ډیجيټلي لاریوون

نور عمر
[pukhto]
لومړی باید دا ووایم چې مونږ ګټه وکړه که تاوان؟
زه یې ثابتوم او وایم چې مونږ ګټه وکړه. فېسبوک مونږ ته د سیاسي مکتبونو په څېر یو مکتب وګرځېد، هم یې سیاسي شعور رالوړ کړ او هم یې د خپلو حقونو نه د خبراوي او د هغې د غوښتلو په طرز او تګلاره پوه کړو. دلته مونږ د هر سیاسي شخص په شالید پوهېدلای شو او د هغوی د شخصیت ارزونه یې را اسانه کړې تر څو په راتلونکي کې د نظام واګي د داسې شخص پر لاس ورنکړو چې نه یې د مخینې نه خبر وو او نه مو د هغوی د بګراونډ ارزونه کړې وه.
افغانستان کې دیموکراسي لکه د پټو سترګو پلي کېدله او د نظام په راس کې اشخاص یواځې د ملت سیاسي غولونې ته ناست وو، خو اوس داسې نه ده. اوس هر څه د ملت پر وړاندې ښکاره دي. اوس اصلي ډیموکراسي رامنځته شوه، کومې کې چې د بیان ازادي پلي او د حکومت سیاسي کړنې نه شي پټېدای. دغې ټکنالوژۍ هاغې ډیموکراسۍ ته په نظام کې ځای ورکړ چې د نظام او وګړو ترمنځ یې مساواتو ته د رسیدګۍ لار پرانیسلې او هر یو یې په خپلو کې له خپلو سمو او ناسمو کړنو نه په واقع کېدو یو بل ته جوابګوی کړل.
بنسټ پالان، تروریستان، مافیا، قانوني او غیر قانوني اشخاص که خپلې کړنې ترسره کوي نو ملت یې ارزوي، چې د مشروع او نامشروع کړنو ترمنځ یې تفکیک کوي او د نامشروع کړنو په ترسره کولو کې د دوی پر وړاندې د فشار ډله ثابتېږي.
فېسبوک سیاسي څهرې او چارواکي ټولنقبلونې ته متوجه کړل او د ټولنې د غوښتنو تابع یې وګرځول. اوس به د رژیم په راس کې اشخاص او هاغه چې د حکومت په راز کې نه دي د خپلې سیاسي ارزونې او سياسي پوهاوي لپاره پوره مخه کړي. پایله به دا شي چې هم به مو سیاست وده وکړي او هم به مو سیاسي څهرې د هغه سیاسي وضعیت د رامنځته کولو لپاره مټې رابډوهي چې د ټولنې د منلو وړ وي.
په ماضي کې هم خلکو د ښو او بدو ترمنځ توپیر کولی شو، خو په هغه وخت کې داسې نه و لکه اوس چې شروع شوی. د افغانستان تېرې څلور لسیزې د ډېر بد سیاسي وضعیت ښکارندوی وې او نظام د عالي قدرت نه په مجموع کې محروم و. اوس هم د نظام په عالي قدرت د بشپړ استقلالیت اطلاق نشي کېدای خو د تېر په نسبت ښه دی.
هاغه ( تېر) وضعیت چې هم یې جنګ ته لمن وهله او هم یې په مظلوم ملت ناسم او ناپوه سیاسي مشران مسلط کړي وو او مظلوم ملت د داسې کاذبو سیاسي شخصیتونو تر تسلط لاندې راغلی و چې هم یې دوی د ځان پر وړاندې ځانته د کاریزماتیکو شخصیتونو په نومولو قایل کړي وو او هم یې په غیر مستقیم ډول د دوی د خرڅلاو للام اعلان کړی و.
فېسبوک معاصر سیاسي رژیم هم اصلاحاتو او شفافیت ته متوجه کړی او د راتلونکي رژیم سیاست به هم دې ته متوجه کړي چې د تېرو لسیزو په شان نه شي، ځکه دغې ټکنالوژۍ پوهاوی رامنځته کړ او د دې په رامنځته کېدا باندې د عامه فکرونو د غولونې وخت لاړ…. دا هغه وخت دی چې نظام او د نظام په راس کې اشخاص باید خپله هره کړنه او خبره وتلي، تر څو ملت ته د هغې د جوابولو مکلفیت یې په غاړه نه شي.
فېسبوک د کاذب نظام او د ناسمو سیاسي مشرانو پر وړاندې ډیجیټلي لاریوون وګرځېد. د دې ډیجیټلي لاريوون په شتون کې به ډېرې داسې مانورې رامنځته شي چې نه یې چا تمه کوله او نه یې چا فکر کړی و. په ډیجیټلي لاریوون کې به اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، امنیتي او ارګانیکي مشران خپلو مسولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي، ځکه دوی اوس د داسې څار لاندې دي چې هغه کړنې؛ کومې چې په علني ډول د ټولنې پر وړاندې راڅرګندېږي د فېسبوک چلوونکو له خوا ارزول کېږي، خو که ناسمې ثابتې شوې نو د دوی ( مسؤلینو) پر وړاندې به یې ډیجيټلي لاریوون ته کړکې راخلاصې شي او په لنډ وخت کې به د خپل موقف نه ولوېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي