ډاکټر ناکامورا

عبدالرحمن میوند
ننګرهار يو کال وروسته د ټېتسو ناکامورا د ژوند له غروب څخه یا هغه کاکا مراد چې له جاپان نه وه.
هغه لمر چې د مني په موسم کې د ننګرهار شاړې زراعتې ځمکې چې کلونه – کلونه له کرنې او د اوبو خړوبولو څخه پاتې وې دغه ستر انسان ناکامورا ورته دیرش کاله خولې توې کړي او د اوبو له خړوبولو څخه يې برخمنې کړې.
ښېوه د ننګرهار هغه زرغونه ولسوالۍ ده چې ډېرې زراعتي ځمکې لري او د کال ټولو فصلونه ترې کروندګر ګټه اخلي خو یو کال کېږي چې نور کاکا مراد د ننګرهاريانو په منځ کې نشته ، ددې سړي یواځې خاطرات او کړنې یادوي او د خلکو په زړونو کې يې ځانګړی ځای ځانته غوره کړی.
په ننګرهار کې داسې څوک به ونه مومې چې کاکا مراد ونه پيژني او د هغه بشر پالنه یاده نه کړي.
که چيرته ډاکټر ناکامورا نه وای نو اوس به دغه شنو ځمکو کې وریجې نه کرل کیدای او شاړه به پرتې وی، دا هغه څوک دی چې بيا به په دې کړیدلي اولس کې تکرار نه شي.
دغه مرسته کونکی سړی څنګه لمنځه لاړ؟
د لېندۍ ۱۳ نيټه ۱۳۹۸ هـ ش کال د یو ترهګريز برید په ترڅ کې ومړ او مشرقیوال يې د غم په ټغر کېنول .
هغه د پنځه کسانو همکارانو سره کله چې ښیوې ولسوالۍ ته د PMS خیریه ټولنې مشر په حیث د یو پروژې د نظارت دپاره روان و، د څلور ځانمرګو ترهګريز برید او د هغوی د ډزو په نتیجه کې د جلال اباد په زړه کې لمنځه لاړل.
له انفجاره یوه ګړۍ وروسته د ډاکټر ناکامورا او د هغه د ملګرو مړینې خبر د هېواد له سرحدونو ووتلو، ډېر خلکو پرې خپل خفګان څرګند او عکس العمل یې وښود.
ډاکټر ناکامورا د هېواد د داخلي جګړو پر مهال هم د یو روغتیایی ډاکټر په حېث په مختلفو ولایتونو کې دنده ترسره کړې او خلکو ته به يې خدمت کاوه او له دې مخکې د پاکستان هېواد د جذام ناروغانو روغتیایی ډاکټر وه.
تر اوسه هېڅ کوم ترهګرېزې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی او د یو کال راهیسې خلک په همدې خبره ډېر ځوریږي چې ولې د دوی قاتلین مالوم نه شو.
ډیر کسان د کاکا مراد په مړينې خواشیني دي او وايي چې ددغې کس بشردوستانه کړنو نه هیڅوک سترګې نه شي پټولی او هغه د کنړ سیند او د کابل سیند د اوبو مهار کولو په خاطر د پاکستان ISI لخوا ووژل شو.
د ننګرهار سیمه اېزې ادارې او پولیسو ددې سړي د قاتلینو په پیدا کولو کې پاتې راغلي.
ډاکټر ناکامورا څنګه وشو کولای چې د مشرقیوالو په زړونو کې ځانته ځای پيداکړي؟
ناکامورا د PMS خېريه ټولنې مشر وه او د ژوند ډېره برخه یې د افغانانو خدمت لپاره په ځانګړي ډول د شرقی ولایتونو خلکو لپاره ځانګړې کړې وه.
د کاکا مراد د راتګ نه مخکې هغه ځمکې چې شاړې وې، اوبه نه وې، وچکالي وه، ان چې مرغۍ به په کې له تندې مړې کيدې، زیات خلکو له دې ځایونه کډه شوي ول او د کانال په جوړیدو سره په ۲۰۱۰ کال کې خلکو بیرته راتګ او ستنیدل پیل شو.
ناکامورا په ۱۹۸۶ م کال کې د PMS جاپانی خیریه موسسې مشر او اعصابو جراحی برخه کې په نورستان، کنړ او ننګرهار کې روغتیایي کلینیکونه ساز او خدمت ته يې وسپارل.
د کاکا مراد ملګري وایې چې ډېر وخت د روغتیایي معاینې لپاره هغه کلینیکونه ته راته چې د په خپل لاس ساز کړي ول او آن کله – کله به ډېر لرو سیمو ته د ناروغانو لیدو ته تللو، په وړیا ډول به يې معاینه کوله او پر ناروغانو به یې درمل وېشل.
دغه جاپانې بشر پاله کله چې د ننګرهاریانو د اوبو ضرورت ولید نور له روغتیایي کارونو څخه ډډه او د خلکو احتیاجاتو سره سم ډېرې نورې پروژې د تطبیق لپاره طرح کړې.
د لومړی ځل لپاره يې ۱۶۰۰ د اوبو کوهي (څاه ګانې) وکانده او د ګټې لپاره یی چمتو کړل.
د ننګرهاریانو پر وينا چې د ۲۰۰۳ م کال کې ډېرې ځمکې له وچکالۍ شاړې شوي وې چې کاکا مراد په واسطه جوړې شوې د اوبو بندونه او کانالونه بېرته هغه وچې ځمکې کرنې ته چمتو شوی دي.
د کنړ سيند تر څنګ د کاکا مراد په لاس جوړ شوي کانالونه زرګونه هکتاره ځمکې خړوبویي او بزګرانو ته یې د یوې حلالې ډوډۍ پیدا کولو زمینه برابر کړیده.
هغه لس کوچني او ستر د اوبو بندونه د کنړ سيند د ښه مدیریت لپاره ساز کړي چې ۲۵.۵ زره هکتاره ځمکې په بهسودو، ښېوه، کامه او د نورګل ولسوالۍ کې خړوبوي.
کاکا مراد د اوبو بندونو سره – سره پنځه روغتیایي کلینیکونه په کنړ، نوروستان او ننګرهار کې یوه دیني مدرسه هم جوړه کړي .
خلک ددې په وژلو خفه دي چې دغه بهرنی کس هېواد ته نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي او مونږ ونشو کولای چې د دې امنیت تامین کړو.
د کاکا مراد پروژې لا تر اوسه پورې جریان لري لکه د مروارید کانال چې د همدغې میلادي کال تر وروستی میاشتو پورې به بشپړ شي دغه پروژو د یو میلیون کسانو له پاره ژوند تامین کړي.
کاکا مراد به په خپله بوجۍ په شا کوله او نیالګي به یې هم په خپل لاس ایښودل. د مړینې نه دوه میاشتې مخکې د هېواد شته جمهور رئیس ورته د هېواد برقي تذکره (هویت) ورکړ او د یو اصلی با احساسه افغان په سیر ومنل شو.
ډاکټر ناکامورا په خپل نوم شپږو میاشتو موده کې داسې یو تفریحی بڼ جوړ کړ چې په کې یو مصنوعي ځنګل د څېړنو په منظور چې ۴.۵ کیلو متر اوږدوالۍ لري او د بوټو یو ښه کلیکسون دي هم ډالۍ کړي چې دبڼ ټول اوږدالی ۱۲۰۰ جریبه ته رسیږي.
ناکامورا تفریحی بڼ کې د مالټو، لیمو او نارنج ونې هم زرغون شوي او بڼ پرې ښیرازه شوي.
ددې لپاره چې د کاکا مراد یاد تل پاتې وي د ناکامورا تفریحی بڼ کې ښکلي سنګی منار ساز شوي او ددې ستر بشر پاله انځور په کې نقاشي شوي ده چې سیلانیان ورسره یادګاري انځورونه هم اخلی.
د ناکامورا مړینه په ځانګړې ډول ننګرهاریانو ته یو غټه ځایه وه ځکه ترڅو هیڅ کوم بل چاپاني مرستندویه ټولنې ددغې خیریه موسسې صلاحیت په غاړه نه دي اخیستی او د پاتې پروژو لپاره يې کومه ځانګړې بودیجه هم نه ده ښودلې.
ننګرهاریان وایي د کاکا مراد کړنې به تل زمونږ په زړونو کې ژوندی وي او یاد به یی تل ښاد وي.
ددغه ستر انسان یواځنې آرمان د کنړ سیند استنادي دیوالونه او د اوبو ښه مدیریت وه چې په دې برخه کې لومړني ګامونه هم پورته کړي ول د ترهګريز برید په ترڅ کې هرڅه لمنځه لاړ او آرمانونه یی نیمګړي پاتي شو……!
منبع : طلوع نیوز د ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹
ډاکټر ناکامورا لومړی تلین ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل – ژوبڼ
تبصرې
تبصرې بندې دي