ډېر به مو نه وي اوريدلي!

نقيب برمان
[pukhto]
په اوونۍ کې یوه ورځ رخصت کول ( having at least one lazy day per week) مو د وینې لوړ فشار، د رګ شکېدنې، دماغي فشار او ستړیا ژغوري.
په ټولنیزو شبکو کې خپل ځان د نورو خلکو سره پرتله کول مو په ژور خپګان او دماغي اضطراب اخته کوي.
د Android ځیرک موبایلونو پرتله د I phone موبایل کارونکي، زیاتې یې ښځینه، نوي ځوانان، ځان ښودونکي، په لوړه کچه احساساتیان او د خپل موبایل په اړه ډېر فکرکونکي خلک دي.
څيړنې ښایي چې زیات Selfie اخیستونکي خلک ځان خوښي یا د نرګسیت پالونکي وي.
د سندرو اورېدو پر ځای مطالعه کول مو %۶۰ دماغي ستړیا له منځه وړي.
هغه خلک چې په طنز ښه پوهیږي د نورو خلکو د ذهن لوستلو مهارت هم لري.
د لومړي زیږیدونکو ماشومانو د ذکاوت کچه، له دوی وروسته زیږیدونکو ماشومانو څخه زیاته وي.
ښځینه ماشومان د نارینو پرتله زر خبرې زده کوي.
هغه خلک چې ځینې وخت ډانس( ګډا) کوي د نور خلکو پرتله یې دفاعي ځواک لوړ او په ژوند کې د مثبت فکر لرونکي خلک وي.
څيړې ښایي چې لوړ قد لرونکي خلک د لنډو خلکو پرتله په خپل ژوند کې ډیر خوشحاله وي.
د انسان پوزه او غوږونه د ژوند تر پای پورې د غټېدو په حالت کې وي.
لوږه او پوره خوب نه کول د غصې دوه مهم لاملونه دي.
د خوب کمښت د مړیني سبب هم کیدای شي.
د لوږې په حالت کې تاسې د خپل ژوند په اړه ښې فیصلې کولای شئ.
په نیدرلینډ کې ناروغان کارکونکي کولای شي چې تر ۲ کلونو د ناروغۍ رخصت واخلي او دوی د خپل معاش %۷۰ هم ترلاسه کوي.
چټلې خبرې په خپل فکر کې ګرځول مو حافظه قوي کوي.
سترګې پټول مو د شیانو په دریادولو کې درسره کومک کوي.
په اوونۍ کې یو ځل د Pizza خوړل مو د ستوني د سرطان خطر کموي.
ډېر چپس او پراټې خوړل مو په سرطان ناروغۍ اخته کوي.
سټرابري ( ځمکني توت) د کینو پرتله ډیره Vita C لري.
لیمو د سټرابري په پرتله زیات قندونه لري.
ترخه سره مرچ خوړل په اوږده ژوند کولو کې درسره مرسته کوي.
د ټماټرو کیچپ په ۱۹ پیړۍ کې د اسهال په درملنه کې کارېدل.
په نړۍ کې د مڼو ۷۰۰۰ ډولونه شتون لري.
د هندواڼې %۹۲ برخه یواځې اوبه دي.
شات يواځیني خواړه دي چې نه خوسا کیږي.
په متحده ایالتو کې په منځني ډول یو کس ۳۵ ټنه خواړه خوري.
اوسني چرګان ( غوښه) د ۴۰ کاله پخوانیو چرګانو پرتله %۲۶۶ زیات شحم او %۳۳ سلنه کم پروټین لري.
چرګان د انسانانو پرتله ډېر رنګونه ویني.
چین د ۱۴ هېوادونو سره شریکه پوله لري.
صومالیه یواځنی افریقایي هېواد دی چې ټول نفوس یې په یوه ژبه ( صومالیایي) خبرې کوي.
د هند د کبډي ملي ټیم تر اوسه ټولې نړیوالې مسابقي ګټلي دي.
په هرو ۲۰ کسانو کې یو کس د پوښتۍ اضافه ۱ هډوکی لري.
ستاسې د ژبې اوږدوالی ستاسو جنسي خواهشاتو سره نیغه لار لري، یعنې څومره مو چې ژبه اوږده وي هغومره به مو جنسي خواهشات زیات وي.
پیشو په هر غوږ کې ۳۲ عضلې لري.
د انسان بدن د ۰،۲ ملي ګرامه په اندازه خالص سره زر لري.
سپوږمۍ د ځمکې څخه هر کال د ۳،۷۸ سانتي مترو په اندازه لرې کیږي.
ژاولې ژول مو دماغي وړتیاوې زیاتوي.
په متحده ایالتونو کې د McDonald’s هوټلونو پرتله عام کتابتونونه زیات دي.
د انسان دماغو اندازه د مخکې ۲۰۰۰۰ کلونو پرتله اوس کوچنۍ ده.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي