ژوند

استاد ګل پاچا الفت
[pukhto]
د يوې چينې اوبه دي، څوک يې د زور په جام کې څښي، څوک يې د خاورو په کنډولي کې، هغه چې نه دا لري نه هغه، په لپه کې يې څښي، په اوبو کې هيڅ فرق نه شته، فرق په لوښي کې دی، د شاه او ګدا فرق په لوښي کيږي.
د اوبو په خوند به هغه څوک ښه پوهيږي، چې ډېر تږی وی. هغه لاروی چې له بيديا نه ستړی ستومانه راځي او تنده يې ډيره زياته ده، دا اوبه ډېر خوند ورکوي، هغه دهقان چې په سره غرمه کې يووې کوي خولې پرې راماتې وي دا اوبه د هغه لپاره ډېر لوی نعمت دی.يو شپون چې له غره نه تږی راکوزيږي او په چينې باندې خوله ږدي د اوبو په خوند ډېر ښه پوهېږي.
بل سړی چې يخ سيوري ته په ارامه چوکۍ ناست دی، ښايسته صراحي يې له څنګه ايښې ده او په ښو ګيلاسونو کې اوبه څښي، له اوبو نه هغه خوند نه شي اخستلای.
هو! ده د لارويو او شپنو تنده نه ده ليدلې، په سره او ټکنده غرمه کې يې لو نه دی کړی، ځکه هغه تلوسه په ده کې نه شي پيداکيدای. چاچې لوږه او تنده نه ده ليدلې، هغه د خوړو او اوبو پوره خوند هم نه دی ليدلی او د ژوند په کيفت نه دی پوه شوی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي