67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ژوبڼ ته د تګ اصول

عبدالرحمن میوند

[pukhto]
هرځای ته د تک ځانګړي اصول او مقررات وي، ژوبڼ هم همداسې خپل خاص اصول لري. ژوبڼ یو علمي، تحقیقاتي موسسه او د هېواد په سطح تفریحې پارک دی. په ژوبڼ کې ډول ډول ژوی اوسېږي او سیلانیان د سیل لپاره راځي.
1 . معمولا ژوبڼونو د ننوتو مخکې باید ټکټ واخلئ او وروسته بیا د نقشي مطابق خپل علمی سفر ته دوام ورکړي. د هرقفس ترخوا لیکل شوي معلومات د هماغې ژوی چې په قفس کې لیدل کیږي ولولي او ځان پري پوه کړي.
2 . که چيرته د سیلانیانو شمېر په ګروپي ډول وي نو په ژوبڼ کې دوی ته یو لارښود د ژوو د پيژندل ګوې لپاره ګمارل کیږي ترڅو په پوره ډول سیلانیانو ته معلومات ورکړي.
3 . په ژوبڼ کې موجود ژوی هر یو ځانته ځانګړي خواص لري. د دوی په منځ کې داسې ژوی هم شته چې په دوی لوړ غږونه بد اغيزې لري سربیره پر دې د ژوبڼ اداره مکلفه ده چې ددې زولوژیکی پارک ژوو ته په استندرد ډول خواړه برابر کړي نو پر دې اساس سیلانیان باید ژوو ته خواړه ورنکړي ځکه دغه عمل د ژوو د ناروغتيا او د مړينې لامل ګرځيدای شي.
4 . په ځینو قفسونو کې ژوي کله نا کله نه لیدل کيږي لکه زمری دا ځکه زمریان د ورځی ډیره برخه په خوب تیروي او ډیر وخت ويښ نه وي نو بايد زغم ولرئ ترڅو ژوی او د ژوپڼ پرستارانو ته مزاحمت ونه شي.
5 . ژوبڼ په ملی سرمايه جوړ شوی له دې تفریحي پارک څخه په کلکه ساتنه او حفظ الصحه مراعات کړي ځکه ځينې ټولنیز نزاکتونه لکه د خوړو خوړل او د هغه پاتې برخې په پارک اچول بیا ښاري فرهنګ نه دي او خپل ټول کثافات په کثافات دانیو کې واچوي. موږ سره مرسته وکړي ترڅو خپل ژوبڼ پاک وساتو.
6. د ژوبڼ منظره دلته د هر چا لپاره د خوند اخیستلو په خاطر ده نو مهرباني وکړئ د بانس، ګلونو، پاڼو یا نورو نباتاتو ته زیان مه رسوي.
7 . بهرنۍ شیان لکه سکې، ډبرې، غالۍ یا پلاسټیک کولی شي ژوو ته جدي روغتیایي خطرونه رامنځته کړي.
8. په ژوبڼ کې د امنیتی کامرو او لاسپیکرو لږول ددې لپاره دی هغه کسان چې ښارې کلتور نه مراعاتي او د ژوو ځورونې لامل کیږي ورته په پوره ډول لارښوونه وشي ترڅو د ژوو د لیدو په مهال او هغوی سره د رويې اصول او مقررات واوروي.
9 . د ژوو سره د تماس هڅه مه کوئ ځکه دا کار ددې خطر زیاتوي چې سیلانیان او ژوي په بیلابیل ناروغيو اخته کړي.
10 . له ژوو سره په مهرباني چلند وکړئ ځکه ژوی هم د انسان په څیر حقوق لري او الله (ج) هر هغه څه چې پیدا کړي د اشرف المخلوقاتو د ګټې په خاطر دي.
11 . په ژوبڼ کې مخدره توکو استعمال څخه په کلکه ډډه وکړئ ځکه دغه عمل له یوخوا د انسان او حیوان روغتیا ته زیان رسوي له بلی خوا هوا هم ککړه وي.
12 . د ژوو د روغتیا د خوندیتوب لپاره له بڼ څخه بیرون ژوی ژوبڼ ته پرته له قانونی اجازې مه داخلوي.
13 . د خپلو ګرانو ماشومانو څارنه په کلکه وکړئ او هغوی د لوبو لپاره مه مصرفوي تاسو د دوی په ساتلو کې خورا اړين مسؤليت لرئ.
14 . مهرباني وکړئ د ژوبڼ د اسانتیاو او د کارمندانو لارښوونې سره سم د ژوبڼ هرې برخي څخه په سالم ډول کار واخلئ.
15 . د ژوبڼ په ساحه کې د ګټورو فعالیتونو فعالیت یوازې د کابل ژوبڼ قرادادیان اجازه لري.
16 . هر ډول سرغړونو یا د نورو سیلانیانو او ژوو ته خطرناکه شرایطو لپاره د ژوبڼ کارمندانو ته خبر ورکړئ. چې په وخت رسېدنه وشي او بدون له کومې ستونزې موضوع حل شي .
17 . بیړني وخت کې د ژوبڼ کارکوونکو ته مزاحمت مه کوئ او قرنطین شوې ساحه پريږدئ.
18 . هغه انځورګران چې غواړي د ژوبڼ ژوي انځورونه او یا ويديو واخلي باید خپل وسايل، ژوو او ځانته متوجه اوسي.
19 . هغه خلک چې په غیرقانوني ډول د خپل ټکټ یا نورو غیر منتقلي ټکټونو په لیږدولو کې هڅه کوي ورسره قانوني چلند کیږي.
20 . د ژوبڼ د ژوو د لاخوندیتوب لپاره د بايسکلونو او د لوبو نورو وسایلو کارول منع دي. دا توکي باید د ژوبڼ څخه بهر پرېښودل شي.
21 . د موسیقۍ آلاتو او د لوړې رادیو کارولو یا لوړ غږونو څخه په کلکه ډډه وشي.
22 . د وسلې داخلول ژوبڼ ته جدآ منع دي.
23 . تمه کیږي چې ټول سیلانیان د ژوبڼ خوندیتوب قواعدو ته درناوی وکړي.
24. خپل نقلیه وسایل د ژوپڼ په پارکینک ودروي او خپل قانوني ټکټ واخلئ.
25 . موږ غواړو د لیدونکو په ژوبڼ کې هر وخت په زړه پورې پاتې کیدل ډاډمن کړو.
26 . ورک شوي او پیدا شوي توکي باید د ژوبڼ اداري ته وسپارل شي او وروسته دا بیا د پوښتنی او شواهدو وړاندی کیدلو وروسته خپل اصلی صاحب ته ورکول کیږي.
27 . د پارک کارکوونکي د دې اجازه لري چې هغه خلک د پارک قوانینو خلاف کار کوي له ژوبڼ څخه وباسي.
28 . د ژوبڼ ملکیت په اړه غیر مجاز شوي بې پیلوټه الوتکو ته اجازه نه ورکول کیږي.
29 . ژوبڼ د هیڅ ورک شوي، غلا شوي یا خراب شوي ټکټونو لپاره مسؤلیت نلري. نو ځکه، ټکټونه مو مه خرابوي او نه به بیرته پیسې ورکول کیږي.
30 . که تاسو یو سړی په بیړني خطر کې ګورئ، د ژوبڼ کارکونکو سره سمدلاسه اړیکه ونیسئ.
[/pukhto]

9 خوښونې

اړوند مطالب

د سيندونو اقتصادي ارزښت
رسنیز اهداف اوعامه ذهنیت
حسن (ښاېست)
د ملګرو مکالمه
د مازيګر بنډار اته ويشتمه ناسته وکړه
د سهار مرغه او د شپې کونګ
د پښتون د ژوند کتاب
سم مزل نه شو کولای

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2020
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /