ژوند څه مانا لري؟

یونلیلک/ رحيم الله رومان
[pukhto]
د مارچ په اتمه يانې د کار ګرو ښځو نړیواله ورځ، سهار له مازیګر کتابپلورځي څخه زه ، پلار جان مې (ګل لالا) ، نصرت ارمان، یحیی خان، انیس بشیر، او حداد استاد د مرستون څلور لارې سره د همبستګۍ ګوند دفتر ته لاړو.
د دې ګوند د ختيځو ولايتونو يو شمېر غړي سړي او ښځې راغلې ول، کاسټر موټر لا له مخکې د دروازې مخ ته ولاړ و- له يوې شېبې ناستې وروسته د کابل کانفرانس ته تلونکي چمتو شول، موټر ته وختو او د خیر دعا مو وغوښته .
په سيټ کې راسره انیس اویحیی ناست ول، هغو له ما نه مخ واړو او ويې ویل چې حداد سره خبرې کوه، ما ورته ويل زه يونليک ليکم، دا وخت به هم راشي چې ته به خپله راسره خبرې کوې .
په سروبي کې پنځه مینټه دمه ، په روان موټر کې مو ډوډۍ وخوړله، په پلاستيکونو کې يو جوش الو، يو د چرګ هډوکی، دوه مرچک، يوه ډوډۍ او يوه پيپسي.
کابل کې استقلال هوټل ته را غلو، دلته د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د همبستګۍ ګوند غونډه جوړه کړې وه .
موسیقې او د ښځو سره اړوند کليفونه، د مبارزو ښځو انځورونه په پرده ښودل کېدل، سيلۍ غفار به چارواکي لکه مچۍ چيچل، خلک شېبه په شېبه ډېرېدل، زرمینې ډېره ښه انانسري کوله او د ښځو دحقوقو په اړه يې خبرې وکړې، یوه ښځه يې راوغوښتله چې په ښځو د ظلمونو په اړه يې بېلا بېلې خبرې وکړې .بیا یوې ميرمن شعر وویلو .
سیلۍ عفار ته بلنه ورکړل شوه .په دولت يي نیوکې وکړې، وحشت ملي خطاب يې ورته وکړو، بیا يې پخواني جنګسالاران په خبرو کې ورټل، په امریکا – ناټو يې هم نیوکې وکړې چې د زړه نه يې له افغانستان سره مرسته نه ده کړې له جنايت کارانو ملاتړ کوي او د ښځو حقونو ته يې پاملرنه نه ده کړې، په ارګ کې یوڅونمایشې ښځې ناستې دي – زه ښځو ته ددې ورځې مبارکي نه ورکوم. سيلۍ په دري غږېده او په اخيره کې يې څو خبرې په انګليسي هم وکړې.
د فرخندې د وژلو ویډیو د خلکو غوني ځيګ کړل .انان سرې دوه ایټالوۍ ښځې راوغوښتې، دوی د دیموکراسۍ په باره کې خبرې وکړې. بيا موسيقۍ واله راوغوښتل شول.
حيات خان زنګ راووهه چې د باندې د هوټل په دروازه کې یم . حیات چې مونږ سره يې ژمنه کړې وه چې زه به هم سهار اته بجې خاضر یم . خو پرې ناوخته شوی و- اوس راورسېد. ور ووتم ورته مې وویل لوی او پراخه هال کې غونډه ده، ډېرې انجونې راغلې دي.
چې دننه شو یو سړي د ښځو د ژوند او خپلې مبارزې خبرې کولې. پښتو، دري – انګليسي، خبرې ترې اوږدې شوې- زرمينې ورته کاغذ مخ ته کېښود؛ نو راټولې يې کړې.
له هغه وروسته حداد وویل چې ته راځه یو تصویر به له سیلۍ عفار سره واخلو هلته ورغلو او له سیلۍ نه يې اجازه واخيسته ترڅنګ ورسره بهرنۍ ښځې هم ناستې وې.
نصرت ارمان ته بلنه ورکړل شوه، چې ستړي لنډه کيسه ولولي، زه ډیر خوشاله شوم چې ورور مې په داسې ځای کې سټيج ته ځي.
انانسرې وویل چې اخېرنۍ برخې تمثيل ته راځو، په اوسنيو حالاتو سیاسي نيوکه وه – بې غږه وه، يواځې موزيک او حرکات.غونډه پای ته ورسېده، خلکو له یو بل سره عکسونه اخیستل.
د استقلال هوټل په انګړ کې ودریدو، ګل لالا وویل چې لا د وخته دی جلال اباد ته رسېدی شو، خو اجمل شريفي چې زمونږ د لارې ملګری و وویل فکر نه شم کولی چې وبه رسېږو ، د دارلامان په سرک د همبستګۍ ګوند دفتر ته لاړو .
دې غونډې ته له لغمان، کونړ او نورستان نه هم خلک راغلي ول، د شپې مو لږ بحثونه وکړل، هغه یو نورستاني وویل چې د افغانستان په دې څلور دیرش ولایتونو کې پرته زمونږ له والي د کوم والي کورنۍ او اولادونه دلته ژوند کوي؟
ډوډۍ يې راوړله هماغه چې غرمه مو هم خوړلې وه، زما پلار له چای سره ډوډۍ وخوړله، سهار شپږ نیمې بجې په موټر کې کېناستو، نصرت، یحیی، او انیس کابل کې پاتې شول چې کتابپلورځيو ته مینه وويشي، انیس دوی چې زه په خوشالۍ رخصتولم – ماته يي وویل ګوره مونږ په یونلیک کې ښه راوله.
چې له ماهيپره راښکته کېدو یوې ميرمن په خندا وویل چې لږه موسيقي خو ولګوئ، شکوري صېب مخکې سېټ کې ناست و، هغه مبايل کامران ته ورکړو چې مېموري ترې وباسې، بیا ترې ګل لالا میموري واخیسته او غلطه يي په کې کېښوده بیا نه راوتله- په موټر کې مو غږ وکړ، چې څوک ستنه لري؟ یوې ښځې وويل دا ده، چې ميموري مو را ایستله په دې وخت کې د کامران له لاسه ستن ولوېده، له ډېر ځنډ وروسته پیدا شوه، د شکوري صېب تر ميموري د کامران ميموري ښې هندي سندرې درلودې.
په سروبي کې مو د چايو دمه وکړه، اجمل شريفي يو کیک او یو جوس هر يوه ته ورکړو، په لا ره کې شکوري صېب وویل، ځينې خلک وايي د انسان ژوند تقدیر پورې تړلی دی، خو د جبر او اختیار ډیالکتیک کتاب ليکي، که هر څه تقدیر ته وسپارو، نو ژوند څه مانا لري؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي