نه وي، خو هغه څوک چې یو هنر ولري د هنر ترڅنګ خپله پوهه ولري، نو هغه په ټولنه کې که هغه لوړ وي که ټیټ وي قدرمن وي، زمونږ یو استاد و چې تقریبا یو متر او شل سانتي قد يې درلود، مګر هغې ته د ډېرې پوهې نه خلکو د انجینر صیب لقب ورکړی و، وجه دا وه چې زمونږ د ولسوالۍ په سطحه باندې دې غوندې لایقه او با استعداده سړی نه و.
-د څه شي استاد و؟
-د فزیګ، کیما، ریاضي د ټولو ساينسي مضامینو استاد و او ډاکتر هم و، په ټولو مسايلو باندې چې په ټولنه کې اړین وو، دی پرې پوهېده، د کابل له ساينس پوهنځي نه اول نومره فارغ شوی و.
– هغه څه نومیده؟
-انجینر صیب میاګل اوس وفات شوی دی الله دې وبښي له نوموړي دوه زامن داسې پاتې شوي دي چې د هغې قد ډېر ټیټ دي هغوی ته هم په ټولنه کې خلک په ډېر احترام قایل دي. پاتې شوه د جګ قد خبره، نو جګ قد والا چې ډېره حوصله ونه لري او په پراخ تندي باندې کور کلي کې ونه ګرځي، نو دوی ته بيا مشکل پيدا کېږي، طبعاً يو عکس العمل خلک ښايي، وايي چې دا وګوره جګ قد لري، وايي الله جګ قد درکړی دی، داسې دريځ دې خپل کړي که دا عکس العمل منفي هم وي؛ نو بايد ته دا عکس العمل ځانته راتاو نه کړې، که مثبته مفکوره تا ته څوک لري هغه ځانته راتاوه کړې.
-بله دا چې تا د حوصلې خبره وکړه، دغه قد يې چې تا غوندي وي، خدای ښه اندام ورکړي وي؛ نو دا خو عموماً د وړو خلکو نه يې قوت هم ډېر وي، طاقتور هم يې، نو بايد غوسه ونه کړي، که غوسه وکړي، څوک ووهي، خدای ناخواسته يو سوک سره، يوې څپېړې سره يې خلک سخت ژوبلېږي؟
-بلکل همدغسې ده، نو طاقتور سړی چې څومره حوصله ولري، همغومره ښه وي. محترم وي د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کوي، نو حوصله ډېره مهمه ده، د عکس العمل ښودلو او يا نورو مسايلو کې بايد حوصله وکړي.
اقتصاد پوهنځی دې پای ته رانزدې کړی، د ژوند اقتصاد دې څنګه دی؟
دا اقتصاد په همدې خاطر وايو چې د ژوند اقتصاد مو ښه شي، د خلکو اقتصاد پياوړی شي او کوشش کوو چې په هر ځای کې کار وي کوو يې، په کار کې شرم نه کوو که هغه غريبي وي، که مزدوري وي، خپله اعظم خصوصي ښوونځي کې استاد يم، په نارنج باغ منطقه کې دی، اقتصاد مو داسې ووايه چې نسبتاً ښه دی.
-ته اوس ښار کې اوسېږې؟
-هو زه ښار کې اوسېږم.
-د دومره لوړ قد سره څومره وزن لرئ؟
-زما وزن تقريباً ۱۰۷ کيلو دی.
-د ښوونځي په دوران کې خو ټولګيوالو په جګ قد نه په عذابولې؟
د دوستانو نظرونه مختلف وي، مخکې مې يادونه وکړه عکس العمل راسره د خندا او مينې نه ډک و، په همدې خاطر باندې زه چا ډېر نه په عذابولم، د وخت په جريان کې مې د ملګرو په منځ کې يو ريکارډ پرېښې دی، د مکتب په جريان کې ما سره چا پياده مزل نه شو کولای، نو په همدې خاطر خلک ماته ډېر په احترام قايل وو او بله دا چې زه د پوهنتون په دوره کې ډېر ښه ممثل هم پاتې شوی يم، تمثيل کړم او ورسره په خوا کې استاد هم يم، يو ښوونيز مرکز هم لرم، د بريا افغان په نوم؛ نو په همدې خاطر خلک ما ته ډېر درناوی لري او مونږ يې هم ورته لرو.
-تاسې له څو متره رخت جامې کوئ او څپلۍ يا بوټ درته پيدا کېږي او که نه؟
-جامې مې له پنځه متره رخت څخه جوړېږي او زياتره خياطان په ګنډلو کې راسره ګوزاره کوي، هماغه د نورو خلکو په اندازه پيسې رانه اخلي، پاتې شوه د بوټ او څپلۍ خبره، يو وخت کې له بوټ او څپلۍ څخه سخت په عذاب وم، چې کوم دوکان ته به لاړم د پښې بوټ به مې نه پيدا کېده او که پيدا به شو، نو د نورو په لس چنده ګران به يې راکولو، اوس شکر الحمد الله چې دا مشکل حل شوی دی، زمونږ په کلي کې د اسرارالله په نوم يو موچي دی هغې ته د خپلو پښو اندازه ورکوم او هغه راته بوټ ګنډي.
– تاسې یو وخت کرکټ هم کولو؟
-کرکټ کې وو د کلي په سطحه مې ډېرې لوبې کړي، ورزش دی، کرکټ سره مې ډېر شوق و، کله چې کابل کې میلون جام کپ سیالۍ وې، زه لاړم په ډېر وس او مشکلاتو باندې ما دې مېدان ته ځان داخل کړو، نو غوښتل مې چې یو لوبغاړي سره ووینم چې د اکاډومۍ په اړه ترې معلومات واخلم او ځان په اکاډيمۍ کې شامل کړم.
بیا د خالقداد نوري سره زه ژورنالست او لیکوال عصمت ساپي مخامخ کړم او ورته يې معرفي کړم، نو خالقداد نوري خپله دومره همکاري ماسره وکړه چې ګېټ کې يې د ننوتلو په وخت کې چوکیدارانو ته رهنمايې وکړه چې دا هر وخت راتلای شي، بل دا و چې زه يې په اکاډيمۍ کې له ځان سره ونیولم.
اکاډیمۍ کې د استادانو ترمنځ داسې مخالفتونه موجود وو چې یو استاد نه غوښتل چې نوی لوبغاړی دې رشد وکړي، دویمه مسله دا وه چې د دریشۍ ناف مې لاهور ته لېږلی و، لاهور نه چې هغه دریشي راتله پته مې کابل ورکړې وه هغه پکتیکا ته ورسېده، نو پکتیکا کې یو بل ځوان و، چې هغې ترې ځانته دوه درېشي ګانې جوړې کړې وې.
له همدې سره چې زما درېشۍ کې ځنډ راغلو زما زړه مات شو، درېیمه خبره دا وه چې خپله زیاتره لوبغاړو ماته ویل چې تعلیم وکړه، تعلیم چې دې وکړو هر وخت کولی چې کرکټ وکړې، که اوس ته کرکټ وکړې تعلیم درنه نیمکړی پاتې کېږي، کرکټ بورډ کې مخالفتونه زیات وو نه يې غوښتل چې یو نوی ځوان ورشي، یو به یو ته حواله کولو، بل به بل ته، درې میاشتو کې زما استاد معلوم نه شو، نو په همدې خاطر باندې زه بې شوقه شوم دغه لوبه مې پرېښوده. اوس باسکيټ بال کوم، د عزت الله شیرزاد په نامه باندې د باسکېټ بال ټیم غړی دی هغه له ماسره ډېره خواري کوي، لګیا یم باسکېټ بال کې تمرین کوم.
-کرکټ کې به دې بالېنګ کولو که بېټینګ؟
-بالینګ مې کولو.
-خلک څنګه کولی شي چې خپل قد لوړ کړي؟
دا ډېر لاملونه لري خو د ارواپوهنې له نګا يې یو لامل دا دی چې د مور او پلار مینه محبت د انسان په جسم باندې ډېر ښه تاثیر غورځولی شي له دې سره د انسان قد لوړېږي، کوم والدين چې بچي ته ډېره مینه ورکړي، نو د هغه په روح فکر او بدن باندې دا تاثیر غورځوي چې قد يې لوړ شي.
دویم د جينټیک خواصو مطابق چې په کورنۍ کې د چا په نیکونو کې یا مثال د هغې نه مخکې چې څوک لوړ تېر شوي وي، نو د هغې په خاندان کې دغسې یو کس راځي چې قد یې لوړ وي.
درېیم لامل يې ورزش دی د جمناستېک بال فېکس په نامه یو حرکت دی له هغې سره همدارنګه چې څوک زانګي نو هغې سره قد لوړېږي.
څلورم لامل دا دی چې څوک په غرنیزو سیمو کې پلک باندې تېږې يا لرګي ماتوي، نو هغې سره د انسان بدن غځېږي، قد یې لوړېږي او وده کوي.
-مازيګر ګروپ او مينې مجلي ته څه پيغام لرئ؟
-اول خو د دې ګروپ له ټولو کارکونکو څخه مننه کوم، د مينې مجلې تقريباُ درې دېرشمه مجله وه زه په پنځم صنف کې وم، چې ما ولوستله، نو د هغه وخت نه مينه مجله تعقيبوم، داسې وخت هم راغلی دی، چې ما خپله د موټر کرايه راخستې، هغه ځای ته پياده تلی يم او په هغې مې مينه مجله رانيولې ده، د مينې له پخوا نه ډېر مينه وال يم، مينه خلکو ته مينه ورکوي او د دوی له کارکونکو او هغه څوک چې په دې کې زحمت وباسي له هغوی څخه ډېره مننه کوم، الله دې مينه تل همداسې روانه ساتي او خصوصاً په مينه کې زما طنزيه ليکنې ډېرې خوښېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي