67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ژمنه

لنډه کيسه/ نصرت ارمان

[pukhto]
له خپلې لور شيرينې سره مې ژمنه کړې وه چې د ښوونځي د شپږم کال د پای ورځې په مناسبت جوړ شوي پرګرام ته به ورسره ځم، زه که څه هم پردی مزدور وم او يوه ورځ کار ته نه تلو به راته د دوه ورځو کار سختوه، خو ما خپله شيرينه نه شوه خفه کولای او لا خو د ښوونځي د پای ورځ ته ډېر وخت پاتې و!
ما د اوسپنې فابريکه کې د منشي دنده لرله او د فابريکې حسابونو له ما د ژوند ډېر خوندونه او اړخونه هېر کړي وو، له دې وېرې چې دنده له لاسه ور نه کړم، ستونزه رامنځ ته نه شي او له سره پوروړی نه شم، نو بايد ټول پام او وخت مې حساب ته وی. دومره اوسپنه ويلې شوه، دومره استعمال ته تياره شوه، دا وساېل خراب دي، دې ته اړتيا ده، د کاريګرو معاشونه، همدا حسابونه وو چې زما د ژوند ورځې او شپې يې خوړې!
په اونۍ کې به يواځې دوه شپې په کور وم، مېرمن مې تل همدا ټينګار کاوه چې د بلې دندې لټه وکړم، خو زه دې ته هم نه اوزګارېدم تر څو بل داسې کار پيدا کړم چې کورنۍ ته مې په کې وخت ورکړم!
نن چې د لسګونو کاريګرو د معاش له ستړي کار نه خلاص شوم او غوښتل مې د خوب بستر ته ځان ورسوم، همدا شېبه مې دروازه ساتونکی د ځان په لور را روان وليده. موسل يې. معاش اخېستو ته به خوشاله و!
– سلام!
ما غوښتل ژر پوی شي چې ستړی يم او د خبرو وس نه لرم.
هغه راته سپين پاکټ ونيوه: يوې مېرمن ستاسو په نوم راکړ.
مننه مې ترې وکړه او کوټې ته لاړم، کټ ته چې رسېدم پاکټ مې خلاص کړی و، د شيرينې ليک و:
– سلام ګرانه پلارجانه!
تا ته ياد شي چې له ما سره دې څه ژمنه کړې وه؟
لکه چې درنه هېره شوې!
ښه زه يې درته يادوم، ستا هسې هم کارونه زيات دي، سبا تر غرمې وروسته زمونږ د ښوونځي د پای ورځ ده!
سترګې به مې ستا راتلو ته وي!
شيرينه
– اوووف خدايه…. له ما خو بېخي هېر و، ژوند دومره په منډه و؟
سهار مې په لومړي ځل د فابريکې له مديريت نه اجازه وغوښته، ښار ته لاړم، بايد خپلې لور ته مې يوه ښکلې ډالۍ اخېستی وی، رښتيا د هغې د ښوونکو لپاره مې هم بايد ډالۍ اخېستی وی. دې کار ساعتونه وخت ونيوه، نه پوهېدم څه واخلم؟ د هغې د ښوونکو لپاره مې د تازه ګلونو ګېډۍ او د لور لپاره مې له بيرغ نه جوړ شال او د سپينو غاړه کۍ واخېسته او کور ته لاړم.
مېرمن مې راته ښه راغلاست وکړ. ويل يې فکر مې کاوه چې ته به دې اوس له لور سره يو ځای شوی يې!
ورته مې وويل: ځم؛ خو ته وګوره چې ما هر څه سم اخېستي که نه؟
د هغې ګلونه خوښ شول او چې غاړه کۍ او شال يې وليده نو ګوته په غاښ شوه چې زه هم سم شيان پېژنم!
– ډېر ښکلي دې ګرانه، نور وخت مه اړوه!
ساعت ته يې وکتل: دوه بجې دي، پرګرام به شروع وي!
زما چې لا دمه نه وه پوره، بېرته راووتم او د شيرينې ښوونځي ته روان شوم، مېرمن مې راپسې کتل، ټينګار مې پرې وکړ چې د ماښام لپاره خوندور خواړه پاخه کړي.
کله چې د ښوونځي دروازې ته ورسېدم نو هلته اوږد کتار جوړ شوی و او يو، يو کس به له تالاشۍ ورکولو وروسته دننه تلو. زه هم په کې ودرېدم، هڅه مې کوله چې د فابريکې له حساب نه فکر خلاص کړم!
کله چې دننه لاړم نو ومې ليدل چې د ښوونځي په لوی انګړ کې بېشماره چوکۍ په نظم اېښودل شوي، هلته چې تعمير و، مخ ته يې لوی سټېج جوړ شوی و، ټول اداري کسان په کارونو بوخت وو، د زده کوونکو والدين چې راننوتل په چوکيو کېناستل، ما هيله لرله چې په شيرينې به مې سترګې ولګي، خو و مې نه ليده، يوې چوکۍ باندې کېناستم!
غونډه په ۳ بجو پيل شوه، ملي سرود وغږېده، د ښوونځي مدير چې د ښار لوی شتمن و، د زده کوونکو والدينو ته ښه راغلاست وکړ او خوښي يې وښوده. د ښوونځي په غوره زده کوونکو يې جاېزې وويشلې.
وروسته انانسر د ښوونځي د ترانې ټيم راوباله، هغوی ټولو يو شان لباس کړی و او کله مې چې شيرينه هم په کې وليده نو له خوښۍ ودرېدم، خو ژر مې پام شو چې په دې کار سره د يو بل کس سترګو ته دېوال کېږم، بېرته کېناستم، شا ته مې وکتل، يوې پخې ښځې راته موسکا وکړه.
ما مې لور کتله چې له نورو جونو سره يې يو ځای په جرئت د ترانې لفظونه په خواږه اواز ويل او دې کار زما په زړه کې د خوښۍ شور جوړ کړی و.
کله چې ترانه خلاصه شوه، نو ټولو د دود له مخې لاسونه وپړقول، زما څنګ ته د يو زده کوونکي مور ناسته وه، ښکلی سينګار يې کړی و او ټيکری يې په سپينه غاړه کې پروت و. له ترانې ډېره اغېزمنه شوې وه، سترګې يې ډنډ وې:
– افرين بچيو!!!
کله چې يې پام شو زه ورګورم، نو راته يې وويل: ډېر خوند يې وکړ، ما ته يې خپل ماشومتوب راياد کړ.
ټول ناست خلک انتظار وو چې د پرګرام بله برخه به څه اوسي؟
لور مې يو ځل بيا زما له سترګو ورکه شوه، ښه دا وه چې کوم ځای کې ناست وم، هرې خوا ترې تلل اسانه وو. دا چې د ښوونځي ټولو زده کوونکو يو شان جامې اغوستې وې، نو ما ته په کې د شيرينې پيدا کول سخت وو، ښه دا وه چې د پرګرام تر پايه انتظار شوی وی.
د اناسر دروند غږ بيا زما غوږ ته راورسېد:
– اوس به هم ګلو تاسو ته د خپلې نڅا هنر وښايې!
زه له ځوانۍ د نڅا مينه وال وم او هغه وخت چې مسؤليتونه زيات نه وو، نو د نڅا هر پرګرام ته به مې ځان رساوه، وروسته له ډېر وخت نه د نڅا ننداره بايد خامخا راته په زړه پورې وی او بيا داسې ناڅاپي چې هېڅ تمه مې يې نه لرله!
هغه جينۍ چې سټېج ته راغله تقريباً زما د لور همزولې وه، فکر مې نه کاوه چې نڅا کې دې ډېره برلاسې وي، خو کله چې د موسيقۍ له لګېدو سره د هغې اندامونه په حرکت راغلل نو د ټولو ناستو کسانو سترګې يې ونيولې، لکه د سازونو روحونه يې چې پېژندل شېبه په شېبه يې نڅا نوره هم خوندوره کېده.
رښتيا هم چې نن ډېره ښکلې ورځ وه او د نڅا نندارې خو له ما د کلونو ستړې هېره کړه. کله چې ګلو نڅا خلاصه کړه نو ټولو ورته د زړه له تله چکچکې ووهلې، ما له هغې سترګې نه اړولې، ستړې شوې وه، خو موسکا يې پر شونډو وه، د چکچکو له شوره پوهېده چې خلکو يې نڅا خوښه کړه.
زه انتظار شوم چې هغې ته به د ښکلې نڅا بدله کې څه ورکوي؟ او هغه وخت چې انانسر وويل زما له اړخه يوه ژاوله ګلو ته ډالۍ ده؛ زه سخت حيران شوم، غوسه راغله، خوارې لس دقيقې ونڅل!
که زه هسې شتمن وی لکه د دې ښوونځي مدير چې و نو ويلی به مې وی: ګلو ته د نڅا بدله کې د سرو غاړه کۍ ورکړئ او هرڅه يې چې ارمان وي، پوره يې کړئ، خو افسوس چې زه يو غريب کارګر وم!
دا وخت مې د شيرينې غږ واورېد، هغې زه ليدلی وم، را روانه وه، ما ورته غېږ خلاصه کړه، ښکل مې کړه او په داسې حال کې چې هلته نېژدې ناستو ښځو او سړيو راکتل هغه ته مې راوړې غاړه کۍ په غاړه او شال ور پر سر کړه. مبارکي مې ورکړه. او يو ځل بيا مې په دواړو مخو ښکل کړه.
کله مې چې د ګلانو ګېډۍ وروښودې او ورته مې وويل: ستا د ښوونکو لپاره مې راوړي.
د هغې مخ له خوښۍ سور واوښت، سترګې يې ځلېدې: مننه پلاره چې خپله ژمنه دې پوره کړه!
شيرينې د ګلانو ګېډۍ له ما واخېستې، ويل يې زه يې په ښوونکو وېشم. يوه ګېډۍ يې راته پرېښوده چې اضافه ده.
پرګرام خلاص شوی و، هر چا هڅه کوله چې خپل بچي پيدا کړي، ځکه ماښام کېده، شور او زوږ خاته، ما شيرينې پسې کتل چې بيا رانه ورکه نه شي. د سټېج خوا ته تلله چې اوس پرې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې وه. زه هم پسې ورغلم، کله چې سټېج ته نېژدې شوم، نو ګلو مې وليده چې هلته يو اړخ ته داسې ولاړه ده لکه د خلکو له سترګو چې ځان پټوي.
له ما که څه هم نيم معاش د ډاليو په اخېستو تللی و، خو بيا مې هم غوښتل چې په ګلو لږه نغدي مهرباني وکړم. د ګلانو ګېډۍ به يې څه په درد دوا شوی وی؟
څنګ ته يې ورغلم.
– سلام!
ښکلې سترګې يې راواړولې.
– ډېر ښه مو ونڅل!
هغې لاسونه يو بل کې وروستل:
– مننه ښاغليه!
– هيله لرم چې ته د نڅا په هنر کې د اسمان تر څوکو ورسې!
– زمونږ هيلې دې پوره شي!
زه اوس پوی شوم چې هغې له ښه نڅلو سربېره ښه ژبه هم لرله.
غوښتل مې پوښتنه وکړم چې چرته اوسي؟ خو مناسبه راته ښکاره نه شوه، جېب ته مې لاس کړ او د هغې لپاره مې له زړه ويستې پيسې موټې کې بندې راوويستې.
کله مې چې هغې ته په ورغوي کې موټی تش کړ، نو له ما يو قدم شا ته لاړه او زما دې کار د هغې اوږده موسکا ووژله، په څېره کې يې نا ارامي پيدا شوه، لکه ما چې ترې کومه ناوړه غوښتنه کړې وي!
زه چې وارخطا شوی وم، ژر مې وويل: غواړم تاسو….
هغې خوا او شا وکتل چې د چا خو به راپام نه وي؟ زما د زړه درزا زياتېده، پيسې يې بېرته لاس کې راکېښودې.
– ستاسو له مهربانۍ مننه.
بيا يې زما بل لاس کې د ګلانو ګېډۍ ته سترګې کړې او تللې موسکا يې راپيدا شوه.
– تاسو هېر کړي چې تر پيسو غوره ډالۍ هم درسره شته؟
د ګلانو ګېډۍ يې رانه واخېسته:
– خدای پامان ښاغليه!
ما نه شو کولای چې ورپسې وګورم، په خپل کړي کار پښېمان او د هغې پر کار حيران شوی وم!
– اوووو شيرينې ته څومره ښکلې شوې يې؟؟؟؟
– وای خدايه؛ دا غږ د ګلو و. هغې شيرينه هم پېژنده!!!
او ما چې ورمخ کړ، هغوی سره غېږ ورکړې وه…..
ما بېرته ترې مخ وګرځاوه او په دعا شوم چې شيرينه هېڅ له دې پېښې خبره نه شي، خو هغه د ګلانو ګېډۍ چې اوس د ګلو لاس کې وه؟؟؟؟
زه په تشويش کې شوم، د سترګو له کونجونو چې مې ورکتل نو يقين مې راتلو چې ګلو شيرينې ته له ما سره شوې پېښه بيانوي.
کله چې هغوی سره مخه ښه وکړه، نو شيرينه راغله، له څېرې يې ښکارېده چې زما په کار غوسه ده.
– ګلو د ښوونځي د مدير لور ده!
زه نور هم حيران شوم، باور مې نه شو راتلی. شيرينې بيا وويل: او هغه د پيسو لپاره نه ناڅي!
– زه نه وم خبر لورې، تېروتنه رانه وشوه، هغې لکه چې تا ته هر څه وويل؟
شيرينې وخندل: هو، خو ما ورته و نه ويل چې ته مې پلار يې!
شکر مې وويست: ډېر دې ښه وکړل!
هغې زما لاس ونيوه: کور ته ځوو، چې مور به انتظار وي!!!

[/pukhto]

4 خوښونې

اړوند مطالب

فکشن او قاضي منظور موسی خيل
له ډاکټر شمس نجيبي سره مرکه
سم مزل نه شو کولای
سوالګر ماشوم
د لغمان والي ښاغلی ننګ صاحب
د مچې ډولونه او رازونه
مړه څه شی و یار
د مازيګر بنډار دوهمه ناسته وکړه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2019
S S M T W T F
 1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031  
« Jan   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /