67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ژوند به څنګه کوو

صمیم روحاني

[pukhto]
ژوند به څنګه کوو؟ دا او دې ته ورته نورې هغه پوښتنې دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری وګړي یې له ځان کوي، خو تر اوسه یې ورته سم او مناسب ځواب نه دی موندلی.
ژوند به څنګه کوو… له ژوند به منفي فکرونه لرې کوو او تل به د یو مثبت فکر او خیال لټه کړو.
له ژوند به ټول هغه ناوړه عاداتونه ړنګوو چې، زموږ د شخصیت له مورګو انحراف کوي او زموږ شخصیت بدناموي.
له ژوند به ټول هغه ملګري باسو چې، منفيګیره وي او هر څه ته په یوې داسې سترګې ګوري چې، د ځان تر څنګ تا هم د یو لوی بحران لوري ته سوق کوي.
ژوند سره ستونزې او مشکلات یو ځای پيدا دي، خو موږ به د دوی په مقابل کې د زغم توان او طاقت په ځان کې پيدا کوو.
له ژوند به کرکه ختموو او پر ځای به یې مینه عاموو.
له ژوند به باج اخلو، هڅه او کوښښ به مو دا وي، چې هر حالت سره ځان عیار او اماده کړو او هر څه به په سړه سینه ومنو.
د ژوند هر ‌‌‌‌‌‌ډول ناتار او بربریت ته به تسلیمدا نه کړو، بلکې پر وړاندې به یې لکه سپر ودریږو او مبارزه به کړو.
له خپل ژوند به کبر او غرور لرې کوو او هر چاته به په یوه نظر ګورو.
ژوند کې به د خپلې وسې هڅه کړو چې نورو ته مینه ورکړو او هغوی سره اړیکې د متقابل احترام له لارې وپالو.
په ژوند کې به هر څه ته د یو اسیر{بندي} په سترګه نه ګورو، بلکې له خپل ذهني او فکري تمرکز له طریقه به یې سنجوو.
دا به له ځان سره وعده کړو چې نورو ته به زیان نه رسوو، بلکې ددې ځای به ښو ته پریږدو او ټول تمرکز به مو په دې وي چې څنګه نورو ته خېر ورسوم.
په ژوند کې به له اړمنو افرادو تېښته نه کړو، بلکې د مرستې او همدردۍ په پار به خپل لاسونه هغوی ته ورکوو او لاسنیوی به یې کړو.
خپل ژوند به په بېځایه کارونو نه تم کوو، بلکې تل به مو سوج په دې وي چې څنګه یوه ښه چاره ترسره کړم، تر څو د ځان تر څنګ نورو خلکو لپاره هم د خدمت جوګه شم.
په ژوند کې به تل ښه فکر کړو، ځکه له ښه فکر ښه عمل زیږيږي او ښه عمل د پرمختګ ستر لامل دی.
تل به د خپل ژوند بهرني طبیعت ته به د خپلو احساساتو په هینداره کې ګورو، تر څو د ځان اصلاح خپله وکړو، ځکه د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده.
له خپل ژوند به دوکې، درواغ، بدنیتي، بدبیني او داسې نور بې مانا خویونه لرې کوو او ځای به یې ښو خویونو ته پریږدو.
په خپل ژوند کې به بد اخلاقي نه کړو، بلکې تل به نرم خویه او د ښو اخلاقو څښتنان یو.
په خپل ژوند کې به په چا ظلم نه کړو، بلکې ظالم به له ظلم منعه کوو او د مظلوم لاسنیوی به کړو.
په خپل ژوند کې به مېرمنې او د کورنۍ له غړو سره بد چلند نه کړو او نه به تاوتریخوالي ته زمینه سازي کړو، بلکې د مینې او محبت پلوشې به شیندو.
په ژوند کې به د بل چا لپاره خنډ نه جوړیږو او نه به د هغې په کړي تمدن خفه کیږو، بلکې د پرمختګ د لا غښتلتیا په پار به یې لاسنیوی کړو.
ژوند به څنګه کوو؟
دا تاسو له ځانه وپوښتئ، شاید له ما ورته ښه ځوابونه ومومئ.
[/pukhto]

5 خوښونې

اړوند مطالب

ببر سری
اوښ مرغه (Ostriches)
ناروغانو ته پام هغوی رغوي!
په ۲۰۰۳ کې له ناکامورا سره د مينې مجلې مرکه
هسې یوه خبره مې کوله…
عمر عسکر – د رڼا مبلغ
ښه تابلو
کرکټ او فزيکي پیاوړتیا

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اپریل 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930  
« Mar   May »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /