چې له ژونده ناهیلي وي څه باید وکړي

سهارګل ”احساس“
[pukhto]
په اوسنۍ نړۍ کې ژوند تېرول سخت دي، خو دومره هم نه چې ماته راکړي، ځینې خلک د روان ژوند په وړاندې، ملامتي شوي هیڅ نه کوي، وایي چې نور یې تاب نه لرم یعنې نه یې شم کولای.
خو دا د حل لاره نه ده، ولې دې حالت ته رسېدلي یاست؟ کله مو په دې اړه فکر کړی دی، نه هیڅکله هم نه کنه اوس به له ګردابه وتلي خلک وای، موږ تل په دې فکر کې یو، چې هر څه پر موږ تقدیر تپلي دي، خو دا خبره اسلام او تجربو دواړو غلطه ثابته کړې، که له اسلامي اړخه دا موضوع وسپړو، الله (ج) وایي کوم خلک چې خپل حال نه بدلوي زه یې ورته نه بدلوم.
دلته موږ ته سپارښتنه دا ده، تر څو هڅه وکړو هغه کړنې پرېږدو، کومې چې تر اوسه یې کوو، له هغو لارو را وګرځو چې دې حالت ته یې رسولي یو، هغه ملګري باید بدل کړو کوم چې موږ له ژوند نا هیلي کوي، هیڅ ډاډ نه راکوي او بر عکس راته له هر کار او کړنې بلا جوړوي.
همدا خلک دي چې موږ ته د ژوند پر وړاندې ملا را ماتوي، د تل لپاره مو د ناکامۍ لور ته وړي، ځای مو بدل کړﺉ تر څو پرمختګ وکړﺉ، کوم څه چې په سهار کې سر ته نه شی رسولای مازیګر یې وکړﺉ.
کله د کار وختونه هم بدلول ښه وي، ځینې شیان شاید په سهار کې تاسې د مازیګر په اندازه خوښ ونه ساتي او په ژور خپګان مو اخته کړي، له ژونده مو ناهیلي کړي، ځینې وختونه موږ په کوچنیو کارونو تمرکز کوو، خو زموږ اړتیاوې راته نه پوره کوي.
د حل لاره یې دا ده چې د کار او ژوند ساحه مو لویه کړو، خو دلته د کاري ژوند کولو د جرأت مسله ده، جرأت به څوک وکړي خو که یې ونه کړو، تل به ناهیلي یو او د کمترۍ احساس به کوو.
په نړۍ کې چې هر څه شتون لري، رامنځ ته کولو ته یې انسان اوږه ورکړې ده، خو نن ترې موږ استفاده کوو، ولې یې موږ نه شو کولای، د انسان فکر دا نه دی چې موږ یې مشاهده کوو، له دې ور اخوا ډېر څه ورکې شتون لري، او موږ یې د تاریخ په تول کې شاهدان یو، چې انسانان تر کوم ځای د پرمختګوونو په منډه کې ورسېدل.
خو موږ بیا هم نا هیلي یو، سره له دې چې د نړۍ پر مخ د هر انسان پرمختګ موږ ته راښایي، چې انسان ډېر څه کولای شي، خو شرط بیا دادی چې ناهیلی به نه وي، کنه بیا نو د پرمختګ مزه کله هم نه شي څکلای، او تل به له ژونده ناهیلی وي، د کمترۍ احساس به کوي، نورو ته به ګوري او ځان به د ناهیلۍ او خپګان په ژرنده دل کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي