67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

ښه درمل يې تعلیم او علم دی

ثنا ساپۍ سره مرکه

[pukhto]
1. ولې مو ژورناليزم غوره کړ؟
ژورنالیزم هغه د چا خبره هر کاره مسلک دی- یوې سیمې، برخې او یا مسلک پورې نه تړل کېږي – زما یې دغه پراخوالی خوښ دی.

2. د برياليتوب راز مو څه دی؟
نه پوهېږم هدف مو څه دی. د بریالیتوب معلومول په کس پورې اړه لري خو دومره وایم چې زه هر هغه کار چې له زړه مینه ورسره لرم او خوښ مې وي، کوم نو ښايي همدا دلیل وي چې تر ډېره پکې برلاسې ښکارم.

3. څنګه اوسنۍ دندې ته راغلې؟
ننګرهار کې په ښوونځي کې وم چې یوې ټولګېوالې مې راته وويل: “ته تل وايي چې غواړې خبریاله شې او دا دي او هغه دي، زما ماما په ننګرهار راډیو ټلویزیون کې کار کوي، که غواړې زه ورته وایم او ورشه.” هماغسې مې وکړل. راډیو ټلویزیون کې مې د ټولګي والې ماما وموند، ورغلم، د ماشومانو لپاره مې یوه ازمېښتي خپرونه ورسره وکړه او بیا به د اوونۍ یو وار د خپرونې ثبت ته ورتلم. څه کم یو کال هلته وم چې د بي بي سي یوه روزنیز کورس کې مې برخه واخیسته. هلته د بي بي سي د هغه مهال له ځايي خبریال سره اشنا شوم. هغو راته وويل، په بي بي سي کې یې همکاران په یوې ښځینه همکارې پسې ګرځي، که مې خوښه وي نو هغوی به زنګ راته ووهي. ورسره و مې منله. هماغه و چې له بي بي سي سره مې کار پیل کړ. کال وروسته یې لندن کې یو کاري بورس اعلان شو. ما هم لکه نورې همکارانې/همکاران اپلای ورته وکړه، او بورس مې په برخه شو نو لندن ته راغلم. له هماغه راهیسې دلته کار کوم.

4. افغانانو او پرنګيانو سره کار څه توپير لري؟
پرنګیان (چې ګومان کوم انګرېزان یادوئ) مسلکي خلک دي، اوږد مهال ته ګوري، پر شخصي وړتیا لوړولو ډېر ټینګار کوي، نقد د ځان سمولو لپاره کوي او مني — د وخت، پیسې، او ډوډۍ قدر پېژني، هر څه کلونه کلونه وړاندې پلانوي، او هغه د چا خبر د علم، تعلیم او ساینس “عبادت” کوي. د کار کس پېژني او پوهېږي چې څه ډول یې له وړتیاوو ګټه واخلي بې له دې چې جنسیت ته یې وګوري.

5. د زده کړو او کورنۍ په اړه مو معلومات راکړه!
ما لسانس د لندن په پوهنتون کې په ژورنالیزم او میډیا کې کړی او ماسټري په حکومت، سیاست او پالیسۍ کې. دا هر څه مې د مور (پروین ساپۍ) له برکته دي. روح دې یې ښاد وي، دسرطان له امله ډېره ځوانه ومړه. ډېره هوښیاره ښځه وه. زما په شان مور دې د هر چا نصیب شي.

6. بي بي سي کومو معيارونو ته ژمنه ده؟
بې پرۍ والی، برابروالی، خپلواکي، سم والی او ځیر والی، عامه ګټه، قانون، مسوولیت، او اعتبار

7. په افغانستان کې د ښځينه ژورناليستانو عمده ستونزې څه دي؟

ستونزې ډېرې دي- لکه نارینه ښځینه ژورنالستانې هم په ظرفیتي برخه کې ستونزې لري- امنیت، کورنۍ ستونزې، اقتصاد، دودونه، او د ښځو پر وړاندې د ټولنې توپیري چلند.

8. تاسې رياليستيکې کيسې ليکئ او حساس موضوعات چېړئ، د لوستونکو عکس العمل څنګه وي؟
تر ډېره مې د کیسو په اړه د لوستونکو نظر مثبت دی. شته یو نیم چې مخالف نظر لري، او له اسلام سره یې ټکر بولي خو شمېر یې ډېر لږ دی.
9. کله مو شعر ليکلای که نه؟
زه شعر نه لیکم او نه مې لیکلی.

10. مينې ته په کوم نظر ګورئ؟
زه تر مینې رحم مهم او اړین بولم

11. ځينې نجونې او خبريالانې له دې ځورېږي چې هلکانو يې په نومو اکونټونه جوړ کړي، تاسې د فس بک په باره کې څه وايئ؟
دا یوه ستونزه ده، هو. زما په نوم هم اته شلې اکونټونه جوړ شوي و او له سپکو سپورو نیولې تر هرې بدې بلا یې را پورې ویل خو ښه والی یا زه نېک مرغه په دې وم چې په انګرېزۍ پوهېدم نو خپله فېسبوک ته به مې رپوټ کړې (شکایت به مې ورته ولیکه) هغو به بندولې.

12. د هېواد د راتلونکې په اړه څه فکر کوې؟
داسې پوښتنه ده چې ځواب یې باید هر اړخیز او لوی وي خو په لنډو به ووایم چې ښه درمل یې تعلیم او علم دی.

[/pukhto]

7 خوښونې

اړوند مطالب

د ملکي خدمتونو د کانکور لارښود
هسې یوه خبره مې کوله …
چې له ژونده ناهیلي وي څه باید وکړي
لسګون
د ملګرو مکالمه
شک
ما پوهنتون ولې پرېښود!؟
سملاسي مشاعره

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مې 2017
S S M T W T F
 12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031  
« Apr   Jun »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /