ډېر به مو نه وي اوريدلي!

نقيب برمان
[pukhto]
هغه خلک چې چټک پلی تګ کوي له نورو خلکو اوږد ژوند لري.
په جاپان کې د تیږو یو میوزیم دې چې ټولې تیږې د انسانانو څېرو ته ورته دي.
د امازون سیند هیڅ پُل نه لري.
ډنمارک کې خوګان له انسانانو زیات دي.
توتیان کولای شي تر ۸۰ کلونو ژوند وکړي.
ماران کولای شي چې تر ۲ کلونو پورې بې له خوړو ژوند وکړي.
تودوخه په خوړولو مستقیما اغیزه لري، یخ خلک ډېر خواړه خوري.
د پیازو سپینولو پر وخت ژاولې ژول درسره په اوښکو نه تویدو کې کومک کوي.
هغه ماشومان چې د ورځې یو ساعت ویډیو ګیم لوبوي د هغو ماشومانو پرتله چې ویډیو ګیم نه کوي، خوشاله، ډیر فعال او ټولنیز خوی لرونکي ماشومان وي.
د نړۍ %۹۰ وريژې یواځې اسیا کې تولیدیږي.
په متحده ایالتو کې %۳۸ ډاکټران هندیان دي.
د یوګنډا نیم نفوس له ۱۵ کلو کم عمره ماشومان دي.
د هسپانیې ملي سرود هیڅ توري نه لري.
جنوبي افریقا ۱۱ رسمي ژبې لري.
بودایزم د ټایلینډ تر ټولو ستر دین دی، چې %۹۳،۶ نفوس یې بودایان دي.
میږیان هیڅ کله نه ویده کیږي.
اوښ په ۳ دقیقو کې تر ۲۰۰ لیترو پورې اوبه څښي.
د نړۍ تر ټولو اوږده ونه ( hyperion) او غټه ونه ( sequioa) دواړه په کلفورنیا کې دي.
په چین کې د ازموینو پر مهال نقل کول د ۷ کالو بند سزا لري.
د نړی د نفوس ۲/۳ خلکو لا تر اوسه واوره په سترګو نه ده لیدلې.
سعودي عربستان د نړۍ یواځینی هیواد دې چې هیڅ طبیعي سیند نه لري.
د ۲۰۱۶ کال په ګوګل کې تر ټولو زیات کتل شوی کس ډونالډ ټرمپ دی.
هرکال د ګوګل شرکت د ټولې نړۍ څخه د ۲ میلونو زیات د دندو غوښتنلیکونه ترلاسه کوي.
شمالي کوریا کې یواځې نظامي او دولتي چارواکي کولای شي چې موټر وکاروي.
ژاولې ژول مو ماغزو ته د وینې جریان زیاتوي او په یو شې تمرکز کول مو زیاتوي.
له آزموینې وړاندې چاکلیټ خوړل د پوهیدنې کچه مو لوړوي او په لوړو نمرو اخیستلو کې درسره کومک کوي.
د McDonald’s ریسټورانټونه هره ورځ ۶۸ میلیونو وګړو ته خواړه برابروي.
هندي کرکټر سچن ټنډولکر د کرکټ په ۲۴ کلن بهیر کې یواځې یو ځل Stump سوځیدلی.
په جاپان کې هر پنځم چاپیدونکی کتاب د ټوکو یا کومیډي کتاب دی.
برازیل کې په منځني ډول هرو ۱۰ دقیقو کې یو کس وژل کیږي.
متحده ایالت هر کال په خپله دفاع باندې ۶۰۴ بیلیونه ډالر لګوي، چې د نړۍ تر ټولو ستره دفاعي بودیجه ده، ورپسې په دوهم نمبر کې چین دی چې له متحده ایالتونو ۴ وارې لږه ده.
د تېرو ۴۵ کلونو راهیسې په نړۍ کې د ځان وژنې پیښې %۶۰ زیاتې شوي.
د هند د ازادۍ ستر مبارز( ګاندهي) په ۱۳ کلنۍ کې واده کړی وو.
ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشریزې کاري دورې په لومړۍ میاشت کې ۱۳ ساعته د ټویټ ( ټویټر کارول) کولو تیر کړي.
په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو زیات مینوال د فوټبال لوبغاړي کریستانورونالډو دي.
په هرو ۹۰ ثانیو کې یوه ښځه د حمل او زیږون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوي زیږیدلي کوچنیان په خپل بدن کې د یوې پیالې په اندازه وینه لري.
د سګریټ پریښودلو ۴۸ ساعته وروسته ستاسې د بوي کولو او خوند څکلو حس نارمل حالت ته راګرځي.
د شپې پر مهال تلویزون ته کتل او ورسره خواړه خوړل مو د چاغښت امکان %۴۰ لوړوي.
نړۍ کې تر ټولو خوښ هېواد ناروی او ورپسې ډنمارک دی.
خپګان او دماغي ستړیا د ویښتانو غورځیدنه ۱۰ سلنه زیاتوي.
هر انسان د ګوتې ځانګړي چاپ تر څنګ د ژبې ځانګړی چاپ هم لري.
کله چې د لمړي ځل له پاره په نوي ځای کې ویدیږي نو ستاسې نیم دماغ د ساتندوۍ یا د خطر د پېښیدو له ویرې ویښ وي.
کله چې په لومړي ځل یو چا سره وینۍ نو ستاسې دماغ دوه برابره تېز کار کوي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي